اتمر د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پياوړي کولو په موخه هند ته لاړ

د بهرنیو چارو وزارت وايي، محمد حنيف اتمر نن د افغان سولې لپاره د سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع پياوړي کولو په موخه هند ته لاړ.

له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه سفر کې به د افغان سولې په اړه او همداراز د دوه اړخیزو اړیکو او له ترهګرۍ سره د ګډې مبارزې د همکاریو د پراختیا په موخه هم خبرې وشي.

طالبانو په ۱۳۹۹ کال کې نږدې ۲ زره ملکیان وژلي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو د ۱۳۹۹ کال په اوږدو کې نږدې ۲ زره ملکیان وژلي او ۴ زره او ۱۷۴ نور یې ټپیان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پر خپل ټویټر لیکلي چې یاد شمېر ملکیان د طالبانو په ۹۲ ځانمرګو بریدونو، ۲ زره او ۱۷۴ ماین چاودنو او له ۵۰۰ په ډېرو هدفي ترورونو کې وژل شوي او ټپیان دي.

د امنيت په اړه د پلازمېنې د اوسېدونکيو اندېښنې او د نوروز د جشن نمانځل

سرله دې چې هېواد کې د نوروز نمانځنه یو تاریخي دود دی او د نوي کال په رارسېدو سره خلک د کال لومړۍ ورځ په جشن سره نمانځي؛ خو ناامنیو په دې ډول تاریخي جشنونو سیوری غوړولی او هغه یې بې‌رنګه کړي دي.

د ټول هېواد په ځانګړې توګه پلازمېنه کې امنیتي وضعیت خرابه شوی او هېوادوال یې اندېښمن کړي دي.

طالبانو د خپلو بریدونو کړنلارې ته بدلون ورکړی

د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج نن په يوه خبري ناسته کې د خبرو پر مهال د طالبانو له لوري د بريدونو د نوې کړنلارې خبر ورکړ. نوموړي وويل، طالبانو دا ګام وروسته له هغه اخيستی چې په دې وروستيو کې يې ګڼ شمېر کسان چې د هدفي وژنو عاملان و، ونيول شول.

د بهسودو پېښه کې د وژل شوي سرتېري کورنۍ عدالت غواړي

د وردګو ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د  وژل شوي سرتېري شېرالله ګردېزي د جنازې مراسم د پکتيا په مرکز کې تر سره شول. شېرالله چې د مرکز ګردېز اوسېدونکی و چې درې ورځې وړاندې په وردګو ولايت کې د علي‌پور د نامسوولو ملېشو له لوري يې الوتکه وويشتل شوه او نوموړی په‌کې ووژل شو.

ولسمشر غني: د بهسود ولسوالۍ د وروستۍ پېښې غچ اخيستل کېږي

ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو غچ به له عاملانو اخلي. دغه څرګندونې درې ورځې وروسته له هغه وشوې چې یوه پوځي الوتکه د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې رانسکوره شوه.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني نن شنبه د یادې پېښې د قربانیانو له وارثینو…

قراردادي روغتيايي بنسټونو ته د طالبانو خبرداری

طالبانو تر خپلو کنټرول لاندې سيمو کې هغو قراردادي روغتيايي بنسټونو ته خبرداری ورکړی، که چېرې خپل مسووليتونه په سمه توګه ترسره نه‌کړي، فعاليتونه به يې وځنډوي.

وسله‌والو طالبانو په يوه خپره شوې اعلاميه کې ويلي، سره له دې چې يو شمېر قراردادي روغتيايي بنسټونه له اړوندو بنسټونو پوره بوديجه ترلاسه کړې؛ خو له کاره يې اوږې سپکې کړي او د مسووليتونو په ترسره کولو کې يې ناغېړي کړې.

امنیتي ځواکونه بامیانو کې د علي‌پور ځپلو لپاره امر ته په تمه دي

یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، شاوخوا ۱۱ سوه امنیتي ځواکونه، چې د پولیسو ځانګړې قطعه، کومانډو، د پوځ سرتیري او پولیس په کې دي، بامیانو کې د ولسي مقاومت قومندان عبدالغني‌ علي‌پور ځپلو لپاره د چمتوالي په حال کې دي.

د مسعود اندرابي لرې کول د سیاسي هوکړې خلاف دي

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله کورنیو چارو وزارت څخه د مسعود انداربي ګوښه کېدو سره مخالفت کړی او دغه پریکړه یې عجولانه بللې.

د ملي مصالحې عالي شورا د شنبې په ورځ (حوت یا کب میاشتې په ۳۰مه) یوه اعلامیه کې ویلي، مسعود اندرابي له مشورې او موجه دلایلو پرته او د سیاسي هوکړې خلاف له دندې ګوښه شوی.

د مسکو ناستې له ګډې اعلامیې د هېواد د بهرنیو چارو وزارت هرکلی

د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مسکو له ناستې خپره شوې اعلامیه د سولې مذاکراتو پر لور د جدي ګام بللی او هرکلی يې کړی دی.

مسکو کې د امریکا، روسیې، چین او پاکستان په ګډون د ترویکا ناستې له اعلامیې چې په کې د اسلامي امارت له راتګ سره مخالفت شوی، هرکلی کړی دی او له طالبانو يې غوښتي چې پسرلنۍ جګړې پيل نه‌کړي.

یاسین ضیا او حیات‌الله حیات د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو سرپرستان وټاکل شول

د ملي امنيت شورا دفتر وايي، د جمهور ریس محمد اشرف غني د بېلابېلو حكمونو پر بنسټ د کندهار پخوانی والي حیات الله حیات د کورنیو چارو وزارت سرپرست او د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مرستيال ايوب سالنګي د ياد وزارت د لومړي مرستيال په توګه ټاکلي دي.

له ملي امنيت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ګومارنې د امنیتي…

د خبريال په ورځ يوه خبريال سره د ولسمشر  د ساتونکيو چلند؛ رييس جمهور ولسي احساساتي شو؟

تېره ورځ په ارګ کې د رسنیو د استازيو، د بیان د ازادۍ د قربانیانو کورنیو او یو شمېر دولتي چارواکيو په ګډون د خبريال ملي ورځ ونمانځل شوه.

له معمول سره سم مراسم پيل شول او چارواکيو یو په بل پسې خپلې ویناوې وکړې…

طالبانو فاریاب کې يو نظامي او ۴ملکيان وژلي

فارياب کې محلي سرچينې وايي، طالبانو گرزیوان ولسوالۍ کې تېره شپه د يوې مور او لور او د دوه وروڼو په ګډون ۵ کسان وژلي دي.

يوه سرچينه چې نه غواړي نوم يې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، طالبانو د پنج‌شنبې په شپه  د ګرزيوان ولسوالۍ «سرچکان» سيمه کې دوه وروڼه چې ملکيان دي، په يوه باغ کې وژلي دي.

سرګي لاوروف: د افغانستان ناامني د سیمې لپاره ګواښ ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن د مسکو په غونډه کې وویل، په افغانستان کې د ناامنیو دوام د ترهګرۍ د پیاوړتیا لامل کېږي او سیمه ګواښي.
د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه نن د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له لوري په رسمي ډول پرانېستل شوه.

کابل کې پر ملکي کارکوونکو چاودنه؛ ۴ کسان وژل شوي او ۱۱ ټپیان دي

د کابل امنیه قومانداني وايي چې کابل ښار کې د ملکي کارکوونکو پر یوه کاسټر موټر شوې چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
دا چاودنه سهار شاوخوا ۷:۲۰ دقیقې د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې کوتل په سیمه کې شوې ده.