Asset 1SWN

داعش ډلې د خپل مشر د وژل‌کېدو خبر ورکړی

Daeshnew-pdyyvyin73tbb5k9xqavft19r5skf0oclsjty2v7uw

د اسلامي دولت نومي ډلې (داعش) اعلان کړی چې د یادې ډلې مشر ابوالحسن الهاشمي القرشي په یوې نښته کې وژل شوی دی.

د فرانسې خبري اژانس د راپور پر بنسټ،  د داعش ډلې ویاند ابوعمر المهاجر پرون چهارشنبه د  نومبر۳۰مه پرته له دې چې د یادې ډلې د مشر د وژنې څرنګوالی او نېټه په ډاګه کړي، ویلي‎ چې نوموړی د «خدای له دښمنانو سره په نښته» کې وژل شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

ابوعمر المهاجر په یوه غږیز پیغام کې د خپل وژل شوي مشر ځای‌ناستی هم معرفي کړی او ابوالحسین الحسیني القرشي یې د یادې ډلې د نوي مشر په توګه یاد کړی دی.

د داعش ډلې مخکینی مشر ابوابراهیم القرشي د روان میلادي کال په لومړیو کې د سوریې په ادلب ښار کې د امریکايي ځواکونو د یوه برید پر مهال ووژل شو.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

همداراز د یادې ډلې لومړی مشر ابوبکر البغدادي د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام