۱۳۹۸ کال کې له ۹۱ کوډ نه ميليونونه افغانۍ ناقانونه لګول شوي

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمیسیون مشر میر افغان صافي له مالیې وزارت سره ددغه کمیسیون په ګډه غونډه کې ويلي، که څه هم د ولسي جرګې مالي او بودیجې کمیسیون په کراتو او د رسمي مکتوبونو په لېږلو سره له مالیې وزارت څخه د ۹۱یم کوډ د پیسو د لګښت د څرنګوالي په اړه پوښتلي، خو دغه وزارت په بېلابېلو پلمو سره د دوی غوښتنو ته ځواب نه ورکوي.

قانوني بنديز؛ پنټاګون بيا هم له افغانستانه د خپلو سرتېرو ايستو ته دوام ورکوي

سره له دې چې د یوه نوي قانون له مخې افغانستان نه د نورو امریکایي ځواکونو وتل بند شوي؛ خو د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون پرته له دې چې د ځواکونو د ايستو مسلې خطرونه او ناوړه پایلې کانګرس سره شریکې کړي، د امریکایي ځواکونو د ايستو بهیر ته دوام…

د کاغذي پېژندپاڼو د تایید بهیر درېږي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خبر ورکړی چې د روانې اوونۍ له دوشنبې ورځې به د کاغذي پېژندپاڼو د تایید بهیر ودروي او له هغه وروسته به یې هېڅ ډول پېژندپاڼه تایید نه کړي.

ولسمشر غني: پارلمان یوازې د بوديجې د رد او تصويب مسووليت لري

د ولسي جرګې له لوري يوه اوونۍ وړاندې چې د ۱۴۰۰ مالي کال بوديجه رد شوه، اوس ولسمشر محمد اشرف غني د يادې جرګې د پرېکړې په غبرګون کې ويلي، پارلمان یوازې د بوديجې د رد او تصويب مسووليت لري.

ولسمشر محمد اشرف غني نن د کابینې په غونډه کې ویلي، د اساسي قانون له مخې بودیجه د اجراييه قوې کار دی او پارلمان یوازې کولای شي هغه رد او یا تصویب کړي.

  د کابل برښنا د پرې کېدو په اړه د برښنا شرکت بې‌خبري

د افغانستان برښنا شرکت مسولان وایي، له ازبکستانه افغانستان ته د لېږدوونکې برښنا د پرې کېدو په اړه معلومات نه لري، خو د دغه شرکت د معلوماتو پر بنسټ د ازبکستان د برښنا د تولید په دستګاوو کې د تخنیکي ستونزو له کبله افغانستان ته لېږدوونکې برښنا پرې شوې ده.

د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، له یوې مېاشتې راهيسې په ازبکستان کې تخنیکي ستونزې پیدا شوي چې دغو ستونزو د برښنا پر تولید اغېزه کړې او د برښنا تولید په ټپه ولاړ دی.

یوناما د سولې خبرو د بیا پیلېدو لپاره دوحې ته د مذاکره کوونکي ټيم د ستنېدو هرکلی کوي

افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما په یوه اعلامیه کې دوحې ته د مذاکره‌کوونکي پلاوي ستنېدو څخه هرکلی کړی او ویلي يې دي، په چټکه توګه د دوه افغان ټیمونو ترمنځ د خبرو پیل ته په تمه دي.

له يوناما په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه خبرې د جګړې د پای او سولې ته د رسېدو لپاره ډېرې  مهمې دي.

د کندهار له نوي والي د حمدالله محب غوښتنه؛ د ياد ولایت امنیت لپاره جدي هڅې وکړه

کندهار لپاره د نوي والي او د ملي امنیت رییس تر ټاکل کېدو وروسته، د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دغه ولایت ته لاړ. حمدالله محب کندهار کې یوه غونډه کې وویل، نوی والي او د ملي امنیت رییس یې د کندهاریانو د غوښتنو پر بنسټ بدل کړي، ترڅو د دغه ولایت په وضعیت کې مثبت بدلون راشي.

ولسمشر غني عامې روغتيا وزارت ته نوی سرپرست وزير معرفي کوي

وروسته له دې چې احمدجواد عثماني د عامې روغتیا له وزارته ګوښه شو ولسمشر غني وويل، دغه وزارت ته نوی سرپرست وزير معرفي کوي.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر  محمد اشرف غني دا خبره تېره ورځ ماښام د عامې روغتیا وزارت په انګړ کې د یاد وزارت له معینانو او نورو مسوولانو سره په ليدنه کې مطرح کړې ده.

احمد ضیا مسعود: ولسمشر غني دې واک دفاع وزارت ته وسپاري

د افغانستان د اسلامي جمعیت ګوند مرستیال احمد ضیا مسعود  پر افغانستان د پخواني شوروي د یرغل د ۴۱مې کالیزې په اړه جوړه شوې غونډه کې وويل، که ولسمشر محمد اشرف غني نه‌شي کولی هېواد اداره کړي، سیاسي واک دې دفاع وزارت او پوځ ته وسپاري، ترڅو د ترهګرۍ پر وړاندې رښتينې مبارزه وشي.

پروان کې سږکال له ۴۰۰ پراختیايي پروژو یوازې ۲۵ یې بشپړې شوي

د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي، په پام کې وه چې په ۱۳۹۹ کال کې په یاد ولایت کې ۴۰۰ پراختیايي پروژې پلي شي؛ خو له دې ډلې یوازې ۲۵ پروژې ګټې اخیستو ته سپارل شوي دي او د ۲۵ نورو هغو کارونه دوام لري.

د دې ټولو ۵۰ پروژو ټولیز لګښت نږدې ۳۳۰ میلیونه افغانیو ته رسېږي.

د غزني د ولسي جرګې ټاکنې د راتلونکي کال تلې میاشت کې کېږي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون رييسې حوا علم نورستانۍ نن کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل، د ولایتي شوراګانو، د غزني د ولسي جرګې او د ځینو ښاروالیو ټاکنې به د راتلونکي کال تلې میاشت کې وشي. د نوموړې په وینا، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ۱۳۹۹ کال د اسد میاشتې په ۱۶مه د ولایتي شوراګانو…

فیفا: د ټاکنیزو اصلاحاتو د طرحې نه موجوديت به د جمهوري نظام لاسته‌راوړنې له منځه یوسي

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو یا فیفا بنسټ نن کابل کې يوې خبري غونډې کې د ټاکنیزو بحثونو له کم‌رنګه کېدو او د اصلاحاتو له نه راوستو اندېښنه څرګنده کړه.

د فیفا بنسټ اجرايیوي رييس یوسف رشید وویل، هېواد کې د سولې بحثونو له پيل سره د ټاکنو اړوندو موضوعاتو په اړه د حکومت تمرکز کم‌رنګه شوی دی.

د حکومت د سولې خبرو مرکچي پلاوی ولسي جرګې ته ورغوښتل کېږي

ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د سولې د بین‌الافغاني خبرو د پایلو په اړه غوښتنه وکړه چې د حکومت مذاکره کوونکی پلاوی دې جرګې ته ور وغوښتل شي.

د يادې جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل، د حکومت خبرې کوونکی پلاوی دې د بین‌الافغاني خبرو له پایلو د راپور ورکولو او دويم پړاو لپاره د اجنډا د توضېح په موخه، جرګې ته حاضر شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت تنقیص شويو کارکوونکيو «پرلت» وکړ

د کانونو او پټرولیم وزارت سلګونه تنقیص شويو کارکوونکيو نن سهار اعتراض وکړ او د یاد وزارت مخې ته یې د پرلت خېمه ووهله. دوی وايي، له ټولو ۲۶۶۶ کارکوونکيو دغه وزارت ۱۲۰۹ کارکوونکي له خپلو دندو لرې کړي دي چې په درېیمو او څلورمو بستونو کې په دندو بوخت وو.

اعتراض کوونکي د دې وزارت د سلګونو کارکوونکيو او مامورینو تنقیص کول، د ملکي خدمتونو د قانون خلاف ګڼي او وايي، د دې شمېر کارکوونکيو د لرې کولو په اړه پرېکړه قانوني نه ده او پر دې پرېکړې دې بيا کتنه وشي.

«نوماند وزیرانو چې له ولسي جرګې د باور رايې نه دي اخيستي، ناقانونه کار کوي»

د سرپرستانو له لوري دولتي ادارو کې له سلیقوي ګمارنو او لرې کولو د اندېښنو په دوام، نن د ولسي جرګې یو شمېر غړيو د جرګې عمومي غونډه کې وویل، یو شمېر نوماند وزیران وروسته له هغې چې د تایید رایې يې ترلاسه نه کړې، ناقانونه کړنې ترسره کوي.

د دوی په وینا، د هغو نوماند وزیرانو له لوري دې د تغیر او تبدیلۍ بهیر ودرول شوي چې د تایید رایې یې نه دي ترلاسه کړي.

کروخي: د ولسمشر سلاکاران څو مېلمستونونه لري او په عیش‌و نوش بوخت دي

د ولسي جرګې غړې مسعوده کروخي چې په کابل کې یې له اداري فساد سره د مبارزې د ملي سټراتیژۍ د پلي کېدو څېړنې برنامې ته خبرې کولې وویل، په هېواد کې د فساد موجودیت د اندېښنې وړ دی. نوموړې وويل، که څه هم هېوادوال په هېواد کې د فساد د موجوديت له کبله له بدې ورځې سره مخ دي؛ خو د حکومت لوړپوړي کارکوونکي دې شرایطو ته په نه پام؛ د ښه وخت تېرولو په فکر کې دي.