غني: طالبان بين‌الافغاني خبرو کې د شريعت پر ځای د امريکا هوکړه غوره ګڼي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سولې بين‌الافغاني خبرې دې د قران او اسلامي شريعت پر بنسټ وي. نوموړی وايي، طالبان ادعا کوي چې کلونه يې دين لپاره مبارزه کړې؛ خو د سولې خبرې له امريکا سره د شوې هوکړې پر بنسټ کوي.

کندهار کې د سړک‌غاړې ماین چاودنې ۵ ملکيان وژلي

د کندهار امنيتي مسوولان وايي، ياد ولايت د سړک‌غاړې ماين چاودنه کې د يوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي.

د ياد ولايت د امنیې قومندانۍ ویاند جمالناصر بارکزی سلام‌وطندار ته وايي، دغه چاودنه نن مخکې له غرمې د میوند ولسوالۍ «کارېز» سیمه کې پر زرنج موټرسایکل شوې .

د هرات زندان کې اخ او ډب؛ ۸ بندیان وژل شوي

د هرات په مرکزي زندان کې د پولیسو او زندانیانو د اخ او ډب پرمهال ۸ بندیان وژل شوي ۸ بنديان او ۴ پولیس ټپيان شوي دي.

د هرات د عامې ورغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزی وايي، د هرات په زندان کې د اخ و ډب له کبله د هرات حوزوي روغتون ته د لېږدول شویو بندیانو د جسدونو څېړنه ښيي چې يو بندي د مرمۍ په ډز او ۷ نور د نامعلومو زهري توکيو په خوړولو سره مړه شوي دي.

ولسي جرګې د الکټرونيکي پېژندپاڼو د تعديل طرحه تایید کړه

ولسي جرګې د نن ورځې په عمومي غونډه کې د الکټرونيکي پېژندپاڼو د قانون د تعدیل طرحه تاييد کړه.

په دې طرحه کې چې شاوخوا ۶۰ وکيلانو لاسليکونه کړي وو، وړانديز شوې ده چې د دولتي کار کوونکيو، متقاعدینو، معلولانو او د شهیدانو د کورنیو معاشونه او حقوق د پخوانۍ کاغذي تذکرې له مخې ورکړل شي.

د فاریاب هټیوالو ته د طالبانو خبرداری؛ خپل توکي وباسئ که نه سوځېږي

د قیصار ولسوالۍ کسبګر او هټیوال وايي، وسله‌والو طالبانو د ولسوالۍ بازار هټیوالو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره خپل تجارتي مالونه او توکي له بازار څخه وباسي. د هغوی په خبره، د طالبانو د دې خبرداري موخه دا ده چې هغوی پلان لري د ولسوالۍ پر ودانۍ او امنیې قوماندانۍ برید وکړي.

مارشال دوستم ډېر ژر کابل ته راځي او له ولسمشر غني سره ګوري

د افغانستان د اسلامي ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم ته نږدې څېره عنایت‌الله بابر فرهمند له سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، په پام کې ده چې دوستم د سیاسي رهبرانو ترمنځ د اجماع جوړولو او د ورځ تر بلې ډېرېدونکيو ناامنیو د محارولو په اړه له ولسمشر غني سره د بحث په موخه، کابل ته راشي.
ویل کېږي چې په پام کې ده مارشال دوستم د ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته راشي او د طالبانو پر وړاندې د جګړې مسوولیت په غاړه واخلي؛ خو فرهمند په دې اړه د جزیاتو له ورکولو ډډه کوي.

خوست کې موټربم چاودنې ۴ کسان وژلي

د خوست د والي وياند طالب منگل وايي، په خوست کې د افغان ځواکونو پر ځانګړې قطعې موټربم بريد شوی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، برید نن سهار شاوخوا پنځه نیمې بجې شوی او په پيل کې موټر بم د قطعې پر دېوال وهل شوی او ورپسې څو تنو ځان وژنکيو بریدګرو قطعې ته د ننوتلو هڅه کړې چې تر اوسه یې ۴ تنه وژل شوي او ۲ نور لا مقاومت کوي.