د ا.ا د استخباراتو عمومي ریاست پر ټویټر لیکلي چې کابل ښار کې یې درې داعشیان وژلي دي.
دغه ریاست لیکلي چې ځانګړو ځواکونو یې د سلواعې په ۲۴مه، د دوشنبې ماښام د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند په کارتهنو سیمه کې د داعش ډلې پر یوه پټنځای پېچلي عملیات وکړل.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یاد ریاست په وینا، یادو عملیاتو کې درې داعشیان وژل شوي او یو بل هم نیول شوی دی. د استخباراتو ریاست زیاتوي چې ځینې نظامي، مسلکي او برښنايی وسایل هم لاس ته ورغلي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد د دوشنبې په شپه پر ټویټر ولیکل چې ځواکونه یې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند په کارتهنو سیمه کې د داعشیانو پر یوه پټنځای عملیات کوي.
هغه لیکلي و چې یاد کسان د داعشیانو مهمه ډله وه او د کابل په وروستیو بریدونو او چاودنو کې یې لاس درلود. مجاهد دا هم ویلي و چې بهرنیان هم په یاده ډله کې دي.
د اسلامي امارت چارواکو تر دې مخکې په ځلونو هېواد کې د داعش او نورو وسلهوالو ډلو فزیکي حضور رد کړی او ویلي یې دي چې د اسلامي امارت پر وړاندې هېڅ مخالفه وسلهواله ډله فعالیت نه کوي.
د داعش وسلهوالې ډلې تر اوسه د اسلامي امارت د دغو عملیاتو او له کبله یې دواړو لوریو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نهدي ویلي.