
مجاهد: د ا.ا واکمنېدو راهیسې شویو بریدونو کې پاکستاني او تاجکستاني وګړي ښکېل دي
د دفاع وزارت سرپرست محمدیعقوب مجاهد وايي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې شويو بریدونو کې پاکستاني او تاجکستاني وګړي ښکېل دي.
نوموړي دغه څرګندونې نن «یکشنبه، مرغومې لسمه» د رسنیو او اطلاعاتو مرکز کې د امنیتي او تصفیوي چارو کمېسیون د لاستهراوړنو په اړه جوړې شوې خبري ناسته کې کړې دي.














