بامیان ته تلونکي سیلانیان: لومړنۍ اسانتیاوې نشته، د چکر په خوند نه پوهېږو

بامیان د افغانستان د ګرځندویۍ او چکر ولایتونو له ډلې یو دی او وخت‌ناوخت ورته کورني او بهرني سیلانیان ورځي، خو اوس دغه ولایت ته ورتلونکي سيلانيان شکایت کوي چې هلته لومړنۍ اسانتیاوې نشته او دوی له چکر څخه خوند نه‌شي اخیستلی.

د لوګر په دولتي روغتونونو کې د درملو کمښت په اړه د خلکو شکایت

قدرت‌الله چې د لوګر ولایت مرکزي روغتون ته یې ناروغ ور وړی، سلام‌وطندار ته ویلي چې له تېرو درېوو ورځو راهیسې یې خپل ناروغ په «نايب امین‌الله خان لوګري» روغتون کې بستر کړی، خو د درملنې لپاره یې ټول درمل له بازار څخه پېري.

د افغانستان بانک سبا دیارلس میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتلو او ثبات په موخه سبا (د زمري پنځلسمه، د یکشنبې ورځ) دیارلس میلیونه ډالر لیلاموي.
د افغانستان بانک له نورو پر شرایطو برابرو بانکونو او د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

کندهار کې د انارو بڼوال: سږکال د انارو ډېری برخه چاودلي او حاصلات به یې کم وي

کندهار کې د انارو یو‌شمېر بڼوال وايي چې سږکال یې د انارو د باغونو حاصلات د نباتي ناروغیو او وچکالۍ له امله زیانمن شوي دي.

دوی زیاتوي چې سږکال یې د اټکل له مخې د انارو حاصلات د تمې خلاف دي او په وینا یې، سختې وچکالۍ او د اوبو نه رسېدو له امله د انارو ډېری برخه په ونو کې چاودلې دي.

د ملي پراختیا شرکت: تېرکال مو ۸۹ پراختیايي پروژې بشپړې کړي

د ملي پراختیا شرکت مسوولانو نن سه‌شنبه د زمري لسمه ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پر مهال وویل چې یادو پروژو کې جوماتونه، د قاتحې سالونونه، لوبغالي، د پوهنتونونو لپاره لیلیې او پر کورونا د اخته ناروغانو لپاره د روغتونونو رغول شامل دي.

خوست کې دوه کلن ماشوم له تښتونې وروسته وژل شوی

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یو دوه کلن ماشوم له تښتونې وروسته وژل شوی دی.

د خوست د امنیې قومنداني ویاند مستغفر ګربز وایي چې د محمد په نوم دغه ماشوم څو ورځې وړاندې تښتول شوی و چې جسد یې پیدا شوی دی.