د امریکا ولسمشر جوبایډن د جمعې په ورځ د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د وېشلو فرمان صادر کړ. د دغه فرمان له مخې امریکا کې د افغانستان د مرکزي بانک ۷ میلیارد ډالره کنګل شوې شتمني په دوو مساوي برخو وېشل کېږي چي د دغو پیسو نیمايي برخه له افغانستان سره د بشري مرستو او پاتې نورې يې د ستمبر ۱۱مې د پېښې قربانیانو لپاره ساتل کیږي.

خو اقتصادي کارپوهان د بایډن پرېکړه نا‌سمه او غیر عادلانه بولي. هغوی وایي، دغه فرمان کولای شي د افغانستان اقتصادي سکتور ته سخت زیان ورسوي چي بانکي او د پیسو سیاست او ملي تولیدات به ګډوډ کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه تاج محمد تلاش سلام وطندار ته وویل: “د افغانستان پر اقتصادي سکتور منفي اغیز کوي. زمونږ بانکي سیسټم، تولیدات او پولي سیاست ګډوډوي، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانیو بیه ټیټېږي. سیمه‌ییزو پروژو ته زیان رسوي او اقتصادي اعتماد زیانمنوي.”

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اقتصادي کار‌پوهانو په اند دغه فرمان د افغانستان د اقتصادي رکود په برخه کې د بایډن پالیسي څرګندوي چې د افغانستان بانک پولي سیاست او د بازار تګلاره کمزورې کولای شي.

د اقتصادي مسائلو کارپوه سیف الدین سیحون وايي:  ” دوی د افغانستان بانک د پولي سیاست ځواک، د اسعارو پالیسي، د بازار پالیسي، د بهرنیو اسعارو په وړاندې د افغانۍ نرخ زیانمنوي. “

په همدې حال کې د افغانستان بانک هم د بایډن فرمان غیرعادلانه بولي او زیاتوي چې د افغانستان له شتمنۍ څخه نورو ته غرامت ورکول او د بشري مرستو په نوم وېشل عجولانه پرېکړه ده.

د افغانستان بانک ویاند صابر مومند وایي چې افغانستان هېڅ کله دا پرېکړه نه مني چې یادې زیرمې دې د بشري مرستو یا غرامت په نامه د بل چا په اختیار کې ورکړل شي او په دې اړه د بیاکتنې ترڅنګ د ټولو اسعارو د زیرمو ازادولو غوښتنه کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له راتگ وروسته د افغانستان بانک پولي زېرمې په نړیوال بانک کې کنګل شوي خو وروسته نړیوالې ټولنې له امریکا څخه وغوښتل چي په افغانستان کې د اقتصادي او بشري بحرانونو د مخنیوي لپاره یادې پیسې ازادې کړي او د افغانستان بانک ته یې وسپاري څو د رامنځته کېدونکو بحرانونو مخه ونیول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام