هلمند کې ماین چاودنې يو خبریال وواژه

هلمند کې د ژورنالستانو ټولنې مشر زین‌الله ستانکزی وايي، نن سهار څه باندې ۹ بجې د لښکرګاه ښار لومړۍ امنیتي حوزه کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي پر موټر نښلېدونکي ماین چاودنه کړې.

ستانکزي وویل، دغه چاودنه کې خبریال الیاس داعي وژل شوی او یو ورور یې په کې ټپي شوی دی.

د هلمند ځايي مسوولانو تراوسه دې برخه کې څه نه دي ویلي.

پر مدني ټولنو بريد د طالبانو راتلونکې موخه؛ صالح خبرداری ورکړ

د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح د ملي امنيت له قوله وايي، طالبانو پرېکړه کړې چې د افغانستان په لويو ښارونو کې مدني ټولنې موخه وګرځوي.  نوموړی وايي، د طالبانو په اند هغه وژنې چې د ټولنې عاطفه او احساس زيانمنوي، د دې لامل کېږي چې خلک د حکومت له کړنو ناراضه شي…

د کندهار  ميوند ولسوالۍ کې موټربم چاودنې ۲ ښوونځي وران کړي

د کندهار د پوهنې ریاست مطبوعاتي مسوول نظرمحمد صمیمي سلام‌وطندار ته وویل، میوند ولسوالۍ کې د دوه ورځې وړاندې موټربم برید د «ملالې میوندۍ او د غازي ایوب خان» د ۲ لېسو او د ولسوالۍ د پوهنې امریت یو شمېر خونې ورانې کړې دي.  

د امریکا له نوي حکومته د طالبانو بله غوښتنه

وسله‌والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د امریکا په ټاکنو کې د جوبایډن د ټاکل کېدو په مناسبت ویلي چې د قطر په پلازمېنې دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی تړون د افغان جګړې د پای ته رسولو لپاره ښه وثیقه ده او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او دغه راز د امریکا پر وړاندې د افغان خاورې نه کارېدل د دواړو ملتونو په ګټه دي.

۳ ولایتونو کې تېرې شپې راهیسې ۱۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي

تېرې شپې راهیسې یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د سختو جګړو او موټربم برید راپورونه ورکړل شوي دي چې له کبله يې يو شمېر امنیتي ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د کندوز د ولایتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي وايي، طالبانو تېره شپه خان‌اباد ولسوالۍ کې د پوځ پر یوې پوستې برید وکړ چې ۸ سرتېري په کې وژل شوي او ۳ نور یې هم ژوندي نیول شوي.

کندوز کې ۸ امنيتي ځواکونه او ۵ ملکيان وژل شوي

د کندوز د ولایتي شورا رييس محمد یوسف ایوبي وايي، طالبانو تېره شپه خان‌اباد ولسوالۍ کې د پوځ پر یوې پوستې برید کړی چې ۸ سرتېري په‌کې وژل شوي او ۳ نور یې هم ژوندي نیول شوي.

ايوبي وویل، افغان ځواکونو تر دغو نښتو وروسته پر وسله‌والو هوايي برید کړی چې ۵ ملکي وګړي او ۶ وسله‌وال په کې وژل شوي.

افغان دولت د امریکا له نوي ولسمشره د سولې خبرو د بیاکتنې غوښتنه وکړه

په داسې حال کې چې وسله‌والو طالبانو د امریکا له نوي ولسمشره د قطر تړون ته د ژمن پاتې کېدو غوښتنه کړې، د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش نن «په محلونو کې د اطلاعاتو پروسې پیاوړي کولو ملي کنفرانس» تر نامه لاندې په کابل کې یوې غونډې ته خبرو کې د جوبایډن په مشرۍ د امریکا له نوي حکومت وغوښتل چې په دوحه کې د افغان سولې روانو خبرو اترو پروسې ته له سره کتنه وکړي.

کندهار کې موټربم برید ۴ کسان وژلي او ۴۰ نور ټپیان کړي

وسله‌والو مخالفانو نن سهار د کندهار د میوند ولسوالۍ د امنیې قومندانۍ پر ودانۍ له چاودېدونکيو توکو ډک مازدا ډوله موټر ته چاودنه ورکړه. دغه موټربم برید د ځاني مرګ‌ژوبلې ترڅنګ سیمه کې ډېر کورونه او دوکانونه هم نړولي.

د کندهار د عامي روغتیا رييس ډاکټرمحمد طاوس اشرف نادري وايي، پېښې څخه تراوسه ۴ جسدونه او ۳۶ ټپيان بېلابېلو روغتیايي مرکزونو ته ور وړل شوي دي.

صالح: پر کابل پوهنتون بریدګرو خپلې ګوتې په لاسي بمونو الوځولي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، پر کابل پوهنتون د شوي برید په تړاو یې نوې موندنې ښيي چې ترهګرو تر برید وروسته خپلې ګوتې پرې کړي او لاسونه یې په بمونو الوځولي دي. نوموړی وايي، دغه کار ښيي چې ترهګر پوهول شوي وو چې د نه پېژندګلوۍ لپاره یې باید د ګوتو ثبوت پاتې نه شي او له منځه یې یوسي.

د امريکا له راتلونکي ولسمشره د طالبانو غوښتنه: د دوحې هوکړه عملي کړئ

طالبانو د امريکا له راتلونکي ولسمشره غوښتي چې په دوحه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې عملي کېدو ته، غاړه کېږدي.

د طالبانو يوه وياند تېره ورځ فرانس پرس ته ويلي چې د دوی مشرانو هوکړه له شخص سره نه بلکې د امريکا له حکومت سره لاسليک کړې ده. د دوی اشاره جوبایډن ته ده چې د امريکا ولسمشرۍ ټاکنو کې له ډونالډ ټرمپ نه مخکې دی.

د کندوز پر امام صاحب ولسوالۍ د طالبانو برید کې ۸ امنیتي ځواکونه وژل شوي

کندوز کې یوه کره امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو امام‌صاحب ولسوالۍ کې د پوځ او محلي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې د طالبانو بريدونه د امنيتي ځواکونو مقاومت سره مخ شوي دي.

«د تاوتریخوالي لوړه کچه د سولې پروسه له ګواښ سره مخامخ کوي»

ناټو د ملکي وګړيو پر وړاندې وروستي ترهګریز بریدونه د نه بښونکي جرمونو په توګه ياد کړي او په کلکه يې غندلي دي.

افغانستان کې د ناټو ملکي استازي سټیفانو پونټیکورو نن په ټوېټ کې وویل چې ناټو نه یوازې پر ملکيانو بریدونه غندي، بلکې افغان ځواکونو ته روزنه، سلا مشورې او مرستې چمتو کوي ځکه په خبره يې امنيتي ځواکونه د امنیت ښه کولو لپاره کار کوي.

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ له وسله‌والو طالبانو پاکه شوه

په کندهار کې ځایي چارواکي وايي، ارغنداب ولسوالۍ یې له وسله‌والو طالبانو پاکه کړې ده. د ياد ولايت د والي ویاند بهیراحمد احمدي وايي، له تېرې ورځې راهیسې يې د ارغنداب ولسوالۍ ترڅنګ په یو شمېر نورو سیمو کې هم چاڼیز پوځي عملیات کړي دي.

د غور مرغاب ولسوالۍ د ملي اردو له یوې پوستې اداره کېږي

کابو یوه میاشت مخکې وروسته له هغې چې د غور ولایت د سمک سیمې اوسېدونکيو د مرغاب ولسوالۍ له مرکز نه د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو د وتلو لپاره اعتراضي لاریونونه وکړل، امنیتي ځواکونو دغه سیمه پرېښوده؛ خو اوس د یادې ولسوالۍ برخلیک ناڅرګند پاتې دی. 

امرالله صالح او حمدالله محب ولسي جرګې ته حاضر نه‌شول

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح او د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته له ورتګه ډډه وکړه.

ټاکل شوې وه نن ولسي جرګه د امنیتي وضعیت په ځانګړي ډول پر کابل پوهنتون د برید په اړه د ولسمشر د لومړي مرستیال، د ملي امنیت سلاکار، د ملي دفاع وزارت سرپرست، د کورنيو چارو وزارت او  د ملي امنيت سرپرست رييس په موجوديت کې بېړنۍ ناسته وکړي؛ خو امرالله صالح او حمدالله محب ولسي جرګې ته حاضر نه‌شول.

بامیانيانو شیبر ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وواژه

د باميانو شيبر ولسوالۍ کې محلي مسوولان وايي، يادې ولسوالۍ لپاره د وسله‌والو طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو.

د شيبر ولسوال امیر شریف سلام‌وطندار ته وايي، د طالبانو تش په نامه دغه ولسوال د يادې ولسوالۍ په « برفک» سيمه کې ووژل شوی دی.