امریکا په افغانستان کې خپلې ۱۰ اډې تړلي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکايي ځواکونو د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته په افغانستان کې خپلې ۱۰ اډې تړلې دي. د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پایلې تر اوسه روښانه نه دي.

د افغانستان بانک پر کارکوونکو د چاودنې پېښې پلټونکو ته خبرداری

د افغانستان بانک د کارکوونکو پر موټر له چاودنې نه چې د دغه بانک د عامه اړیکو سلاکار او طلوع‌نیوز پخوانی ویاند له خپلو دوو همکارانو سره په‌کې ووژل شو، ۱۹ ورځې تېرېږي، خو لا هم د پېښې قربانیانو او خلکو ته په دې اړه لازم وضاحت نه دی ورکړل شوی.

افغانستان په ۲۰۱۹ کې د نړۍ تر ټولو خونړی هېواد وبلل شو

په نړۍ کې د ترهګریزو پېښو د کچې په اړه د یوه تازه راپور پر بنسټ چې د اقتصاد او سولې انسټېټیوټ له لوري خپور شوی، افغانستان په ۲۰۱۹ کال کې د ترهګرۍ د قربانیانو په کچه کې له پام وړ کموالي سره سره بیا هم د هغو هېوادونو په سر کې راغلی چې ترهګرۍ ډېره قرباني ترې اخیستې ده.

مالیې وزارت ته د صالح خبرداری؛ د بې‌اسناده موټرو په ثبت کې بې‌غوري مه کوئ

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، مالیې وزارت په قصدي ډول د بې‌اسنادو موټرو ثبت ځنډوي. نوموړی په دې موضوع کې د لویې څارنوالي له مداخلې او د قانون منګولو ته د یوشمېر چارواکو د را کاږلو له کبله له دغې ادارې مننه کوي.‎

په وینو لړلی بامیان

بامیان چې د افغانستان تر ټولو امن ولایت دی، د سه‌شنبې په مازدیګر د دوو خونړیو چاودنو شاهد و. په بامیان ولایت کې د سلام‌وطندار خبریال انور سعادت‌یار وايي چې لومړۍ چاودنې د مازدیګر په څلورنیمو بجو وشوه او ورپسې دویمه چاودنه هم وشوه.

د ملي امنیت سرپرست: وسله‌والې ډلې پر یوې بلې ځان‌مرګي بریدګر پلوري

د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست احمدضیا سراج نن ولسي جرګې ته د خپلو راتلونکو پروګرامونو وړاندې کولو پر مهال وویل، طالبان او نورې وسله‌والې ډلې په منظم ډول په خپلو کې همکاري کوي او په وینا یې، د یوې بلې په همکارۍ سره یې د ځان وژونکو بریدګرو د پېر، پلور او ان په پور ورکولو بازار جوړ کړی دی.