بلخ کې د تازه ګلانو یوشمېر پلورونکي وایي چې پخوا به دغه ولایت کې دولتي ادارو او خلکو له دوی ګلان پېرل، خو اوس یې کاروبار مزه نه‌لري.

د تازه ګلانو دغه پلورونکي وايي، د بې‌وزلي او وزګارتیا له امله د تازه ګلانو پېرلو ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې. دوی زیاتوي چې سږکال یاد ولایت کې د ګلانو پلور بازار سوړ شوی او تازه ګلان یې له وچېدو سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مزارشريف ښار ګل‌‌پلورونکی نېک‌محمد سلام‌وطندار ته وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږکال د تازه ګلانو او نيالګيو پېر ته د خلکو لېوالتيا کمه شوې.

هغه وویل: «هېڅ پلور نشته، تېر کال مو ښه بازار درلود، خو سږکال د تېرکال نیمايي خرڅلاو هم نشته. د خلکو لېوالتیا کمه شوې چې ګلان او ونې واخلي. عاید نشته چې خلک راشي او په شوق یې واخلي.»

د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسوولان بیا وايي، د وروستيو کلونو پرمهال دغه ولايت کې د زينتي بوټو او ګلانو کر او ساتنې ته د خلکو لېوالتيا زیاته شوې.

د بلخ د کرنې ریاست د کرنې ترویج مدیر محمدحسین عظیمي یاد ولایت کې د شنو سیمو د پراخولو او د هوا د ککړتیا مخنیوي برخه کې د دغه ریاست د هڅو خبره کوي: «له نېکه‌مرغه د ګلانو ساتنې ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې. بلخ اوس څه باندې ۱۵ د ګلانو او بوټو د ساتنې او خرڅلاو ځایونه موجود دي. د کرنې ریاست هم هڅه کوي چې د ګلانو ساتنې ته وده ورکړي.»

د بلخ يوشمېر اوسېدونکي هم د پاکې هوا په رامنځته کولو کې د شنو سيمو رول او د ونو شتون مهم بولي.

د مزارشریف ښار یوه اوسېدونکي امیرمحمد سلام‌وطندار ته وویل: «د نیالګیو کېنول ډېرې ګټې لري. موږ باید دا دود کړو. هره ونه چې کېنول کېږي، ۷۰کسانو ته اکسیجن برابروي، باید دا دود بنسټیز شي او وده ورکړل شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

که څه هم خلک تل د ونو، ګلانو او بوټو کېنول او ساتنه د هېواد د زرغونتیا لپاره ګټوره ګڼي؛ خو د نه پاملرنې له امله هرکال د ښار پر سړکونو زرګونه نيالګي وچېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام