توماس نیکلسون: د افغانانو خپلسره نیونې د اسلامي امارت ژمنو سره په ټکر کې دي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسون د اسلامي امارت له خوا د معترضه ښځو د نیولو په غبرګون کې ویلي، د خلکو خپلسره نیول او د هغوی نادرکه کېدل، د اسلامي امارت د حکومت او خلکو ترمنځ اړیکې کمزورې کوي.

د افغانیو پر وړاندې د ډالرو بیې ناڅاپي رالوېدو صرافان اندېښمن کړي

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند عبدالرحمان زیرک سره له دې چې په ناڅاپي توګه د ډالرو ارزښت رالوېدو څخه اندېښنه ښيي، خو د افغانیو ارزښت لوړېدو کې د مافیایي کړیو رول ردوي. نوموړی وایي چې په تدریجي ډول د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړېدل به د صرافانو په ګټه تمام شوي‌ وو.

سور صلیب: هڅه کوو د افغانستان د روغتیايي سېسټم د پاشلتیا مخه ونیسو

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د افغانستان د روغتیايي سیستم وضعیت د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې د دغه هېواد د روغتیايي سیستم له پاشلتیا څخه د مخنیوي بشردوستانه هڅې بسنه نه کوي. په ورته مهال د سره صلیب کمېټې رییس ټينګار کړی چې دغه بنسټه هڅه کوي، څو د افغانستان د روغتیايي سیستم د پاشلتیا مخه ونیسي.

د خبریالانو خپلسره نیونو ته اندېښنې؛ اسلامي امارت: د رسنیو ازادۍ ته ژمن یو

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د افغان خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو له داوم څخه د تازه رپوټ په خپرولو سره اندېښنه ښوولې او ویلي، دې وروستیو دوو میاشتو کې د خبریالانو احضار او خپلسره نیونې زیاتې شوي دي.
دغه سازمان ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت واکمنېدو راهیسې، د خبریالانو او د رسنیو کارکونکو د نیولو ۵۰ موارده ثبت شوي.

د کابل له ښځینه زندان څخه ۱۴بندیانې خوشې شوي

اسلامي امارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د کابل له ښځینه زندان څخه یې ۱۴ښځینه بندیانې چې د بېلابېلو جرمونو په تور بندیانې شوې وې، خوشې کړې دي. د زندانونو چارو د سمون ادارې په خپره شوې خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي، د ولایتونو ټولو محکمو ته سپارښتنه شوې چې د ښځینه بندیانو د دوسیو څېړلو ته لومړیتوب ورکړي. د اسلامي امارت حکومت دا نه دي ویلي چې دغه ښځینه بندیانې د کومو جرمونو په تور نیول شوې وې.

رینا امیري: اسلامي امارت دې ناعادلانه نیونې ودروي

د افغان ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې کابل کې د معترضه ښځو نیول کېدل غندلي او دغه کار یې ناعادلانه بللی دي. د افغانستان د ښځو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي، که کابل د ولسي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو په لټه کې وي، باید بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو حقونه رعایت کړي او درناوی ورته ولري.

امریکا: نړیوال بانکونه د بشردوستانه مرستو لپاره افغانستان ته پیسې استولی شي

رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی چې د امریکا مالیې وزارت مرسته‌رسوونکو موسسو ته هم اجازه ورکړې چې پر اسلامي امارت د متحده ایالتونو د بندیزونو له وېرې پرته، دولتي ادارو کې د ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو حقوق ورکړي.