له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ په دوام، د تورخم او سپینبولدک له لارو د بیرته راستنېدونکو کورنیو شمېر د پام وړ زیات شوی.
یوشمېر دغه کورنۍ چې له پاکستانه په زوره اېستل شوي د پاکستاني پوځيانو له ځورونکي چلن او هېواد ته د راتلو پرمهال ترخې کیسې لري.
۱۰کلن اُمید له بیرته راستنېدونکو افغانانو یو دی او لومړی ځل د خپل هېواد پر خاوره قدمونه ږدي. هغه کراچي کې زېږدلی او هلته زدهکوونکی و.
اُميد هېواد ته په ستنېدو خپله خوښي نهشي پټولی، خو په دې عمرکې هم د پاکستانې پولیسو له لوري خلکو سره ناسم چلند سخت خواشینی کړی او هلته ترې پاتې شوي د لوبو ملګري يې یادېږي.
ده سلاموطندار سره خبرو کې وویل: «موږ له پاکستانه تازه را ایستل شوي یوو، زه چې خپل وطن ته راغلی یم هوډ لرم چې زدهکړې وکړم او ډېر څه زدهکړم، په مټ یې خپله راتلونکې سمبال کړم. خپلو د هېوادوالو ته خدمت وکړم، کار وکړم. که څه هم زما خپل ټولګيوال او د لوبو ملګري یادیږي، خو دا مې خپل وطن دی.»
د سپينبولدک له لارې له پاکستانه راستنې شوې کورنۍ دامهال د کندهار د تختهپل ولسوالۍ د کډوالو موقتي پندغالي کې اوسېږي.
دوی وایي، کورونه او قیمتي توکي ترې په زور اخیستل شوي او ځینې خو آن د کورنیو له غړو پرته اړ ایستل شوي چې افغانستان تهراشي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
له پاکستانه دوه راستانه شوي کډوال نوراحمد او عبدالرحمن په دې اړه وايي:
«پاکستاني پولیسو زوړ، ځوان او ناروغ ته نه کتل، په نوم د افغان یې هر څوک نیول او ډېر ناسم چلند یې ورسره کاوه، موږ نیول شویو مهاجرو ته یې ان په زندان کي خوراکي توکي په قیمت راکول. موږ به پیسې ورکولې، بیا به یې خوراکي توکي راکول.»
«زه له کراچۍ راغلی یم ، دامهال کراچۍ یوازې د یو ډول کارتلرونکي درې میاشتي وخت لري، نور ټول کارتونه باطل اعلان شوي او هغه افغانان چې کارت نهلري، هغوی به یا زندان یا هیواد ته راځي، چې څوک ډېر مجبوره نشي، باید هلته پاته نشي، ځکه هلته ژوند ډېر سخت شوی دی.»
کندهار کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو او د قومونو، قبائلو او سرحدونو چارو ریاستونو مسوولان وایي، له تېرو درييو ورځو راهیسې له پاکستانه ۱۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي او په ورځني ډول دغه شمېر تر ۳۰ کورنیو پورې رسيږي.
دوی وویل، د ایستلو شویو کورنیو ترڅنګ، د هغه کسانو شمېر هم زیات دی چې پاکستاني پوځيانو تر نيولو او زنداني کولو وروسته دوی ته سپارلي دي.
د قومونو او قبایلو چارو رئیس ملا عبدالباري او سپینبولدک کې د راستنېدونکو کډوالو د ثبت مسوول عبدالطیف حکیمي په دې اړه زیاتوي:
«ما ډېر را کډه شوي ولیدل چې کارتونه یې لرل، خو بیا یې هم راشړلي وه، راغلي کډوال پراخه شکایتونه لري، خو موږ دلته د امارت لخوا هر ډول امکانات ورته برابر کړي، د موسساتو مرستې هم په شفاف ډول تر دوی پورې رسیږي. موږ د لا زیاتو اسانتیاوو هڅه ورته کوو.»
«له کومه وخت چې پاکستان افغان کډوالو ته ضربالاجل ټاکلی، د هغه وخت راهیسې هره ورځ ۳۰ کورنۍ، ۳۵ کورنۍ راځي. همدا ډول زندانیان هم پکي دي، د پاکستان حکومت لخوا تر خوشې کېدو وروسته موږ ته راسپارل کیږي.»
پاکستان د ۲۰۲۵ کال د روانې اپرېل مياشتې له لومړۍ نېټې له دغه هېواده د افغان کډوالو د ايستلو بهیر پېل کړ. اسلامي امارت په دې اړه څو ځلې پاکستاني لوري سره خبرې کړي چې ظاهرا یې کومه پایله نهده ورکړې او هغوی د کډوالو د ایستلو بهیر روان ساتلی.
په نړیواله کچه پر دغه بهير نيوکه دا ده چې پاکستاني چارواکي او ځواکونه د کډوالو د اېستلو پرمهال د کډوالۍ نړيوال اصول او انساني ارزښتونه په پام کې نهنیسي او په ډېر ناسم چلند سره افغان کډوال نیسي او په زوره يې افغانستان ته لېږي.






