سرپرست حکومت: د اندېښنو حل لپاره پاکستان سره هوکړې ته رسېدلې یوو

سرپرست حکومت وايي چې کابل ته د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي اصف علي دراني د سفر پر مهال د دواړو لوریو ترمنځ پر سوداګریزو، افغان کډوالو او امنیتي مسایلو هوکړې ته رسېدلې دي. هغه زیاتوي: «نړۍ دې خپلې اندېښنې باید له ډيپلوماټیکو لارو مطرحه کړي، څو اعتماد رامنځته شي او ښه تفهام وشي.»

بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د داعش مشرانو لېږد په اړه د عبداللهیان ادعا رد کړې

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان ادعا کړې چې دې وروستیو میاشتو کې عراق، سوریې او د لیبیا ځینو برخو څخه د داعش مشران افغانستان ته لېږدول شوي دي. خو دغه ادعا د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا رد شوې او بې‌بنسټه بلل شوې ده.

سمنګان کې د هاوان مرمۍ چاودنې درې ماشومان وژلي

د سمنګان د کوز دره‌صوف ولسوال شمس‌الله شمشاد وايي چې د چنګاښ میاشتې په ۲۶مه، د دوشنبې ورځ، سهار شاوخوا نهه بجې په دې ولسوالي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

شنونکي: له افغانستان د ګواښ پېښېدو په پلمه پاکستان غواړي له نړۍ باج واخلي

پاکستان د ځینو هغو هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي چې د افغانستان سرپرست حکومت سره څه ناڅه ښې اړیکې لري او نړۍ سره د سرپرست حکومت د تعامل برخه کې یې هم خپلې هڅې کړې دي. خو له دې نږدې اړیکو سره سره بیا هم د دواړو لوریو ترمنځ د «ټي‌ټي‌پي‌» ډلې په اړه په دې وروستیو کې خبرې ښکته او پورته شوې دي.

روسیې د مسکو فارمټ ناسته کې د افغانستان حکومت ته بلنه ورکړې

روسیې د افغانستان حکومت ته د «مسکو فارمټ» غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې. د افغانستان حکومت ته تېر ځل یاده ناسته کې د ټول‌ګډونه حکومت نه رامنځته‌ کېدو له امله د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې. د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې د امیرخان متقي او د افغانستان لپاره د روسیې سفیر دیمتري ژیرنوف د لیدنې خبر ورکړی.

د ترهګرۍ ګواښ د پېښېدو ادعا؛ شنونکي: پاکستان غواړي نړۍ ته ځان مظلوم وښيي

د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې افغانستان کې شته ترهګري اسلام‌اباد لپاره ګواښ دی او د دغه هېواد حکومت باید د نورو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې د نه کارېدو په اړه پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي. د پاکستان پوځ دغه خبرپاڼه جمعه د چنګاښ ۲۳مه بلوچستان ته د پوځ مشر عاصم منیر له سفیر وروسته خپره کړې ده.

پاکستان: ا.ا دې زموږ پر وړاندې د افغانستان خاورې د کارېدو اجازه نه ورکوي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د چنګاښ په دوه‌ویشتمه، د پنجشنبې ورځ د خپلې اوونیزې خبري غونډې پر مهال ویلي چې له اسلامي امارت څخه یې غوښتي، څو پر خپلې هغې ژمنې ودرېږي چې د ترهګرو له لوري به د افغانستان خاوره د دغه هېواد پر وړاندې نه کارېږي.

د اصف دراني څرګندونو ته د ا.ا غبرګون؛ «د برید پر وړاندې غلي نه پاتې کېږو»

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني د دغه هېواد له یوې ټلوېزیوني شبکې سره مرکه کې ویلي چې امریکا د ملګرو ملتونو اړوند امنیت شورا د پرېکړه‌لیک پر بنسټ افغانستان کې د ترهګرو ډلو له‌منځه وړو په موخه د پاکستان له هوايي حریم څخه استفاده کولای شي.

ا.ا د ټي‌ټي‌پي په اړه د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي څرګندونې رد کړې

له هغه وروسته چې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د ټي‌ټي‌پي په اړه راپورونه خپاره شول، تازه د افغانستان په چارو کې د پاکستان د ځانګړي استازي اصف‌علي دراني ویلي چې ا.ا په دې برخه کې ځینې ګامونه اوچت کړي دي.