سيدمحمداغا د کندهار صنعتي پارک کې د وچي مېوې د ساتنې او پروسيس برخه کې درې میلیونه ډالر پانګونه کړې، خو د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونو د نوموړي د وچې مېوې د ساتني ګدامونو ته ورغلي او ۱۸ میلیونه افغانۍ  زيان یې وراړولی دی.

نوموړی سلام‌وطندار ته وايي چې یاد صنعتي پارک کې د عامه خدمتونو نشتون له امله هغه ته دغه اقتصادي زیان وراوښتی.

هغه وویل: «د دې پر ځای چې زموږ سره مرسته وشي، هغه زموږ پر کار ځایونو او خوندي ځایونو د غره اوبه راسپرې دي، د ۱۸۰ لکه زیان یې، راته اړولی. شکرپاره، اب‌جوشي او انځر یې راته خراب کړل.»

د کندهار د صنعتي پارک د کارخونو مسوولان وايي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د دوی په وینا، د یاد صنعتي پارک بنسټیز خدمتونه نه‌دي بشپړ شوي او د ډېرو کلونو په تېرېدو سره لاهم صحي او پاکې اوبه نه‌لري.

دوی همداراز د سړکونو وضعیت خراب او د فاضله اوبو د تخلیې مناسب سېسټم له نشتوالي هم شکایت لري.

په کندهار صنعتي پارک کې د وچې مېوې د پروسيس کارخونې مشر محمدسليم کریمي وویل: «موږ دلته د څښاک اوبه د فلټر له لارې چمتو کوو، ځکه چې صحي اوبه نشته. د سړکونو خرابوالي، د فاضله اوبو د مناسب سیستم نه‌شتون او د عامه خدماتو نشتوالی، زموږ فعالیت له ستونزو سره مخ کړي.»

د حیواني دانې توليدي کارخونې مسوول حاجي ولي جان سلام‌وطندار ته وویل: «موږ تمه لرو چې حکومت د صنعتي پارک د عامه خدماتو لپاره جدي اقدام وکړي او زموږ ستونزې حل کړي.»

د کندهار صنعتي پارک چې له مهمو صنعتي پارکونو څخه بلل کېږي، د پیاوړتیا لپاره يې لا ډېرې پاملرنې ته اړتیا ده. د صنعت‌کارانو په وینا، که شته ستونزې حل شي، د هېواد په اقتصادي برخه کې مهمه ونډه ترې اخیستلی کېدای شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کندهار د کانونو او صنایعو خونه هم د دغه ولایت په صنعتي پارک کې د کاناليزسيون نشتوالی، خامه سړکونه او کمه برښنا د صنعت پر وړاندې جدي ستونزې بولي.

د کندهار د کانونو او صنايعو خونې رییس سيدسرور اماني وویل: «نه یوازې دا چې کندهار صنعتي پارک د برښنا ستونزه لري، د اساسي خدماتو ستونزه هم لري، موږ په بار، بار د اړونده چارواکو سره دا ستونزې شریکې کړي، دلته هېڅ سېسټم ندی جوړ.»

په ورته مهال د کندهار ښاروالي مسوولانبیا په ۱۴۰۴ لمريز کال کې د کندهار صنعتي پارک لپاره د بنسټيزو خدمتونو د ستراتيژيک پلان جوړونې ترڅنګ، د اسانتیاوو د دو رغنيزو پروژو پلي‌‌کولو خبر ورکوي.

د کندهار ښاروالي ویاند سیف‌الله عاصم: «د کندهار ښار صنعتي پارک چې له ډېره وخته یې صنعت‌کاران د عامه ځایونو د جوړېدو غوښتنه لري. د یادو ساحو څخه د کندهار ښاروال له نږدې څخه لیدنه کړې. د کندهار ښاروال د صنعت‌کارانو سره هم لیدلي او د دې موضوع د حل لپاره یې پر ستراتیژیکي پلان ټینګار کړی.»

د کندهار صنعتي پارک کې دامهال له ۲۰۰ زياتي توليدي کارخونې په بېلابيلو برخو کې فعاللیت کوي چې توليدات يې د کورنیو بازارونو ترڅنګ، بهر ته هم صادرېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام