
د نیمروز ګمرک د عوایدو لوړېدل؛ د ورځې له ۲۰ تر ۳۰ میلیونه افغانۍ راټولېږي
د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ګمرک عواید لوړ شوي دي.

د نیمروز د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ګمرک عواید لوړ شوي دي.

د پکتیا ولایت په ډنډه پټان ولسوالي کې د یوې سترې ولسي غونډې پرمهال قومي مشرانو او علماوو د نجونو ولور څلور سوه زره افغانۍ وټاکه.

د اسیا پراختیايي بانک یا «ADB» د اړوند پروژو یوشمېر کارکوونکو نن په کابل کې د یوناما دفتر مخې ته، د خپلو معاشونو د نه ورکړې له امله اعتراض وکړ.

په میدان وردګ ولایت کې «د کوتل تخت صنعتي پارک» د جوړېدو چارې نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اسلامي امارت د مسوولانو په حضور کې پیل شوې. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعامالله سمنګاني په دې مراسمو کې وايي، ۲۰ کلنې تجربې دا وښوده چې له همغږۍ او همکارۍ پرته نشو کولای، هېواد له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا کړو.

د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالي کې یوه کس د چړې په وسیله خپله مېرمن او څلور اولادونه سخت ټپیان کړي دي.

شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې لاس پلورونکو ته د غرفو اېښودلو پر طرحې کار پیل کړ. د دې طرحې پر بنسټ، لاس پلورونکي اړ دي چې هره میاشت له ۵۰۰ څخه تر ۲۰۰۰ افغانیو پورې فیس ورکړي.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترېش سره د افغانستان د روان وضعیت په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې په موخه په بشري مرستو بار یوه پاکستانۍ الوتکه نن هېواد ته راورسېده.

افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په لړ کې نن ترکیې په هېواد کې له روزنتونونو سره د مرستې په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته د خوراکي توکو ۱۵۰۰ کڅورې او شاوخوا ۷۵۰ قالینې وروسپارلې.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې په تېرو درېوو میاشتو کې په افغانستان کې بشري وضعیت خراب شوی دی. په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۱ کال په اګېسټ میاشت کې کله چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړ، بشري مرستو ته د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۴.۴ میلیونو ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې تر دې مخکې دغه شمېر ۱۸.۴ میلیونه وه.

په فاریاب ولایت کې سرچینې وايي چې بېګاه د دغه ولایت د مرکز میمنې ښار په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوتي وو چې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د ژورنالیستانو د فدراسیون او د افغانستان رسنیز بنسټونه نن د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د کاري خونديتوب د نشتون او د افغان خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي د زياتواتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپل ټویټرپاڼه د هېواد ټولو رسنیو ته د دې ورځې مبارکي ویلې ده. مجاهد لیکلي چې د هېواد رسنۍ د قوانینو په چوکاټ کې په ازاده توګه فعالیت لري او اسلامي امارت یې ملاتړ کوي.

د افغانستان مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د کوچني اختر په مناسبت په خپل ویډیویي پیغام کې چې په فیسبوک کې په ژوندۍ بڼهخپور شو ویلي چې افغانستان د تاریخ په تر ټولو بد حالت کې دی او اړتیا ده چې موږ ټول یو بل ومنو او د نورو ناخوالو د مخنیوي لپاره پهګډه کار وکړو.

ارزګان کې د خصوصي مرکزونو او ښوونځیو یو شمېر مسوولان او زدهکوونکي وايي، هېواد کې تر وروستیو بدلونونو او د اقتصادي وضعیت تر خرابېدو وروسته، یو شمېر خصوصي مرکزونه تړل شوي او پاتې یې د تړل کېدو ګواښ سره مخ دي.

د هلمند ولایت اوسېدونکي وايي چې د اقتصادي ستونزو، وزګارتیا او د توکو د لوړې بیې له امله راتلونکي کوچني اختر ته د میوې او نورو اختریزو توکي د پېرلو وس نه لري.