
سمنګان کې ۱۰۰ کسانو ته د کار کولو زمینه برابره شوه
د سمنګان د کرنې ریاست د طبیعي سرچینو د تنظیم امریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د لنډمهال لپاره سلو کسانو ته د کار کولو زمینه برابره کړې ده.
یادو کسانو ته د ځنګلونو د احیا او ساتنې پروژې لهخوا د پستې تخم د کرلو له لارې د کار کولو زمینه برابره شوې.














