نیمروز کې د ایران او افغانستان د ځواکونو ترمنځ نښته شوې

نیمروز کې ولسي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي چې د دغه ولایت په سرحدي سیمه کې د افغانستان او ایران امنیتي ځواکونو ترمنخ نن سهار نښته رامنځته شوې چې اوس هم روانه ده.

د سرچینې په وینا، تراوسه معلومه نه ده چې دغه نښته د څه له امله رامنځته شوې، خو زیاتوي چې ایراني ځواکونو پر زرنج ښار د توغندیو بریدونه هم کړي دي.

نورستان کې چاودنې دوه ماشومان وژلي او یو بل یې ټپي کړی

د نورستان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د ناچاودو توکو د چاودنې له کبله دوه ماشومان وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د یاد ولایت د والي ویاند سیف‌الله لټون ویلي چې پېښه نن شنبه د غبرګولي څلورمه د نورستان د وانټ‌وایګل ولسوالي د «سامګل» په دره کې رامنځته شوې ده.

بغلان کې چاودنې شپاړلس کسان ټپیان کړي

په بغلان کې ځايي سرچینو سلام‌وطندار ته ویلي چې څو شېبې وړاندې د دغه ولایت په مرکز پلخمري ښار کې چاودنه شوې ده.
سرچینې د دې چاودنې د کره ځای، موخې او له کبله یې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه وايي.

غور کې د دوو جلا پېښو پر مهال دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د غور امنیتي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د دوو جلا پېښو پر مهال د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دواړه پېښې د یاد ولایت په تیورې او دولتیار ولسوالیو کې رامنځته شوي دي. د تیورې ولسوالي کې ناپېژنده وسله‌والو یو کس وژلی او دولتیار ولسوالي کې بیا یوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده.

انټونیو ګوټرېش: نړۍ د ملکیانو په ساتنه کې پاتې راغلې

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د سه‌شنبې په ورځ یوه ویناپاڼه کې ویلي چې نړۍ د جګړو پر مهال د ملکي وګړو په ساتنه کې پاتې راغلې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ کال پر مهال په ټوله نړۍ کې د ۱۲ جګړو په پایله کې شاوخوا ۱۷ زره ملکي وګړي وژل شوي او میلیونونه نور بې‌ځایه شوي دي.

کندهار کې د راکېټ مرمۍ چاودنه؛ یو کس وژل شوی او دوه ټپیان دي

د کندهار محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالي کې د یوې زړې راکېټ مرمۍ د چاودنې له کبله یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

پېښه نن سهار د «غبرګولي لومړي نېټه» د کندهار د خاکرېز ولسوالي اړوند سرګاود کارېز سیمه کې رامنځته شوې ده.

سپین‌بولدک کي یوې ۲۲کلنې مېرمنې ځان‌وژنه کړې

د کندهار د سپین‌بولدک ولسوالي مسوولان وايي چې دغه ولسوالي کې یوې ښځې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.

د مسوولانو په وینا، پېښه پرون شنبه د غويي ۳۰مه د سپین‌بولدک ولسوالي د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د «سپینې ګومبتي» سیمه کې شوې ده.

هلمند کې یوه کس خپله مېرمن په تبر وژلې

د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې یوه کس خپله مېرمن وژلې ده. پېښه بېګاه شپه د یاد ولایت موسی‌کلا ولسوالي کې رامنځته شوې.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض ویلي چې بېګاه شپه د هلمند موسی‌کلا ولسوالي د توغي کلي د «شباروز» په سيمه کې یوه مېرمن د خپل خاوند له‌خوا په تبر وهل شوې او وژل شوې ده.

غزني کې ماین چاودنې یو کس وژلی

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ماین چاودنې له کبله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزني د امنیې قومنداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه پرون چهارشنبه د غويي ۲۷مه د دغه ولایت د قره‌باغ ولسوالي اړوند «خالوخېلو» کلي کې رامنځته شوې ده.

تورخم کې ۴۸۷ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي نیول شوي

د تورخم ګمرک مسوولان وايي چې تورخم ښارګوټي کې یې له پاکستان څخه افغانستان ته د لېږدېدونکو ۴۸۷ کیلو ګرامه چاودېدونکو توکو مخه نیولې ده.

د مسوولانو په وینا، چاودېدونکي توکي چې په ۳۹ کڅوړو کې په یوه باروړونکي موټر کې ځای پر ځای شوي وو، د یاد ګمرک د کارکوونکو له‌خوا کشف او نیول شوي دي.

غور کې د یوه کس جسد موندل شوی

د غور محلي مسوولان وايي چې یاد ولایت کې یې د یوه کس جسد پیدا کړی دی. د یاد ولایت د محلي مسوولانو په وینا، د امنیې قومنداني استخباراتي او امنیتي ځواکونو د «ظفرخان» په نوم د یوه کس جسد موندلی دی.

ویل کېږي چې یاد کس د پکتیکا ولایت د «مټي‌خان» ولسوالي اصلي اوسېدونکی دی او د غور په دولتیار ولسوالي کې یې جسد پیدا شوی.

د غور محلي مسوولانو تراوسه د یادې پېښې د څرنګوالي او انګېزې په تړاو څه نه دي ویلي.