د ملګروملتونو امنیت شورا یوځل بیا د افغانستان په اړه، په یوې غونډې کې، د هېواد پر وضعیت بحث او خبرې کړي دي.
دغه غونډه چې د «دوشنبه، کب اوومه» جوړه شوې وه، د افغانستان په اړه له کومې څرګندې پرېکړې، پرته پایته ورسېده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک یوه خبري کنفرانس ته ویلي، د امنیت شورا غونډې ته دوحه کې د ملګروملتونو د وروستۍ غونډې په اړه راپور وړاندې شو.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي پر ټاکلو خبرې روانې دي چې له ټاکل کېدو سره به یې نوم په ډاګه کړي.
هغه وویل: «د ځانګړي استازي د ټاکلو پروسه روانه ده. زه د دې استازي د مشخص کېدو لپاره د ټاکلي مهالویش په اړه څه نه شم ویلای، خو دومره ویلای شم چې موضوع په جدي توګه څېړل کېږي.»
د خپرو شویو راپورونو پر بنسټ، د افغانستان په اړه د امنیت شورا وروستۍ غونډه کې، هېواد کې د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو پر رعایت او د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو هم ټینګار شوی.
د نړیوالو اړیکو کارپوه ولي فروزان د ملګروملتونو د امنیت شورا د دې غونډې پایلو ته په اشارې وايي، امنیت شورا کې د ځینو هېوادونو ترمنځ شته اختلافات او په دې شورا کې د هېوادونو د ګټو محوریت د دې لامل شوی چې دغه غونډې پرته له کومې پایلې پایته ورسیږي.
نوموړي وویل: «دې ناستو کې هېوادونه غواړي چې له افغانستان د یوه بل پر وړاندې د فشار په توګه استفاده وکړي. دغه هېوادونه غواړي چې افغانستان کې ځای پیدا کړي او خپل سیالان پرېنهږدي چې افغانستان کې نفوذ پیدا کړي.»
له بلخوا د ښځو د حقونو یوشمېر فعالان هم هېواد کې د ښځو د وضعیت د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د غونډو له مثبتو اغیزو څخه ناهیلي دي.
د ښځو د حقونو فعاله سوسن خالقیار سلام وطندار ته وویل: «که دې جلسو کومه پایله درلودی، اوس به د پوهنتون او ښوونځي، د دروازو پرانېستلو شاهدان وو او همداراز د دې شاهدان به وو چې افغانستان کې ښځو ته د کار کولو زمینه برابره شوې.»
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له دغې غونډې وروسته د امریکا، بریټانیا، فرانسې او جاپان په ګډون یوولسو هېوادونو په یوه ګډه خبرپاڼه کې د افغانستان له ښځو ملاتړ کړی او افغانستان کې یې د یوه ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې.