Asset 1SWN

فاریاب کې د ګلیم او غالیو د پلور بازار له رکود سره مخ دی

IMG_0417

فاریاب کې د ګلیم او غالیو یو‌شمېر تولیدونکي وايي چې له نږدې دوو کلونو راهیسې د غالیو او ګلیم پلور پیکه بازار او د بهرنیو غالیو واردات لامل شوي چې دغه صنعت له رکود سره مخ شي.

فاریاب کې ګلیم اوبېدونکې بي‌‌بي‌ زینب چې له تېرو ۱۳ کلونو راهیسې د ګلیم اوبدلو له لارې د خپل ژوند اړتیاوې پوره کوي، وايي چې پخوا به یې یو ګلیم دوه-درې زره افغانۍ پلوره، خو په وینا یې، اوس یې بیه ټيټه شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې وویل: «څو دانې مې اوبدلې تراوسه مې نه دي خرڅ کړي، ځکه له پاکستان او نورو هېوادونو هر ډول غالۍ راغلي. غواړو چط بهرني واردات بند شي، څو د ګلیم بازار وده وکړي.»

د فاریاب د کوهستان ولسوالي اوسېدونکی محمداصف چې خپل اوبدل شوي ګلیمونه یې د پلور لپاره بازار ته راوړي وویل: «۳ پر ۵ ګلیم کې پنځه مېرمنې زحمت باسي، خو د زحمت په پرتله یې بیه ارزانه ده، اوس مې مېرمن ګلیم اوبدلی، راوړی مې دی چې وې پلورم او ایران ته لاړ شم.»

د فاریاب مرکز میمنې ښار کې د ګلیم پلورونکو د ټولنې غړی خبرمحم خیري وايي چې له څلور کلونو راهیسې د ګلیمو کاروبار کوي، خو له نږدې دوو کلونو راپدېخوا یې بازار پیکه شوی دی.

نوموړي وویل: «زموږ بازار له دوو کلونو راهیسې سقوط کړی. نه سوداګر شته، خرڅوونکی او نه هم پلورونکی. څه باندې ۴۰کاله کېږي چې دلته هټۍ لرم، دوه کاله کېږي چې ګلیم مې اخیستي او هټۍ کې راسره دي، خو خریدار نشته.»

د فاریاب د صنعت او سوداګرۍ  امریت د صادراتو د پراختیا مدیر محمدعالم وايي چې هېواد کې له سیاسي تحولاتو وروسته د لاسي صنایعو سوداګرو هېواد پرېښی چې له امله یې د ګلیم او غالیو بازار پیکه شوی دی.

نوموړي وویل: «اسلامي امارت او د فاریاب د صنعت او سوداګرۍ امریت هڅه کوي چې سوداګر وهڅوي، څو هېواد ته راشي او پانګونه وکړي او د ګلیم او غالیو صنعت بېرته وده وکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د افغانستان په بازارونو کې د بهرنیو غالیو واردات او خرڅلاو لامل شوی چې د وروستیو کلونو پرمهال ډېری ولایتونو کې دغه صنعت پیکه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام