کابل کې خیاطان: وروستۍ یوې میاشت کې مو کاروبار ۸۰سلنه ښه شوی

د اختر په را نږدې‌کېدو سره کابل ښار کې د افغاني جامو یوشمېر خیاطان وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې یې پېردونکي ۸۰سلنه ډېر شوي دي.

د کابل ښار دغه خیاطان همداراز زیاتوي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال له افغاني جامو سره د خلکو د لېوالتیا ډېره شوې چې د دوی کار ورسره ښه شوی دی.

د کابل مېلمستونونو کې د مسافرو کمښت؛ «شپه او ورځ کې پنځه مسافر لرو»

کابل کې د یو‌شمېر مېلمستونونو مالکان وايي چې د پخوا په پرتله یې کاروبار خراب شوی دی. دوی زیاتوي چې د بې‌وزلي له امله د دوی هوټلونو او مېلمستونونو ته د مسافرو ورتک په نشست حساب دی. په ورته وخت کې یوشمېر مسافر کابل ښار کې د هوټلونو او مېلمستونونو احتمالي فعالیت ځنډېدو څخه اندېښنه ښيي.

د هرات ګمرک عواید زیات شوي

د هرات محلي مسوولان وايي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۱۴۰۱ کال کې د دغه ولایت د ګمرک عواید د فساد مخنیوي له امله څو برابره زیات شوي دي.

کابل کې د ګلانو او نیالګیو پلورونکي: د تېر کال په پرتله مو کاروبار ښه شوی

کابل ښار کې د ګلانو او نیالګیو یو‌شمېر پلورونکي وايي چې د تېرو کلونو په پرتله یې سږکال د پېر کچه لوړه شوې ده.

ولي‌ محمد چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د کابل ښار په یوه څنډه کې ګلان پلوري، وايي چې روان کال یې د ګلانو او نیالګیو برخه کې ۳۰۰زره  افغانۍ پانګونه کړې ده.

درملتونونو کې د تراماډول ناقانونه پلور؛ د خوړو او درملو اداره: د سرغړوونکو پېژندل ناشوني دي

د کابل اوسېدونکې نرکس چې ۲۳کلن زوی یې د «تراماډول» په نوم نشه‌ لرونکو ګولیو د کارونې له امله روږدی شوی، وايي چې د کابل په روغتونونو کې په ازاده توګه د یادو درملو کارونه لامل شوې چې زوی یې روږدی شي.

نرګس له حکومت غواړي چې د نشه‌ لرونکو درملو د ناقانوني پلور مخنیوي په اړه لازم اقدامات وکړي.

کابل کې د کورونو او ځمکو کاروبار ۷۰ سلنه کم شوی

په کابل ښار کې د یوشمېر معاملاتو د لارښوونې دفترونو مسوولان وايي، د ا.ا له لوري د شرعي قبالو د صادرولو په بهیر کې ځنډ او د هېوادوالو د اقتصادي ستونزو له امله د کورونو او ځمکو د پېر او پلور کاروبار ۷۰ سلنه کم شوی دی.

د م.م دفترونو کې د افغان ښځو د کار مخنیوی له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوی

افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان اړوند دفترونو کې له کار د ښځو ګرځولو ته د غبرګونونو پر دوام، د افغانستان لپاره د یاد سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا  اوتونبایوا، د یاد سازمان د سرمنشي مرستیاله امنه محمد او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن د اسلامي امارت دغه پرېکړه غندلې او هغه یې د افغانانو لپاره اندېښمنونکې بللې ده.

د افغانستان بانک راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه د وري ۱۹مه نېټه به «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن (پنج‌شنبه د ۱۴۰۲ د وري اوولسمه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې شنبه «۱۵» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

ګوټرېش: ملګري ملتونه په افغانستان کې له ښځینه‌ کارکوونکو پرته فعالیت نه‌شي کولای

له هغه وروسته چې اسلامي امارت په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار مخه ونیوله، دغه سازمان یې په غبرګون کې په افغانستان کې خپلو ټولو ښځینه کارکوونکو ته چې شمېر درې‌نیم زرو ته رسېږي، خبر ورکړی چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو پورې دندو ته ور نه‌شي.

اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیولې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما پر ټویټر لیکلي چې په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د ښځینه کارکوونکو د کار مخه نیول شوې ده.
یوناما د دې پېښې په اړه د اندېښنې ښودلو تر څنګ، ټینګار کړی چې باید ښځینه کارکوونکو ته یې د کار اجازه ورکړل شي.