تورخم کې پاکستان ته د کرومایت ډبرو د قاچاق مخه نیول شوې

تورخم کې امنیتي مسوولان وايي چې بېګاه شپه د چنګاښ ۱۶مه د دغه بندر له لارې پاکستان ته د کرومایټ ډبرو د قاچاق مخه یې نیولې ده.

د تورخم استخباراتو مدير محمداقبال تکل وايي چې ۳۵ ټُنه کرومايټ ډبره چې په یوه ټېلر موټر کې پاکستان ته په جعلي اسنادو لېږدول کېدل، نیول شوي دي.

اسلامي امارت په افغانستان کې د امریکايي وسلو د پېر او پلور راپور ناسم وباله

د افغانستان پر سولې د څار ادارې په دې وروستیو کې د یوه راپور په خپرولو سره ادعا کړې چې په هلمند، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې د امریکايي وسلو بازار تود شوی دی. خو اسلامي امارت دغه راپور ردوي او وايي، سرپرست حکومت د وسلو په ساتلو کې جدي دی او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د وسلو پېر او پلور وکړي.

اسلامي امارت د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې بې‌بنسټه وبللې

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف د سې‌شنبې په ورځ د تاجکستان له دفاع وزیر شېرعلي میرزا سره په کتنه کې ویلي چې دواړه هېوادونه له افغانستان سره د خپل ګاونډيتوب له کبله له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي. ا.ا د پاکستان د دفاع وزیر له دغو څرګندونو یوه ورځ وروسته دا ادعا بې‌بنسټه وبلله او زیاته یې کړه چې چې نه یوازې ګاونډیان، بلکې هېڅ هېواد ته به له افغانستان څخه ګواښ نه پېښېږي.

د شانګهای همکاریو سازمان غونډې پای؛ حکومت: د ګډون زمینه دې راته برابره شي

د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو د هند په کوربه‌توب د یاد سازمان په جوړه شوې انلاین غونډه کې افغانستان کې د ترهګرو ډلو او نشه‌يي توکو قاچاق مخنیوي، پر ټول‌ګډونه حکومت او د بشر حقونو پر رعایت ټينګار کړی. د بهرنیو چارو وزارت بیا یوې خبرپاڼه کې ویلي، سرپرست حکومت ته دې په ورته ناستو کې د ګډون زمینه برابره شي.

د ایران پوله‌ساتو ځواکونو د یوې ښځې په ګډون پنځه افغانان وژلي

امنیتي مسوولان وايي چې پرون یکشنبه شاوخوا ۱:۰۰ بجه سهار «چنګاښ یوولسمه» د ایران پوله‌ساتو ځواکونو پنځه افغانان چې غوښتل یې ایران ته واوړي، په ډزو وژلي دي. د سرحدي پولیسو د درېیم کنډک ویاند عبدالرحیم منور وايي، یادو افغانانو چې غوښتل یې په ناقانونه توګه د ایران خاورې ته ننوځي، د ایران د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري وژل شوي دي.

هرات ته د پوځي ګړندي موټرو لومړی کاروان ورسېد

د ملي دفاع وزارت مسوولان وايي چې د دغه وزارت اړوند د پوځي ګړندي موټرو لومړی کاروان یې «یکشنبه د غبرګولي ۱۴»مه یاد ولایت ته لېږل شوی دی.

دغه موټر د ګزمې، له پولیو د ساتنې او د پوله‌ساته ځواکونو د ستونزو حل په موخه د هرات ۲۰۷ الفاروق قول‌اردو ته سپارل شوي دي. په ورته مهال د پوځي چارو یو بل شنونکی یوسف‌ امین ځاځی وايي، د پولیو ساتنه د ملي دفاع وزارت مسوولیت دی او په وینا یې، دا یې باید لومړیتوب وي.

ا.ا: پاکستاني طالبان د افغانستان شمالي ولایتونو ته نه دي لېږل شوي

اسلامي امارت د تخار دشت‌قلعه ولسوالي ته د پاکستاني طالبانو د ۳۲۰ غړیو لېږد په اړه خپاره شوي راپورونه بې‌بنسټه بللي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي، یوازې هغه پاکستاني کډوال نورو ولایتونو ته لېږدوي چې د پاکستان حکومت یې ډیورنډ فرضي کرښه کې د شتون په اړه اندېښنه لري.

یوناما: چاودېدونکو توکو په دوو کلونو کې ۲۸۱۴ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازولۍ یا یوناما په یوه راپور کې لیکلي چې د نږدې تېردو دوو کلونو پر مهال د په لاس جوړ شویو چاودېدونکو توکو په چاودنو کې دوه زره او ۸۱۴ افغانانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. په راپور کې لیکل شوي د وژل شویو او ټپیانو په ډله کې ۲۸۹ ماشومان او ۱۶۹ ښځې شاملې دي.

اختر او چمتووالی؛ د کابل اوسېدونکي: امنیتي ځواکونه دې له ګڼې‌ګوڼې ډکې سیمې وڅاري

د کابل یو‌شمېر اوسېدونکي د اختر په درشل کې له امنیتي بنسټونو غواړي چې پلازمېنه کې د احتمالي امنیتي پېښو مخنیوي لپاره چمتووالي ډېر او د خلکو امنیت ټينګ کړي.

د کابل اوسېدونکی عبدالقدیر سلام‌وطندار ته وايي چې د اختر په شپو او ورځو کې ګڼ‌شمېر خلک جوماتونو او تفریحي ځایونو ته ځي او په وینا یې، د چاودنې او غلاوو پېښو له امله وېره لري.

د اختر شپو او ورځو کې د کابل امنیت لپاره ۱۰زره سرتیري ګومارل شوي

د «۳۱۳ مرکزي» قول‌اردو مرستیال امین‌الله طیب سلام‌وطندار ته ویلي، د اختر شپو او ورځو کې د مرکزي زون په ځانګړې توګه د کابل امنیت خوندیتوب لپاره یې ۱۰زره سرتیري ګومارلي. د نوموړي په وینا، د کابل ښار په کچه «چک‌پواینټونه» ډېر شوي او د اختر پر مهال به ټول امنیتي منسوبین پر خپلو دندو حاضر وي.

د بندخونو چارو د تنظیم اداره: په بندخونو کې هېڅ سیاسي بندي نه لرو

د افغانستان د بندخونو چارو د تنظیم ادارې مسوولان وايي چې د داعشیانو په ګډون، هېڅ سیاسي بندي د دې ادارې په اړوندو بندخونو کې نشته.
د مسوولانو په خبره، واک ته د ا.ا له رسېدو وروسته په ټول هېواد کې له ۱۷ زره او ۶۰۰ ډېر بندیان لري چې شاوخوا ۵۵۰ هغه یې ښځې دي. مسوولان زیاتوي چې د ښځو ډېرې دوسیې د اخلاقي فساد او وژنو دي.

افغانستان کې له دوو اوونیو راهیسې د وژنو پېښې زیاتې شوي

د سلام‌وطندار له لوري د را ټولو شویو معلوماتو له مخې، په وروستیو اوونیو کې د ترور او وژنو پېښې زیاتې شوي او ټولیزې رسنۍ یې هره ورځ یو یا تر هغه زیات خبرونه خپروي. د دغو پېښو له ډلې تازه هغه یې د هلمند په لښکرګاه ښار کې د تېر حکومت د ملي امنیت ریاست د یوې کارکوونکې بي‌بي زهرا وژل کېدل دي.

د سیګار راپور ته د ا.ا غبرګون؛ «امریکا ممکن یو ځل بیا سیمه بې‌ثباته کړي»

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار په یوه راپور کې ویلي چې ا.ا له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دی.

سیګار په دې راپور کې د مقاومت جبهه، داعش او القاعدې په څېر وسله‌والې ډلې د ا.ا لپاره یو ګواښ بللی او ټينګار یې کړی چې دې چارې د سیمې هېوادونه له خطر  سره مخ کړي دي.

کورنیو چارو وزارت: پاکستان دې دغه هېواد ته د پاکستاني کډوالو د ستنېدو زمینه برابره کړي

د کورنیو چارو وزارت د پاکستان له حکومت او د کډوالو نړیوال سازمان څخه غوښتنه کړې چې دغه هېواد ته د پاکستاني کډوالو د بېرته ستنېدو زمینه برابره کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع دغه څرګندونې نن (دوشنبه، غبرګولي ۲۹) کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال کړې دي.