
د بېپولې خبریالانو ټولنه: له افغانستانه مو د زیانمنو خبریالانو د اېستلو لسګونه غوښتنلیکونه ترلاسه کړي
د بېپولې خبریالانو ټولنې په یوه وینا کې ویلي چې دغې ټولنې ته له افغانستانه د زیانمنو خبریالانو لسګونه غوښتنلیکونه رسېدلي دي.
دې ټولنې د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه غوښتي چې د زیانمنو افغان خبریالانو د را اېستلو لپاره ځانګړې طرحه جوړه او هغوی ته د راوتلو اسانتیاوې برابرې کړي.














