کابل کې درېوو نجونو یو پلورنځی جوړ او پنځلس نورو ته یې کار پیدا کړی

درېوو نجونو نن (د چنګاښ ۳۱مه، د شنبې ورځ) «د حریر برنډ» جامې چې ۲۰۰ زره افغانۍ یې لګښت یې پرې کړی، په خپل شخصي لګښت پرانېستی دی. په دغه پلورنځي کې ۱۵ نورو نجونو او ښځو ته چې له زده‌کړو بې‌برخې شوي، د کار اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.

په ۱۳ ولایتونو کې ښځې روغتیايي خدمتونو ته لاسرسي برخه کې ستونزې لري

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سلام‌وطندار موندنې ښيي چې ۱۳ ولایتونو کې افغان مېرمنې په بشپړه توګه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه‌لري. کابل کې د ملالۍ زېږنتون رییسه ملالۍ رحیم فیضي وايي چې دغه روغتون د ښځینه ډاکټرانو او طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی.

کابل کې پرتو کتابتون ودونو کې د لګښتونو کمېدو په موخه ناسته وکړه

کابل کې د پرتو کتابتون له لوري نن چهارشنبه د چنګاښ ۲۸مه «وادونو کې د لوړ لګښت د پایلو او عواملو ارزونې او د اسانه واده د حل‌لارو وړاندې کولو» تر نوم لاندې علمي او تخصصي ناسته وکړه. د پوهنتون استاد محمدباقر حسیني دې ناسته کې له کورنیو غوښتنه وکړه چې وادونو کې د لوړ لګښت مخه ونیسي.

کابل کې د خطاطۍ او ښکلي خط هنر سره د زده‌کوونکو لېوالتیا کمه شوې

کابل ښار کې د خطاطۍ او ښکلي خط هنر یوشمېر استادان وايي، تېرو کلونو ته په پام دغه هنر سره د ځوانانو لېوالتیا کمه شوې ده.

دوی سلام‌وطندار ته وویل چې د تېرو دوو کلونو پر مهال کابل کې د خطاطۍ او ښکلي خط هنر کوم نندارتون نه‌دی جوړ شوی او دا کار لامل شوی چې د ځوانانو لېوالتیا ورسره کمه او د دوی د زده‌کوونکو شمېر هم کم شي.

یوولس ولایتونو کې د سږني کانکور د ازموینې نېټه اعلان شوه

د ازموينو ملي ادارې مسوولان وايي، د سږکال کانکور ازموينه به د يوې مياشتې په موده کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د ۱۰۰زرو داوطلبانو په ګډون پنځو پړاوونو کې واخيستل شي دوی وویل، د کابل کانکور ازموینه به هم څلورم پړاو کې واخیستل شي.

د ښوونځي پر ور د پَل کېښودو هیله؛ زده‌کوونکې:‌ درسونه مو له یاده تللي

یو‌شمېر نجونې زده‌کوونکې چې له تېرو دوو کلونو راهیسې د ښوونځیو بېرته پرانېستو ته سترګې پر لاره دي، وايي چې د بې‌وزلۍ او ژور خپګان له امله اړ شوي چې د سړک تر غاړې د توکو پلور ته مخه کړي.

دوی وايي، دې کار یې پر زده‌کړو اغېز کړی او هغه څه یې چې ښوونځي کې زده‌کړي وو، اوس یې له یاده وتلي دي.

د یوناما نوې تګ‌لاره؛ حکومت: د فعالیتونو دوام یې باید له شرطونو پرته وي

د ملګروملتوونو سیاسي استازولي یا یوناما د افغانستان لپاره خپله نوې دوه کلنه تګ‌لاره اعلان کړې چې پر بنسټ به یې ملګري ملتونه افغانستان کې تر راتلونکوو دوو کلونو خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. په اعلان شوې تګ‌لاره کې د ښځو، ماشومانو، بې‌ځایه شویو کورنیو او قومي لږکیو وضعیت او ستونزو ته رسېدنه له لومړیتوبونو یاد شوي دي.

د خوړو نړیوال‌ پروګرام: د افغانستان د غنمو حاصلاتو کې به ۳۵سلنه کموالی راشي

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان کې د پرله‌پسې درېیم کال لپاره د وچکالي او د ملخانو یرغل له امله اټکل کېږي چې سږکال به دغه هېواد کې د غنمو په حاصلاتو کې کموالی راشي. د یاد پروګرام له لوري په یوه تازه خپور شوي راپور کې وړاندوینه شوې چې سږکال د افغانستان د غنمو په حاصلاتو کې له ۳۰ تر ۳۵سلنې کموالی راشي.

د ایران پوله‌ساتو ځواکونو د یوې ښځې په ګډون پنځه افغانان وژلي

امنیتي مسوولان وايي چې پرون یکشنبه شاوخوا ۱:۰۰ بجه سهار «چنګاښ یوولسمه» د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پنځه افغانان چې غوښتل یې ایران ته واوړي، په ډزو وژلي دي. د سرحدي پولیسو د درېیم کنډک ویاند عبدالرحیم منور وايي، یادو افغانانو چې غوښتل یې په ناقانونه توګه د ایران خاورې ته ننوځي، د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

انټونیو ګوټرېش: په نړۍ کې نږدې ۱۳۰ میلیونه نجونې له ښوونځي بې‌برخې دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش ویلي چې په نړۍ کې نږدې ۱۳۰ میلیونه نجونې ښوونځي ته له لاسرسي بې‌برخې دي.
ګوټرېش نن (د چنګاښ لسمه، د شنبې ورځ) سهار وختي پر ټویټر لیکلي چې د دغو نجونو ډېری هغه له ناورین څخه په اغېزمن شویو هېوادونو کې اوسېږي.

د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان ښځو د بندیزونو لرې کېدو غوښتنه وکړه

د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو پرون په یوه ګډه خبرپاڼه کې له ا.ا څخه غوښتي چې ژرترژره پر افغان ښځو او نجونو لګېدلي بندیزونه لرې کړي.
دوی په دې خبرپاڼه کې چې د مغولستان په پلازمېنې اولان‌باتور ښار کې له دوه‌ورځنۍ غونډې وروسته یې خپره کړې، لیکلي چې افغان ښځې باید رښتینی، بشپړ، برابر او خوندي ګډون ولري.