د لوګر ارزې، خوښۍ او خروار ولسوالیو کې د نجونو پر مخ له څلورم ټولګي د پورته ښوونځیو له تړل کېدو وروسته، اوس مرکز پلعلم او برهکي برک، څرخ او محمداغې ولسوالیو کې له منځنۍ دورې پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي دي.
د لوګر د پوهنې ریاست ویاند شاهپور عرب سلاموطندار ته وویل، د ناامنیو زیاتېدو له کبله برهکيبرک، محمداغې او څرخ ولسوالیو کې له څلورم ټولګي او مرکز پلعلم کې له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو کې د نجونو لیک لوست بند شوی.
د عرب په وينا، لوګر کې اوس مهال د ناامنیو او کلتوري ستونزو له کبله ۵۰ سلنه نجونې له لیک لوست څخه محرومې شوې دي.
نوموړي زياته کړه، دغه ستونزه یې قومي مشرانو او علماوو سره شریکه کړې او د لوګر له اوسېدونکيو غواړي چې د نجونو د لیک لوست د بډاینې په موخه ورسره همکاري وکړي.
په ورته وخت کې د لوګر یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې محمداغې، برهکيبرک او څرخ ولسوالیو او مرکز پلعلم کې د وسلهوالو له لوري له منځنۍ دورې پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي.
خو د لوګر د والي ویاند دیدار احمد لونګ په دې اړه سلاموطندار ته وویل، مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي د سړې هوا له کبله تړل شوي دي.
لونګ دا موضوع رده کړه چې ګواکې د طالبانو له لوري په مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې د نجونو ښوونځي تړل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د لوګر پاتې درېیو ولسوالیو ازرې، خروار او خوښۍ کې تر دې وړاندې د ناامنیو له کبله له څلورم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پرمخ تړل شوي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه د لوګر مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د نجونو ښوونځيو د تړلو په اړه څه ندي ویلي؛ خو داسې ښکاري چې د طالبانو بریدونه د پلعلم ښار ترڅنډو رسېدلي دي.