سره له دې چې هېواد کې ډېرې مېرمنې د اومېندوارۍ پرمهال خپلې روغتیا ته پاملرنه کوي، خو د خولې او غاښونو روغتیا لا هم د ډېرو ښځو لپاره هغومره ارزښت نهلري.
یو شمېر ډاکټران وایي چې د غاښونو ستونزې یوازې ساده درد نهدی، بلکې کولی شي د مور او جنین روغتیا هم له خطر سره مخ کړي.
فاریاب کې د خولې او غاښونو متخصصه ډاکټره سویتا فطنت وايي:
«کله چې موږ د خولې او غاښونو روغتیا وساتو، کولی شو د خولې د التهاب مخنیوی وکړو. د هورمونونو د زیاتوالي له امله ګیومې سوزېږي او وینه بهیږي. که د غاښ یا ګیومې عفونت درملنه ونشي، دا عفونت کېدای شي وینه ته ورننوځي او د مور او جنین لپاره ستونزې جوړې کړي.»
ډاکټران سپارښتنه کوي چې اومېندواره میرمنې باید ورځ کې لږ تر لږه یو یا دوه ځلې د مسواک او غاښونو کریم وکاروي.
دوی همداراز ټینګار کوي چې د خوږو موادو کارول باید محدود شي او د خولې روغتیا په منظم ډول رعایت شي.
سویتا فطنت زیاتوي:
«د اومیندواره میرمنو لپاره مهمې سپارښتنې دا دي چې ورځ کې دوه ځله مسواک هېر نه کړي، د فلوراید لرونکي غاښونو کریم استعمال کړي، د غاښونو لپاره نخ څخه ګټه واخلي او د خوږو موادو مصرف کم کړي. د غاښونو د معاینې لپاره غوره وخت د امیندوارۍ شپږمه میاشت ده. که له ګیومو وینه ځي یا درد وي، حتماً باید ډاکټر ته مراجعه وشي.»
یو شمېر هغه اومېندواره میرمنې چې د اومېندوارۍ پرمهال یې د غاښونو درد تجربه کړی، د روغتیایي ستونزو په اړه خبرې کوي.
د فاریاب اوسېدونکې ۲۵ کلنه فاطمه چې دا ستونزه یې په لومړۍ اومیندوارۍ کې تجربه کړې، وایي:
«یو ډېره جدي ستونزه وه چې څو څو ځله مې درملنه وکړه، بیا یې هم وده کوله او هر ځل د وینې بهیدل زیاتېده. زما په نظر، ډېری میرمنې د غاښونو د درد ستونزو سره مخ کېږي. په دې صورت کې باید ډاکټران په هغو کلینیکونو کې چې وړیا خدمات ورکوي یا د ادارو له خوا جوړ شوي، میرمنو ته معلومات ورکړي، څو د دې ستونزو کچه کمه شي.»
آیصفا بله مېرمن ده چې ورته ستونزې سره مخ شوې.
هغه وايي، د غاښونو د درد د مخنیوي په اړه ناپوهۍ لامل شوه چې دغه ستونزه تجربه کړي، خو ډاکټر ته له مراجعه وروسته یې ستونزه حل شوه.
«په ریښتیا، هغه وخت کې ما ډېر پوهاوی نهدرلود. د غاښونو ستونزې کولی شي مور او ماشوم ته زیان ورسوي، نو ما ډېر جدي نه ګڼله. خوشبختانه خاصه ستونزه رامنځته نه شوه، زما ماشوم هم روغ رمټ پیدا شو، مخکې له وخت زیږون هم ونه شو. وروسته پوهه شوم چې په دې ډول ستونزو کې باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي. دا تجربه زما لپاره یو درس و چې په امیندوارۍ کې حتی کوچنۍ ستونزې هم باید جدي وګڼل شي.»
ډاکټران وایي چې د اومېندوارۍ پرمهال د غاښونو ستونزې کولی شي د جنین لپاره جدي پایلې ولري.
دوی زیاتوي چې د اومېندواره مېرمنو د غاښونو معاینه ځانګړی اهمیت لري او که ورته پام ونشي، د مور او ماشوم لپاره جدي روغتیایي ستونزې رامنځته کېدی شي.
د نسایي او ولادي متخصصه خاطره تانش پر مور او جنین د دې ستونزو د اغېزو په اړه وايي:
«په اومېندوارۍ کې د غاښونو ستونزې کولی شي د ماشوم د وزن کمښت لامل شي، ځکه د غاښونو التهاب او انتانات د جنین طبیعي وده اغیزمنوي. د غاښونو معاینه د اومیندوارۍ د مراقبتونو مهمه برخه ګڼل کېږي. د نسایي او ولادي برخې ډېری ډاکټران او د غاښونو متخصصان سپارښتنه کوي چې هره ښځه باید د اومېندوارۍ پرمهال لږ تر لږه یو ځل د غاښونو ډاکټر ته مراجعه وکړي. د اومېندوارۍ پرمهال د غاښونو معاینه ولې مهمه ده؟ په دې دوران کې د هورموني بدلونونو له امله د ګوتو لثې حساسیت زیاتېږي او د وینې بهیدل یې ډېریږي چې دا وضعیت کولی شي ستونزې رامنځته کړي.»
موږ هڅه وکړه چې د فاریاب ولایت د روغتیايي مسوولانو لیدلوری هم تر لاسه کړو، خو هغوی ځواب ورکولو ته حاضر نهشول.
په ټولیزه توګه، د اومېندوارۍ پرمهال د خولې او غاښونو روغتیا د مور او جنین لپاره حیاتي اهمیت لري.
هورموني بدلونونه د لثو التهاب او د غاښونو انتانات رامنځته کولی شي چې د وخت نه مخکې زېږون یا د ماشوم د وزن کمښت لامل کیږي.
خو د پوهاوي کمښت او د غاښونو خدماتو ته نهلاسرسی لامل کیږي چې مېرمنې د اومېندوارۍ پرمهال دغې ستونزې ته لومړیتوب ور نهکړي.