Asset 1SWN

طالبانو د خپلو بریدونو کړنلارې ته بدلون ورکړی

Ew6gG0QW8AUT_6u-p4hucxrhhtl05x22phvi7gd36plfmd7hyswwethq4o

د ملي امنیت عمومي رییس احمد ضیا سراج نن په يوه خبري ناسته کې د خبرو پر مهال د طالبانو له لوري د بريدونو د نوې کړنلارې خبر ورکړ. نوموړي وويل، طالبانو دا ګام وروسته له هغه اخيستی چې په دې وروستيو کې يې ګڼ شمېر کسان چې د هدفي وژنو عاملان و، ونيول شول.

سراج وايي: « په دې وروستيو کې د طالبانو نظامي برخې چې دوی يې نظامي کميسيون بولي، يو لارښود جوړ کړی چې په‌کې په ډېره منظمه توګه ويل شوي چې هدف څه ډول تثبت کړي او څنګه پرې اجراات وکړي او له هغه وروسته څه ډول ځان پټ کړي چې ونه نيول شي.»

په ورته وخت کې د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب هم په دې اړه وويل،  افغان امنيتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي او وروسته له دې به  د ا منيتي ځواکونو له لوري د عملياتو اعلان مخکې له مخکې نه کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د حکومت او طالبانو له لوري د سولې خبرو له پيلېدو وروسته د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې او همدا عوامل د سولې په خبرو کې د خنډ او ځنډ لامل هم شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام