د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې د «خرلاڅیو» لار پاکستان سره د سوداګرۍ لپاره تر ټولو نږدې او ارزانه لاره شمېرل کېږي، خو هلته یوشمېر سوداګر شکایت کوي چې د توکو صادرولو پرمهال ستونزو سره مخ دي.

دوی سلام‌وطندار ته وويل، ياده لاره کې ځينې ستونزې شته چې اړتیا ده مسوولان یې د حل لپاره اقدام وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پکتیا د سوداګرو ټولنې مشر خواجه‌الدين کليوال سلام‌وطندار ته وويل، سوداګرو ته د پاکستان له‌خوا په اسانۍ د ويزو نه‌ورکړې او له مرکز ګردیز تر ډنډپټان پورې د شاوخوا ۸۰ کیلومتره سړک خرابوالي له ستونزو سره مخ کړي.

هغه وویل: «مشکل خو موږ دا دی چې اول بايد دا لاره ترانزيټ شي ځکه د نورو لارو په پرتله لنډه او ارزانه ده. بل موږ ته د ويزو سهولت نشته زموږ په اسلامي امارت غږ دی چې ويزو سهولت راته برابر شي. دريم د ډنډپټان دا عمومي سړک ډېر خراب شوی او له امارت مو غوښتنه ده چې سړک راته جوړ کړي.»

سوداګر اقبال ولي هم وايي، د ګرديز – ډنډپټان ترمنځ د سړک خرابوالي، پر سوداګرۍ منفي اغېز کړی. د هغه په وینا، ياد بندر کې د سکېن ماشين او لابراتوار نشتون د سوداګرۍ پروړاندې دوه نورې جدي ستونزې دي.

نوموړي وویل: «سړک مو خراب دی د دې وړ نده چې سړی تجارت په وکړي. د سيکنر ماشين ته اړتيا لرو خو هغه نشته بل لابراتوار صرورت دی يو لابراتوار منظور شوی و هغه يې خوست ته يوړ نو په لاره کې ځينې داسې ستونزې شته. موږ مخکې غوښتنه کړې وه چې پاکستان د سفارت يوه څانګه دلته پکتيا کې پرانيستل شي او تجارانو ته ويزې اسانتياوي.»

بل‌خوا د پکتيا ځايي مسوولان وايي، پر ډنډپټان لار له پاکستان سره د صادراتو او وارداتو کچه لوړه شوې.

د پکتيا د صنعت او سوداګری رییس محمدعظيم عظيمي وايي، روان لمریز کال کې ډنډپټان کې د «خرلاڅيو» له لارې د نږدې ۷۵ ميليونه امریکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي پاکستان ته صادر شوي دي.

ده وویل، صادر شويو توکو کې وچه او تازه میوه، سبزي، د ډبرو سکاره، طبي بوټي او ځینې نور توکي شاملیږي. «خوشبختانه پکتيا د ډنډپټان له بندره د شاوخوا ۷۵ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي. دې کې مختلف توکي شامل دي لکه ميوه جات،حبوبات، طبي بوټي، سبزيجات او د ډبرو سکاره.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

ځايي مسوولان وايي، هڅه کوي چې د سوداګرو ستونزې حل او ډنډپټان ولسوالۍ کې د «خرلاڅیو» له لارې پاکستان سره د سوداګرۍ پراختیا لپاره لا ډېرې اسانتیاووې رامنځ ته کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام