
د افغانستان ۱۹کلنه فوټبال لوبډله نن له ازبکستان سره لوبه کوي
د مرکزي اسیا د ۱۹کلنو فوټبال جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان ۱۹کلنه فوټبال لوبډله په خپله وروستۍ لوبه کې د ازبکستان ۱۹ کلنې فوټبال لوبډلې سره لوبېږي.

د مرکزي اسیا د ۱۹کلنو فوټبال جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان ۱۹کلنه فوټبال لوبډله په خپله وروستۍ لوبه کې د ازبکستان ۱۹ کلنې فوټبال لوبډلې سره لوبېږي.

ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ کرېټ ملي لوبډلې نن د پنځو شل اووره سیالیو په درېیمه لوبه کې د یو بل پروړاندې لوبه وکړي.
ټاکل شوې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان پر وخت ۷ بجې پیل شي. افغانستان له دې وړاندې په دوو شل اووره سیالیو کې د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې پروړاندې ماته خوړلې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې له ایرلنډ سره په کېدونکو شل اووره سیالیو کې د اعلان شوې لوبډلې په عمومي نوملړ کې یې دوه افغان لوبغاړي عثمان غني او مجیب ځدراڼ هم وراضافه کړي دي.

سپینغر پړانګان لوبډله د شپږیزې کرېکټ لیګ په پایلوبه کې بُست ساتونکي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د روان۲۰۲۲ کال شپږیزې کرېکټ لیګ اتلولي خپله کړه.

د شپږیزې کرېکټ لیګ په دویمه نیمه پایلوبه کې نن سپینغر پړانګان د کابل بازانو پر وړاندې لوبه وکړه او بریالۍ شوه چې کابل بازانو ته د ۶۳ منډو په توپیر ماته ورکړي.

په کابل کې د شپږیزې کرېکټ لیګ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې بُست ساتونکي لوبډله بریالۍ شوه چې سپینغر پړانګانو ته ماته ورکړي او په مستقیمه توګه پایلوبې ته لار پیدا کړي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ غوراوې کمېټې ایرلینډ لوبډلې سره د راتلونکو پنځو شل اووره سیالیو لپاره نن د شل کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

کابل کې د شپږیزې کرېکټ لیګ روانو سیالیو په لړ کې نن بُست ساتونکي لوبډله بریالۍ شوه چې کابل بازانو ته د څلور وېکټو په شتون کې ماته ورکړي.

د افغانستان د شپږیزې کرېکټ لیګ په روانو سیالیو کې نن له غرمې مخکې امو نهنګان لوبډله بریالۍ شوه چې پامیر زلمي د ۳۰ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړي.

د شپږیزې کرېکټ لیګ په روانو سیالیو کې نن له غرمې مخکې بُست ساتونکي لوبډلې د میسعینک نایډز پروړاندې لوبه وکړه چې دغه سیالي یې د څلور منډو په توپیر وګټله.

د شپږیزې کرېکټ لیګ په ۱۹ لوبه کې چې نن له غرمې وړاندې د امو نهنګان او میسعینک لوبډلو ترمنځ وشوه، امو نهنګان بریالي شو چې میسعینک ته په پنځو وېکټو ته ماته ورکړي.

د شپږیزې کرېکټ لیګ په ۱۷ لوبه کې نن بُست ساتونکي او بندامیر ښاماران لوبډلې سره مخ شوې چې بُست ساتونکي لوبډله بریالۍ شوه چې بندامیر ښامارانو ته د ۱۷ منډو په توپیر ماته ورکړي.

د هند کرېکټ ملي لوبډله بریالۍ شوه چې په دویمه یو ورځنۍ سیالي کې کوربه ویسټ انډیز ته په دوو وېکټو ماته ورکړي.

په کابل کې د شپږیزې کرېکټ لیګ په ۱۵ لوبه کې د ابراهیم ځدراڼ او رحمنالله ګوربز د ښې لوبې پرمټ کابل بازانو د امو نهنګانو لوبډلې ته په ۹ وېکټو ماته ورکړه.

د افغانستان د شپږیزې کرېکټ لیګ په ۱۳ لوبه کې چې نن له غرمې وړاندې د کابل نړیوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه بُست ساتونکي لوبډله بریالۍ شوه چې د سپینغر پړانګانو ته په ۱۰ منډو ماته ورکړي.

د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو په لړ کې نن بُست ساتونکي بریالي شو چې د هندوکُش ستوري د ۵۲ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړي