سلاموطندار د ځوانانو ترمنځ د بهرنیو ژبو زدهکولو لپاره د انګېزې موندلو په موخه د کابل د بهرنیو ژبو د زدهکړې په پنځو مرکزونو کې د اوو مېرمنو په ګډون، له ۲۹ ځوانانو سره مرکې کړې دي.
د یادو ۲۹ ځوانانو له ډلې، ۱۴ یې د انګلیسي ژبې پر زدهکړې او ۱۲ زدهکونکي الماني ژبه او پاتې درې نور بیا د روسي، عربي او اسپانیوي ژبو پر زدهکړو بوخت دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په دې راپور کې ۲۹ ځوانان چې ورسره مرکې شوي، ۲۴ هغه یې، د کډوالۍ لپاره د ژبو پر زدهکړو بوخت دي او پنځه نور یې، د مهارتونو لوړولو او کاري ودې لپاره بهرنۍ ژبې زدهکوي.
د ۲۴ ځوابیوونکو له ډلې چې افغانستان څخه بهر ته د تلو لپاره د بهرنیو ژبو پر زدهکړو لګیا دي، لس هغه یې د لوړو زدهکړو، یوولس یې، د کاري ویزې او درې یې، له خپلو کورنیو سره د یوځای کېدو لپاره د ژبو پر زدهکړو بوخت دي.
حمید رسا او وحیده احمدي د کابل اوسېدونکي دي چې الماني ژبه زدهکوي، دوی سلاموطندار ته وايي، له هغه ځایه چې المان د ځوانانو لپاره د لوړو زدهکړو ښه فرصتونه لري، هڅه کوي چې الماني ژبه زدهکړي او له دې فرصتونو ګټه پورته کړي. «المان کې ځوانانو ته ډېر فرصتونه شته، زه د دې ژبې زدهکولو لپاره هره میاشت ۳۵۰۰ افغانۍ ورکوو؛ اوس مې هم موخه د دې ژبې زدهکول دي او که المان ته لاړم، هلته باید درې ژبې نورې هم ووایم.»
وحیده احمدي وویل: «کله چې پوهنتونونه وتړل شول، د ژبې یادولو ته مې مخه کړه، ځکه د دې ژبې یادولو لپاره غواړم اقدام وکړم، المان کې د زدهکړو دوام لپاره؛ زه اوس الماني ژبه زدهکوم او شپږ میاشتې کېږي، پیل کړې مې ده.»
يو بل ځوان سيدعقيل هاشمي چې د الماني ژبې د زدهکړې هڅه کوي، وايي، په دې توګه غواړي د جرمني د کار ويزه ترلاسه کړي او په قانوني توګه دغه هېواد ته کډوال شي. هغه زیاتوي: «زه له څلورو میاشتو راهیسې الماني ژبه زدهکوم. ما جرمني ژبه خوښ کړه او د کار ویزې ترلاسه کولو لپاره مې د دې ژبې زدهکړه پیل کړه. زه هم خوښوم چې دا ژبه ښه زدهکړم او خبرې وکړم.»
د کابل اوسېدونکی اکرامالله هم وايي چې غواړي جرمني ژبه زدهکړي، څو په قانوني توګه جرمني ته لاړ شي. « زه نه غواړم اروپا ته قاچاقي لاړ شم، زه کولای شم له دې لارې المان ته لاړ شم. المان یوه پروژه لري چې تاسو د درېوو کلونو لپاره یو مسلک زدهکوئ او درې کاله وروسته، سور پاسپورټ واخلئ او هلته ژوند وکړئ او کار وکړئ، له همدې امله زه غواړم الماني ژبه زده کړم.»
په دغه راپور کې پنځو ځوانانو سره چې مرکې شوي، سلاموطندار ته ویلي، د بهرنیو ژبو له زدهکړې څخه یې، موخه د دوی د مهارتونو لوړول او د کار پراختیا ده. د دوی په وینا، د یوې بهرنۍ ژبې زدهکول کولای شي، د یو کس د ودې لپاره لاره هواره کړي.
تنویر احمدرحیمي چې یو سوداګر دی او په بهر کې د خپلو همکارانو سره د ښو او ګټورو خبرو کولو لپاره انګلیسي زدهکوي، وايي: «زه له یوکال راهیسې انګلیسي زدهکوم، ځکه چې زموږ کار، تجارت ده او د سوداګرۍ په برخه کې، انګلیسي خورا مهمه ده، ځکه چې موږ د بهرنیانو سره په تماس کې یو، له همدې امله موږ دا ژبه زدهکوو.»
احمدضیاء احمدي چې د ښه ژوند او د نننۍ ټکنالوژۍ په اړه یې د لا زیاتو معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه د انګلیسي ژبې زدهکړه پیل کړې وايي: «زه غواړم په خپلو مهارتونو کار وکړم او د ژبې پر زدهکړه کې مې هدف دا دی چې له دې ژبې سره پرمختګ وکړم، ځکه انګلیسي زده کړه یا نورې ژبې ډېرې اغېزمنې دي؛ انګلیسي یوه نړیواله ژبه ده، که موږ بهرنۍ ژبې زدهکړو، په ځانګړې توګه انګلیسي، موږ به ډیر ژر دنده ترلاسه کړو.»
د بهرنیو ژبو د زدهکړو مرکزونو مسوولان چې دې راپور کې ورسره مرکې شوي، وايي، ډېری ځوانان له افغانستان د وتلو لپاره او ځینې هم د خپلو مهارتونو لوړولو په موخه دې مرکزونو ته د ژبو زدهکولو لپاره ورځي.
د کابل په شهرنو کې د کابل- اکسفورډ د بهرنیو ژبو د مرکز مشر نوید غفوري او د فتح الله کلا په لومړي سړک کې د ښاري ژبو د مرکز مشر نویدالله صمدي وايي چې د دوی ۹۵ سلنه زده کوونکي بهر ته د تلو لپاره بهرنۍ ژبې زدهکوي.
نوموړي وویل: «په سلو کې ۹۰ داسې کسان شته چې عمرونه یې له ۲۰ تر ۲۵ کلونو دي، زموږ سیمه د سوداګرۍ ساحه ده او زموږ ټول زدهکونکي هغه خلک دي چې په سوداګرۍ بوخت دي او ډېری خلک چې غوښتنلیک ورکوي، ۹۵٪ یې بهر ته د تګ هدف لري.»
د ښار ژبو د ښوونيز مرکز مشر هم وايي: «د ژبې زدهکولو لپاره د دوی انګېزه بهر ته د کار او ژوند لپاره ده. زموږ ډېری زدهکونکي د ښځینه کټګورۍ څخه دي چې د خپلو کورنیو او خاوندانو سره د یوځای کېدو لپاره ژبه زدهکوي؛ الماني ژبه د دوی د منلو لپاره اغېزمنه ده.»
د جمهوریت پرمهال په ځوانانو کې د بهرنیو ژبو زدهکړه تر ډېره دود شوه او دې برخه کې ډېر ښوونیز مرکزونه، کابل او نورو ولایتونو کې جوړ شول، خو څرګنده نه ده چې په دې وروستیو درېیو کلونو کې د مرکزونو او زدهکوونکو په شمېر کې څه توپیر راغلی دی.
په دې راپور کې مو هڅه وکړه چې په افغانستان کې د فعالو بهرنیو ژبو د زدهکړو مرکزونو شمېر او د هغوی د زده کوونکو شمېر هم ترلاسه کړو، خو د پوهنې وزارت په دې برخه کې همکارۍ ته چمتو نهشو.