کابل ښاروالي نن د پلازمېنې له سرای شمالي تر خیرخانې کوتل پورې د سړک غاړې ته د جوړو شویو کورونو د نړولو چارې پیل کړې.

د یادې سیمې د اوسېدونکو یوه استازي حبیب‌الرحمان سلام‌وطندار ته ویلي چې د کابل ښاروالي له‌خوا د کورونو نړېدو خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي چې د یادې سیمې اوسېدونکي بې‌وزله دي او حکومت هم مرسته ورسره نه کوي چې راتلونکي ژمي ته اندېښمن دي.

په ورته مهال عظیم چې په یاده سیمه کې یې هټۍ‌ درلوده وايي چې له همدې لارې به یې د خپلې کورنۍ لپاره ډوډۍ پیدا کوله، خو په ورانېدو سره یې اوس له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان  دی.

نوموړی چې معلول هم دی، له اسلامي امارت د مرستې غوښتنه کوي. هغه وايي چې د اوسېدو لپاره ځای نه لري او حکومت باید ورته د اوسېدو مناسب ځای ورکړي.

په همدې حال کې د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د سرای شمالي‌ـ خیرخانې کوتل سیمې اوسېدونکو ته یې لس ورځې وخت ورکړی و او کابل ښاروالي نن دغه سیمه کې د کورونو ورانول پیل کړي دي.

په ورته ورخت کې د کابل ښاروالي ویاند نعمت‌الله بارکزي سلام‌وطندار ته وویل، حکومت اړ نه دی چې د دغې سیمې د خلکو د کورونو نړولو په بدل کې دوی ته تاوان ورکړي.

د کابل ښاروالي د معلوماتو له مخې، د کوتل تر بازار پورې د سرای شمالي سړک پراختیا، د کابل ـ شمال د لویې لارې د کار یوه برخه ده چې د رغولو لپاره یې شاوخوا ۱۵۰ کورونه ویجاړېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې ده چې د کابل ـ شمال لویه‌ لاره د ۳۸ کیلومتره په اوږدوالي او ۲۵ متره د پلن والي په اندازه رغول کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام