پکتیکا کې د یونېسف ۴۷۸ ټولګیو کې ۱۹۴۴۸ نجونې او هلکان زده‌کړې کوي

پکتیکا کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف له‌خوا په جوړ شویو ټولګیو کې زرګونه نجونو او هلکانو ته د زده‌کړو زمینه برابره شوې ده.

د پکتیکا د پوهنې ریاست چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د یونېسف له‌خوا ۴۷۸ محلي ټولګي جوړ شوي چې دا مهال په‌کې ۱۹۴۴۸ نجونې او هلکان پر زده‌کړو بوخت دي.

هېواد کې د بې‌وزلو د پور اخیستلو لوړه کچه؛ خلک: له وزګارتیا پوزې ته راغلي یوو

کابل کې یوشمېر کارګر وايي، د وزګارتیا او بې‌وزلۍ له امله ستړي شوي او په اوونیو اوونیو ورځنۍ مزدوي ورته نه پیدا کېږي.

دوی سلام‌وطندار ته وايي، له دې وضعیت پوزې ته راغلي او هره ورځ تش لاسونه کور ته ستنېږي. له دې سره د اقتصاد وزارت مسوولان وايي، هېواد کې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ کچې کمولو لپاره یې یو لړ پروګرامونه جوړ کړي دي.

کابل ته د نغدي مرستو دوام؛ تراوسه دوه میلیارډ او ۱۱۳میلیونه ډالر رارسېدلي

له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د نغدي مرستو په لړ کې نن سه‌شنبه د ۴۰ میلیونه ډالرو یوه بله کڅوره کابل ته راورسېده.

د افغانستان بانک نن سه‌شنبه د کب ۲۳مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه نغدي مرسته یې یوه خصوصي بانک ته سپارلې ده.

د افغانستان بانک سبا ۱۷ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا چهارشنبه د کب ۲۴مه «۱۷» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن سه‌‌شنبه د کب ۲۳مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا دوشنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي. د افغانستان بانک ویلي چې د داوطلبۍ ګټونکي باید خپل ټول حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه تصفیه کړي.

د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۲ ولایتونو کې نن دوشنبه د کب ۲۲مه د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل کړ چې څلور ورځې به دوام وکړي.

کابل کې یوشمېر هغه کورنۍ چې ماشومان یې د پولیو ضد واکسین کمپاین کې شاملېږي له نورو کورنیو غواړي چې پر ګوزڼ ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوي لپاره خپلو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي.

کابل ښاروالي دیارلسمه ناحیه کې د نیالګیو کېنولو کمپاین پیل کړ

کابل ښاروالي نن د پلازمېنې اړوند دیارلسمه ناحیه کې د نیالیګو کېنولو کمپاین پیل کړ چې د مسوولانو په وینا، دې کمپاین کې به څه باندې ۲۰۰۰ نیالګي کېنول شي.

د کابل ښاروالي مسوولان وايي چې دغه کمپاین یې یاده ناحیه کې د نیالګیو کېنولو په اړه د عامه پوهاوي په موخه پیل کړی دی.

داعش ډلې بلخ کې پر خبریالانو د شوي برید مسوولیت پر غاړه واخیست

بلخ کې د خبریالانو پر یوې غونډې د شوې چاودنې مسوولیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

العربیه رسنۍ راپور ورکړی چې داعش ډلې یکشنبه د کب ۲۱مه پر خپل ټلګرام اعلان کړی چې د بلخ مرکز مزارشریف ښار اړوند د خبریالانو پر غونډې د شنبې ورځې چاودنه دوی کړې ده.

فاریاب کې د یوه ماشوم جسد موندل شوی

د فاریاب د خواجه‌سبز‌پوش ولسوالي په «غذاري» کلي کې د هغه ماشوم جسد موندل شوی چې یوه اوونۍ مخکې لا درکه شوی و.

د فاریاب د امنیې قومنداني ویاند حمیدا‌لله بت‌شکن سلام‌وطندار ته ویلي چې دغه ماشوم بسم‌الله نومېده او شپږ کلن و چې یوه اوونۍ وړاندې لادرکه شوی و.

ستره محکمه: سرپل کې پر ښځې او لوڼو یې جنسي تیري‌کوونکي د ا.ا غړي نه‌دي

په وروستیو څو ورځو کې پر ټولنیزو رسنیو خپره شوې یوې ویډیو کې یوه ښځه ادعا کوي چې دوو وسله‌والو پر دې او دوو ۱۲ کلنې او ۱۳ کلنې لوڼو یې جنسی تېری کړی او وهلي او ډبولي یې دي. د یادې ویډیو له خپرېدو وروسته د ټولنیزو رسنیو ګڼ‌شمېر کاروونکو دې ویډیو ته تند غبرګونونه ښودلي دي.

افغاني سرې میاشتې ټولنه: د زړه سوري ۱۱۰۰۰ ناروغان درملنې ته په تمه دي

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې روان میلادي کال یې هېواد کې د زړه سوري  ۷۰۷ ماشومانو درملنه کړې او یا تر درملنې لاندې دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویاند عرفان‌الله شرف‌زوی وايي چې د یادو ماشومانو له ډلې یې ځینې پاکستان ته او پاتې یې د هېواد شپږو روغتونونو ته د درملنې لپاره لېږلې دي.

د افغانستان بانک سبا «۱۶» میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا دوشنبه د کب ۲۲مه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.

د افغانستان بانک نن یکشنبه د کب ۲۱مه پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا دوشنبه «۱۶» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

بلخ کې د خبریالانو پر غونډه چاودنه؛ ریچارډ بنټ: له افغان خبریالانو دې ملاتړ وشي

بلخ کې د خبریالانو پر غونډې شوې چاودنې ته د غبرګونونو په لړ کې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ د افغان خبریالانو د لا ملاتړ غوښتنه وکړه. د یادونې وړ ده چې د تبیان فرهنګي مرکز کې تېره ورځ داسې مهال چاودنه وشوه چې یاد مرکز کې د خبریالانو د ملي ورځې نمانځنې لپاره تیاری نیول شوی و.

وزګارتیا او اقتصادي ستونزې؛ بې‌وزله کورنۍ: اولادو ته مو خواړه نشو برابرولی

کابل کې یوشمېر بې‌وزله کورنۍ وايي چې د خپلو اولادونو د خوراکي توکو او نورو اړتیاوو برابرولو توان نه‌لري.

د کابل اوسېدونکې بنفشه د شپږو ماشومانو مور ده. نوموړې سلام‌وطندار ته وايي چې د وزګارتیا او بې‌وزلۍ له امله ډېری وخت خپل اولادونه نه‌شي مړولی. هغه چې یوه نمجن کور کې ژوند کوي، د کورنۍ سرپرست هم نه‌لري.