سمنګان کې یوشمېر باغلرونکي وايي چې سږکال یې د زردالو حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، خو د بازار او سړوخونو نشتون له امله اړ دي چې په ټيټه بیه یې وپلوري.
د سمنګان مرکز ایبک ښار اوسېدونکی محمدعارف چې د ۱۵کسیزې کورنۍ یوازینی سرپرست دی او د بڼوالۍ له لارې د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کوي، وايي چې د سړوخونو نشتون او د مېوو خرابوالي له امله نشي کولای، له خپلو محصولاتو ښه ګټه ترلاسه کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د سړوخونو نشتون ستونزه يې څو ځله له اړوند چارواکو سره شریکه کړې، خو تراوسه په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی.
نوموړي وویل: «د کرنې له رییس سره مو څو ځلې دغه موضوع شریکه کړه چې سړېخونې جوړې شي یا هم محصولاتو لپاره بازارموندنه وشي، نور موږ ستړي یو او په ناسم وضعیت کې یو لوړه بیه له ۲۰۰ څخه تر ۶۰ او ۵۰ افغانیو پورې ده.»
د زردالو باغونو يو بل بڼوال صفتالله هم خپلو محصولاتو ته د بازار له نشتوالي شکايت کوي او وايي چې بازار کې د «یوه من» زردالو بيه له ٥٠ تر ١٥٠ افغانۍ ده.
نوموړی هم د سړوخونو نشتون له امله شکایت کوي او وايي، د سړوخونو نشتوالي له امله اړ دي چې زردالو په ټيټه بیه وپلوري، ځکه په وینا یې، زردالو ډېر ژر خرابېږي.
هغه وویل: «سږ کال د زردالو د حاصلاتو د زیاتوالي لامل د هوا او د اقلیم لامل هم کېدای شي چې زیات شول او ټول بستهبندي او بازار ته وړاندې شول، که سړېخونې وای، یو څو ورځې به مو ساتلي وای او نظر د بازار په نرخو به مو پلورلي وای چې سږکال قیمت ۱۰۰، ۷۰ او ۸۰ افغانیو پورې دی چې تېرکال یې بیه ۲۵۰ او ۳۰۰ پورې وه.»
په ورته وخت کې د کرنیزو چارو کارپوه نوراحمد دروي په دې باور دی چې د معیاري سړو خونو نشتوالی، ناسمه بستهبندي او د نورو موسمي مېووعرضه د زردالو پر بیو منفي اغېز کړی دی.
هغه وویل: «د بازار نشتون او د معیاري سړوخونو نشتون او د خټکیو پخېدل او یوځای د زردالو سره بازار ته وړاندې کېدل د دې لامل شول چې بیه یې کمه شي، ځکه خلک خټکي خوښوي او اخلي یې او بل دا چې زردالو اصلا په سمه توکه نه بستهبندي کېږي. په پاکټو کې بازار ته وړل کېږي.»
بلخوا په سمنګان کې د زردالو پېرونکی احمدنصیر وايي، د زردالو بازار د سوړوالي یو لامل دا دی چې لاسيپلورنکي یې له ښار لرې یوې بلې سیمې ته لېږدولي دي.
هغه وویل: «په بازار کې د زردالو بیه ټیټه شوې ده. له ۵۰ څخه تر ۲۰۰ پورې بیه لري، موږ هیله لرو چې بېرته بازار ورته جوړ شي. دا مېوه ده څه موبایل او مستري فروشي نه ده چې وساتل شي او وروسته بیا خرڅ شي، نو دا نه ساتل کېږي.»
په همدې حال کې روحالله چې له څه باندې يوې لسيزې راهيسې د زردالو په پېر او پلور بوخت دى، وايي، د زردالو دوديزه بستهبندي او بازار ته د خټکيو راوتل د دې لامل شوي چي دغه مېوه په ټيټه بیه وپلورل شي.
هغه وویل: «موږ اوه کيلو زردالو په ١٧٠ او ١٨٠ افغانیو اخیستي دي. د بازار د کموالي لامل دا دی چې یو ډول خټکي چې کندوز په نوم مشهور دي هغه راغلي بازار ته او د زردالو په بیه او بازار یې اغېز کړی دی.»
په ورته وخت کې د سمنګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د باغدارۍ مدیر محمدکبير شريفي د زردالو ټيټو بیو په تړاو د باغ لرونکو ستونزې تاییدوي او وايي چې د زردالو حاصلات د تېر په پرتله شل سلنه زيات شوي دي.
هغه زیاتوي چې د دغه ولايت کرنې رياست سږ کال د کروندګرو د ستونزو د حل لپاره کوم پلان نهلري.
نوموړي وویل: «د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د زردالو حاصلات ډېر دي، خو مناسب بازار نهلري، سړېخونې نشته، د زېرمه کولو لپاره مناسب ځای نشته، په یوه موسم کې چې زردالو حاصل ته ورسېږي، بیا مجبوره یو ټول په یو ځل بازار ته د پلور لپاره یوسي چې سږ کال ۱۲ ټڼه حاصلات بازار ته وړاندې شوي او ۲۰سلنه په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی. سږ کال هېڅ ډول برنامه او پروګرام ورته شتون نهلري.»
د کروندګرو او د کرنې برخې کارپوهانو په وینا، که حکومت له کروندګرو سره د افتونو او ناروغيو د مخنيوي، د مارکېټ جوړولو، تخنيکي او مسلکي لارښوونو او د معياري سړوخونو د جوړولو برخه کې همکاري ونهکړي، د کار کولو لپاره به د بزګرانو هڅونه کمه او د هېواد اقتصاد به زیانمن شي.