
د پاسپورټ غوښتونکي: ولایتونو کې دې په سپینه عریضه د پاسپورټ نوملیکنه پیل شي
کابل کې د پاسپورټ یوشمېر غوښتونکي د یاد ریاست مخکې ته د بېنظمۍ او د ګڼېګوڼې له امله د شکایت ترڅنګ وايي، ساعتونه خپل نوبت ته په تمه پاتې کېږي.

کابل کې د پاسپورټ یوشمېر غوښتونکي د یاد ریاست مخکې ته د بېنظمۍ او د ګڼېګوڼې له امله د شکایت ترڅنګ وايي، ساعتونه خپل نوبت ته په تمه پاتې کېږي.

د غور اوسېدونکي غلام سخي سخاوتمند د دغه ولایت مرکز فيروزکوه ښار کې د کلچو پخولو یوه کارخونه جوړه کړې چې ٢٥ ځوانان پهکې پر کار بوخت دي.
نوموړی سلاموطندار ته وايي چې د دغې کارخونې له جوړېدو څخه یې موخه د هغو ځوانانو لپاره د کار زمینه برابرول دي چې د وزګارتیا او بېوزلۍ له امله نورو هېوادونو ته کډوالي کوي.

د کندهار سپینبولدک ولسوالي کې هغه هټۍ او منډوي تړل شوي چې پر کلدارو یې راکړه ورکړه کوله.
د سپینبولدک د اطلاعاتو او فرهنګ مدیر عليمحمد حقمل سلاموطندار ته وايي، یوازې د هغو کسانو هټۍ تړل کېږي چې وار-وار خبر ورکول شوی، خو بیا هم د افغانیو پر ځای یې پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه کوي.

د پکتیا سیندیزې فرعي حوزې مسوولان وایي چې د یوې ګډې کمېټې له لوري د دغه ولایت تر ځمکې لاندې د اوبو کچې ساتنې او لوړېدو لپاره د ځینو کښتونو پر کرلو محدودیتونه لګول شوې دي.
دغه ګډه کمېټه له شپږو ریاستونو څخه جوړه شوې او کروندګرو ته به د هغو کښتونو د ډولونو د کرلو لارښوونې کوي چې لږو اوبو ته اړتیا لري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولان وايي، د پاکستان حکومت له افغانستان سره په ټولو پنځو دروازو کې د باروړونکو موټرو له چلوونکو څخه د پاسپورټونو او ویزو غوښتنه کړې او دغه لارې یې د هغو د تګراتګ پر مخ تړلې دي. پاکستان تازه په خوست کې د غلامخان بندر هم د پاکستان تړلی دی.

د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت مرکز قلات ښار اړوند سیمه کې پر څه باندې ۱۰زره جریبه ځمکه د یوه صنعتي ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې.
د زابل مرستیال والي محیبالله حماس وايي چې دغه صنعتي ښارګوټی به درې بېلابېلې برخې ولري او پر ۱۰زره او ۳۰۰ جریبه ځمکه به جوړ شي.

د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال پر خلکو غږ کړی چې هېواد کې د راغلي امنیت شکر پرځای کړي او له سرپرست حکومت ملاتړ وکړي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت نن چهارشنبه د مرغومې ۲۷مه پر اېکس لیکلي چې عبدالغني برادر دې غونډه کې د ننګرهار اوسېدونکو ته ډاډ ورکړی چې د امکاناتو برابرېدو په صورت کې به د دوی ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وکړي.

د هلمند عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د بېپولې ډاکټرانو په مرسته تېر کال د بُست ولایتي روغتون کې یې د ۳۰۰زره ناروغانو درملنه کړې ده.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر سیداحمد سعید سلاموطندار ته وايي، د بېپولې ډاکټرانو ټولنه چې د کلونو راهسې د هلمند بست ولایتي روغتون سره د روغتیا په برخه کې مرسته کوي، وايي، دې ناروغانو کې د بستر، اوپيډي او نورو ناروغانو درملنه شوې.

د کندهار مسوولان وايي، د دغه ولایت مرکز اړوند میانکو سیمه کې د ۱۰.۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو چکډېم جوړ او ګټېاخیستنې ته وسپارل شو.
دغه چکډېم «سهشنبه، مرغومې ۲۶مه» د «یوانډيپي» په مالي لګښت د براک موسسې په تخنیکي همکاري جوړ چې د ۱۵۰۰۰۰متره مکعبه اوبه زېرمه کولو ظرفیت لري.

که څه هم ۲۰۲۳ کال کې د افغان مېرمنو د ژوند بېلابېلو اړخونو کې له پرمختګ او پر وړاندې یې د ولاړو ستونزو څخه سترګې نهشي پټېدی، خو د روان ۲۰۲۴ کال له پیل سره هممهاله د پرمختګونو پراخېدو او ستونزو هواري ته هیلې ژوندۍ دي. په دې راپور کې هغو څېړنیزو راپورونو ته ځغلنده نظر کوو چې سلاموطندار «سلام افغانستان رسنیزې موسسې» د تېر یوه کال پر مهال د افغان مېرمنو وضعیت او برخلیک په اړه چمتو او خپاره کړي دي.

سلاموطندار د وړکتونونو له څوارلسو ښځینه ښوونکو سره چې دولسو یې په دولتي وړکتونونو کې کار کاوه او په وروستي یوه کال کې له دندو ګوښه شوې دي. د سلاموطندار موندنې ښيي چې د وړکتونونو هغه ښځینه ښوونکې چې په دغه راپور کې ورسره مرکې شوي، اوس له سخت اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د اوبو او برښنا وزارت چارواکي وایي چې دغه چکډېمونه د تېرو شپږو میاشتو پر مهال د ۱۷ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړ شوي دي.
د یادو چکډېمونو پرانېستغونډې ته د اوبو او برښنا سرپرست عبداللطیف منصور وویل، اوبو او برښنا وزارت د لوګر په ګډون په ګڼو ولایتونو کې د لسګونه ذخیروي بندونو او چکډېمونو د جوړېدو چارې پیل کړې دي.

د زابل په مرکز قلات ښار اړوند سیمو کې د درې میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت درې ښوونځي جوړېږي.
د یاد ولایت د اقتصاد رییس عزتالله سلاموطندار ته ویلي چې دغه ښوونځي به د کاکړانو، خرواریانو او باوړۍ سیمو کې ورغول شي.

د پکتیا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د نږدې درېوو میلیونه افغانیو په لګښت د یوه چکډېم د جوړېدو چارې پیل کړې.
دغه چکډېم چې د یاد ولایت د سیدکرم ولسوالي اړوند ملاخېل کلي کې جوړېږي، چارې یې نن «سهشنبه، مرغومې ۲۶مه» پیل شوې.

د میدانوردګ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي چې د کرنې او خوړو نړیوال پروګرام/FAO له لوري د مرکز میدانښار په ګډون په څلورو ولسوالیو کې پر شاوخوا ۳۷۰۰ کروندګرو د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه.

د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د لوګر محمداغې ولسوالي د سرخ اب اوبو بند د شاوخوا ۱۱ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بیارغول کېږي.د
اوبو او برښنا وزارت سرپرست عبداللطیف منصور د یاد بند بیارغونې چارو پيل مراسمو ته وویل، د سرپرست حکومت مشران هڅه کوي چې د هېواد په کچه د بیارغونې پر بنسټ پر پروژو کار وکړي.