
ننګرهار کې کروندګر: د مُمپلیو حاصلات ښه، خو د پلور بازار ته یې اندېښمن یوو
ننګرهار کې کروندګر وايي چې سږ کال یې پر خپلو ځمکو هم مُمپلي کرلي او تمه لري چې ډېر حاصل به ترې ترلاسه کړي.
دغو کروندګرو سلاموطندار ته وویل چې سږکال د یاد ولایت یوولس ولسوالیو کې پر ۲۱۱ هکټاره کرنیزه ځمکه مُمپلي کرل شوي چې د پام وړ حاصل ترلاسه کولو لپاره یې کروندګر هیلهمند دي.














