
پروان کې پر ساري ناروغیو د اخته ماشومانو شمېر زیات شوی
د پروان اوسېدونکي دغه ولایت کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ترمنځ د ساري ناروغیو له ډېروالي اندېښنه څرګندوي.

د پروان اوسېدونکي دغه ولایت کې له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ترمنځ د ساري ناروغیو له ډېروالي اندېښنه څرګندوي.

د افغانستان له هرات ولایت څخه د لومړي ځل لپاره د انارو جوس لومړنۍ جوپه امریکا ته لېږدول شوې ده.

نږدې شپږ میاشتې وړاندې د افغانستان بانک په یوې خبرپاڼه کې ویلي و چې د «۱۰، ۲۰، ۵۰ او ۱۰۰» افغانیو نوي چاپ شوي بانکنوټونه یې پر خصوصي بانکونو وېشلې دي. د یادو بانکنوټونو له وېش د شپږ میاشتو په تېرېدو لا هم د کابل پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکي وايي چې تراوسه یې نوې افغاني بانکنوټونه نه دي ترلاسه کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني پرون چهارشنبه د جولای ۱۹مه د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي سره لیدلي دي.

د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې د سلاموطندار موندنې ښيي چې ۱۳ ولایتونو کې افغان مېرمنې په بشپړه توګه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري. کابل کې د ملالۍ زېږنتون رییسه ملالۍ رحیم فیضي وايي چې دغه روغتون د ښځینه ډاکټرانو او طبي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دی.

جوزجان د هېواد په شمال کې د هغو ولایتونو له ډلې یو دی چې ډېری اوسېدونکي یې د کرنې او بزګرۍ له لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي. خو د اوبو کموالی، د موسمي بارانونو نه اورېدل، پرلهپسې وچکالۍ، د بوټو افتونه او د هوا تودوخه هغه ستونزې دي چې سږ کال یې د دغه ولایت کروندګرو ته سخت زیانونه اړولي دي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي، د افغانستان، پاکستان او اوزبکستان ترمنځ د افغان ترانس اوسپنې پټلۍ مسیر معلومولو په تړاو د هوکړې لاسلیک ترڅنګ دې برخه کې پر یوه درې کلن پلان هم هوکړه شوې ده.
دغه اداره له هغو هېوادونو چې دې پروژه کې ښکېل دي غواړي چې د یادې پروژې د عملي کار پیل لپاره اقدام وکړي.

کابل کې د پرتو کتابتون له لوري نن چهارشنبه د چنګاښ ۲۸مه «وادونو کې د لوړ لګښت د پایلو او عواملو ارزونې او د اسانه واده د حللارو وړاندې کولو» تر نوم لاندې علمي او تخصصي ناسته وکړه. د پوهنتون استاد محمدباقر حسیني دې ناسته کې له کورنیو غوښتنه وکړه چې وادونو کې د لوړ لګښت مخه ونیسي.

په افغانستان کې د ا.ا له واکمنېدو وروسته د رسنیو د فعالیتونو درېدو په دوام، دوو خصوصي رسنيو تازه خپل فعالیتونه پريښي دي. دا رسنۍ په هرات کې «ترقي ټلوېزیون» او بلخ کې «نهاد راډیو» دي چې خپل رسنیز فعالیتونه یې پريښي دي. د ترقي ټلوېزیون د دوشنبې په ورځ داسې مهال خپل فعالیت پرېښود چې خپلو کارکوونکو ته یې تنخواوې هم نه وې ورکړې.

د کابل ښار اوسېدونکي شکایت کوي چې لا هم د ښار په لویو او کوچنیو پلورنځیو کې تاریختېر خوراکي توکي خرڅېږي او په وینا یې، اړوندې ادارې یې باید مخه ونیسي.
د کابل ښار د تایمني سیمې اوسېدونکی قیوم وايي، کوچنی زوی یې څه موده وړاندې د یوه تاریختېر جوس د څښلو له امله ناروغ شوی و. هغه وايي، د دغو توکو خرڅلاو د خلکو له ژوند سره د لوبو کولو په مانا دی.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبدالطیف منصور پکتیا ته د خپل سفر پرمهال سلاموطندار ته ویلي چې هېواد کې روانې وچکالۍ او اقلیمي بدلون اغېزو ته په پام اوسنیو شرایطو کې د نورو هېوادونو د حقابې تامینول ستونزمن کار دی. هغه وویل: «اوسنیو شرایطو کې د نورو هېوادونو د حقابې تامینول مشکلات لري، وچکالي بېخي ډېره زیاته ده.»

یوشمېر متقاعدینو نن سهشنبه د چنګاښ ۲۷مه کابل ښار کې د یوې اعتراضیه غونډې پر مهال له ملګروملتونو غوښتنه وکړه، څو پر سرپرست حکومت د دوی د تقاعد حقوقو د ورکړې له امله فشار راوړي.

کندهار کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې سږکال دغه ولایت کې د انګورو حاصلات د پام وړ زیات شوي دي.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د کرنيزو چارو امر شمسالرحمان موسی وايي، د دغه ولایت شاوخوا ۲۰زره او ۵سوه هکټاره ځمکه د انګورو باغونو پوښلې او سږکال يې حاصلات هم زیات شوي دي.

د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د دغه ولایت په مرکز غزني ښار کې د څه باندې ۶۵زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبولګولو د یوه کانال د رغېدو چارې پیل کړې.
د غزني ښار اړوند د «کُشک د اوبولګولو کانال» د رغېدو چارې نن سهشنبه د چنګاښ ۲۷مه پیل شوې دي.

پاکستان د ځینو هغو هېوادونو له ډلې شمېرل کېږي چې د افغانستان سرپرست حکومت سره څه ناڅه ښې اړیکې لري او نړۍ سره د سرپرست حکومت د تعامل برخه کې یې هم خپلې هڅې کړې دي. خو له دې نږدې اړیکو سره سره بیا هم د دواړو لوریو ترمنځ د «ټيټيپي» ډلې په اړه په دې وروستیو کې خبرې ښکته او پورته شوې دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا پرون یکشنبه د چنګاښ ۲۵مه یوې خبرپاڼه کې ویلي، افغانستان د هغو لسو هېوادونو په ډله کې دی چې د اقلیمي بدلون او طبیعي پېښو ګواښونو سره مخ دی. په خبرپاڼه کې راغلي چې د اقلیمي بدلون له امله افغانستان کې کرنه او ورځنی ژوند له ګواښ سره مخ او بېړنیو مرستو او ملاتړ ته اړتیا لري.