سپینه ماڼۍ: د محکمې له حکم پرته د افغانستان بانک د پانګې لیږد ناشونی دی

د سپینې ماڼۍ ویانده جن ساکي وايي چې د امریکا متحده ایالاتو د محکمې له حکم پرته د افغانستان بانک هېڅ پانګه به د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته نه ورکول کېږي. خو نوموړې ټينګار کړی چې د بایډن د اجرایي فرمان موخه د بشردوستانه مرستو د استفادې لپاره افغانانو ته د دې پیسو د یوې برخې د ورکړې زمینه برابرول دي.

نصیراحمد فایق: ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ رهبرۍ لپاره توطیې شنډې شوې

ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق وايي، د «حق او عدالت غږ بندولو او فساد سره د مبارزې په موخه» د ملګروملتونو سازمان کې د افغانستان د دایمي استازولۍ د رهبرۍ بدلون لپاره «وروستۍ هڅې او توطئې» شنډې شوي دي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه: ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي

د ژغورنې نړیوالې کمېټې نن یوه بیانیه کې ویلي چې ۹۷ سلنه افغانان له لوږې سره مخ دي. دغه کمېټه وايي د افغانستان د اسلامي امارت له راتګ شپږ میاشتې وروسته، د دغه هېواد په سطحه بشردوستانه اړتیاووې زیاتې شوي دي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې خبرداری ورکړی چې که د افغانستان بحران ته لاسرسی و نه‌شي، دغه هېواد کې به د لوږې تلفات د تېرو شلو کلونو د جګړو له تلفاتو څخه زیات شي.

بریټانیا راتلونکې میاشت له افغانستان سره د مرستو راټولولو لپاره د یوې غونډې کوربه دی

رویټرز خبري اژانس د بریټانیوي چارواکو له قوله لیکلي چې دغه هېواد به راتلونکې میاشت له افغانستان سره د مرستو د راټولولو په موخه د یوې غونډې کوربه وي. رویټرز ددغو چارواکو له قوله لیکلي، تمه ده چې په دې غونډه کې له افغانستان سره ۴.۴ میلیارد پونډ راټول شي.

د بایډن فرمان ته د اسلامي امارت غبرګون؛ « د افغانانو د شتمنیو غصب، څرګند تېری او ظلم دی»

اسلامي امارت د افغانستان د مرکزي بانک د یوې برخې د شتمنیو د مصادرې په اړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن د وروستي فرمان په غبرګون یوه اعلامیه خپره کړې او هغه یې پاروونکې بللې او په اړه یې واشنګټن ته خبرداری هم ورکړی دی.

د کابل، ننګرهار او کونړ لاریون‌کوونکي: امریکا او متحدین یې باید د افغانستان د ویجاړۍ تاوان ورکړي

د کابل، ننګرهار، کونړ او لوګر په سلګونو اوسېدونکیو نن د افغانستان د پانګې اړوند د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن د اجراییوي فرمان په غبرګون کې لاریون وکړ.
لاریونوال وایي امریکا او متحدین یې باید تېرو ۲۰ کلونو کې د جګړې له امله د زرګونو افغانانو د وژل کېدو او د افغانستان د ویجاړۍ تاوان ورکړي. دوی وایي چې کنګل شوې پیسې د افغانانو دي او بایډن باید خپل فرمان بیرته لغو کړي.

نظري د باميان اوسېدونکو ته: اسلامي امارت سره جوړجاړى وکړئ

د اسلامي امارت د اقتصاد وزارت مسلکي معین، عبداللطیف نظري  بامیان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت شاوخوا ۳۰۰ اوسېدوونکو ته په وینا کې له هغوی څخه وغوښتل چې له اوسني نظام (د افغانستان اسلامي امارت) سره جوړجاړی وکړي او له تقابل څخه ډډه وکړي.

د اماراتو ويزې د غوښتونکو اعتراض؛ “اته مياشتې کېږي چې له تګ نه پاتې يوو”

د عربي متحده اماراتو د وېزې متقاضیانو نن د وېزو نه ورکړې په غبرګون اعتراض وکړ. دغه معترضان چې زیاتره یې سوداګر دي وایي، د اسلامي امارت له واکمنۍ مخکې افغانستان ته راغلي خو اوس اته میاشتې کېږي چې عربي متحده اماراتو ته له تګ نه پاتې دي.

د ای‌اېس‌ای مشر ترکیه کې د یو‌شمېر افغان ګوندونو له مشرانو سره لیدلي

د اینډېپېنډېنټ فارسي خبري سایټ د یوې سرچینې په خبره ویلي، د پاکستان د استخباراتو مشر جنرال ندیم احمد انجم د تېرې جمعی پر ورځ د ترکیې په انقرې ښار کې د افغانستان د یو‌شمېر سیاسي ګوندونو له مشرانو عبدالرشید دوستم، عطامحمد نور او محمد محقق سره لیدلي دي.

د اومیکرون خپرېدو په اړه اندېښنې؛ مسوولان: کورونا په دوو اوونیو کې ۶۶ کسان مړه کړي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې هېواد کې د کورونا ویروس د نوې موندل شوې اومېکرون بڼې له امله د مړینې شمېرې ډېرې شوې دي. د یاد وزارت مسوولان په هېواد کې د اومېکرون د خپرېدو په اړه هم اندېښنه څرګندوي او وايي چې یاد ویروس په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی.

جوزجان کې د نجونو او هلکانو لپاره د وړیا زده‌کړو مرکز پرانستل شو

جوزجان کې د نجونو او هلکانو لپاره د وړیا زده‌کړو لومړنی ښوونیز مرکز نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانستل شو. دغه ښوونیز مرکز چې ۲۵۰۰۰ ټوکه کتابونه لري، په بېلابېلو ټایمونو کې ۱۰۰۰ نجونو او هلکانو ته په‌کې زده‌کړې ورکول کېږي.

چین امریکا ته په اشارې: د نړۍ یو بډایه هېواد د یوه بې‌وزله هېواد شتمني لوټي

د چین د بهرنیو چارو وزارت د امریکا هغې پرېکړې ته غبرګون ښودلی چې له مخې یې دغه هېواد د افغانستان د اووه میلیارده ډالرو پانګې نیمايي هغه یې د سپټمبر یوولسمې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د غرامت په توګه ورکوي. یاد وزارت دې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي: «د نړۍ بډایه هېواد په ښکاره د بې‌وزله هېواد شتمني غلا کوي.»

اسلامي امارت بدخشان کې د ښځو لپاره استازې ټاکلې

د بدخشان ځايي چارواکي وايي، هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته یې تېره ورځ د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کې د یوه پروګرام په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره نیسا مبارز د بدخشان د ښځو استازې په توګه غوره او معرفي کړه.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس معزالدین احمدي وايي چې ښځې کولی شي د افغانستان اسلامي امارت په نظام کې ټولو برخو، ان نظامي او امنیتي برخه کې هم دنده ترسره کړي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د بایډن وروستی فرمان به خصوصي سکتور زیانمن کړي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولانو په یوه خبري غونډه کې د افغانستان د کنګل شویو زېرمو په اړه د جو بایډن د وروستي فرمان په غبرګون کې وویل، که د افغانستان پیسې په بشپړه توګه ازادې نه شي په افغانستان کې به خصوصي سکتور له ګڼو ستونزو سره مخ شي.