کارپوهان: د ایران د «حق‌ابې» مسله باید سیاسي نه‌ شي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یوه بیان کې ټینګار کړی چې له هلمند سیند څخه د «حق‌ابې» اخیستل، د ایران لومړیتوب دی او دې برخه کې یې ا.ا سره خبرې هم روانې دي.
نوموړي د ا.ا له مسوولانو وغوښتل چې د ایران «حق‌ابې» موضوع روښانه کړي او دغه هېواد ته خپله حق‌ابه ورکړي. په دې وروستیو کې د ایراني چارواکو له‌خوا دغه غوښتنه په جدي توګه مطرح شوې ده.

د مزارشریف-هرات او کندهار د اوسپنې پټلۍ پروژې ته لسو شرکتونو د پانګونې لېوالتیا ښودلې

د اوسپنې پټلۍ ادارې مسوولان وايي چې د مزارشریف-هرات او کندهار د اوسپنې پټلې پروژې لومړني کارونه به ډېر ژر پیل شي.

د اوسپنې پټلۍ ادارې ویاند عبدالسمېع دراني سلام‌وطندار ته ویلي، تراوسه لسو کورنیو او بهرنیو شرکتونو په یاده پروژه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

کروندګر: پر یوه ځمکه د بېلابېلو محصولاتو کښت، ځمکه پیاوړې کوي

په بلخ کې کروندګر وايي چې پر یوه کرنیزه ځمکه د بېلابېلو محصولاتو کښت د ځمکې د پیاوړتیا لامل کېږي او ښه ګټه‌وټه لري.

دوی زیاتوي، کروندګر کولای چې پر یوه وخت له بېلابېلو محصولاتو څخه ښه حاصل ترلاسه او خپل اقتصاد پیاوړی کړي.

ننګرهار کې د ځمکني توتانو کرکېله ډېره شوې

ننګرهار کې کروندګر وایي چې په دې وروستیو کې په دغه ولایت کې د کروندګرو له‌ لوري د ځمکني توتانو کښت زیات شوی دی. دوی سلام‌وطندار ته وايي، د ځمکني توتانو دغه فصل تر ډېره په هغو سیمو کې کرل شوی چې پخوا به په‌کې کوکنار کرل کېدل. نوموړی ځمکني توتان د کوکنارو ښه بدیل بولي او زیاتوي، تر کوکنارو په دې کې ورته ډېره ګټه پاتې کېږي، ځکه خو یې کرکیله هم ورځ تربلې مخ پر زیاتیدو ده.

بغلان کې د ټرافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه شوي

د بغلان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له کبله شپږ کسان مړه شوي او یو بل کس ټپي دی.

پېښه نن سه‌شنبه د غويي ۱۲مه د یاد ولایت د مرکز پلخمري ښار اړوند «دشت‌خواجه الوان» سیمه کې د یوه کرولا ډوله او باروړونکي موټرو ترمنځ رامنځته شوې ده.

روزګان کې یوه مېرمن د خپل «لېور» له‌خوا وژل شوې

په روزګان کې یوه سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ولایت کې یوه مېرمن د خپل خاوند د ورور «لېور» له‌خوا د چړې په وسیله وژل شوې ده. د سرچینې په وینا، پېښه پرون دوشنبه د غويي ۱۱مه د دغه ولایت د دهراوود ولسوالي اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، یادې مېرمنې پنځه کاله وړاندې واده کړی و او قاتل د امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی دی.

د دوحې غونډه او پروړاندې یې غبرګونونه؛ د ښځو حقونو فعالانې او شنونکي: بې‌ګټې ده

د امریکا او ا.ا ترمنځ د دوحې هوکړه‌لیک له لاسلیک څخه چې له مخې یې په افغانستان کې پخوانی اسلامي جمهوري نظام ونړېد او ا.ا واک ته ورسېده، څه دپاسه درې کاله تېر شول. ملګرو ملتونو په دې موده کې د ا.ا او نړیوالې ټولنې ترمنځ له ګڼو ناندریو او غبرګونونو وروسته، نن د قطر په پلازمېنې دوحه کې د افغانستان په اړه دوه‌ورځنۍ غونډه جوړه کړه.

د افغانستان په اړه د دوحې غونډه؛ «د افغان ښځو زده‌کړو او کار ته دې لاره هواره شي»

یوشمېر کابل ښاریان په دوحه کې د افغانستان په اړه د غونډې پیلېدو سره سم وايي، تمه لري چې په دې غونډه کې به د افغانستان روان کړکېچ ته د پای ټکی کېښودل شي او د دوی ژوند به ورسره مثبت بدلون ومومي. د دولسم ټولګي زده‌کوونکې نجمه نبي‌زاده وايي، افغان نجونې او ښځې تمه لري چې د دوحې غونډه کې به یې د زده‌کړو او کار لپاره اسانتیاوې برابرې شي.

دوحه کې د افغانستان په اړه د ملګروملتونو جوړېدونکې ناستې ته بېلابېل غبرګونونه

ټاکل شوې ملګري ملتونه ا.ا سره د تعامل څرنګوالي په اړه خپله دوه ورځنۍ غونډه سبا دوشنبه د غويي ۱۱مه د قطر پلازمېنه دوحه کې پیل کړي.

دغه غونډه چې د ا.ا له استازیو پرته د ملګروملتونو د سرمنشي انټونیو ګوټرېش او د بېلابېلو هېوادونو د ځانګړو استازیو په حضور کې د تړلو دروازو ترشا جوړېږي، بېلابېل غبرګونونه راپورته کړي دي.

سږکال به ۳۰زره افغانان د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته لاړ شي

د حج او اوقافو وزارت مسوولانو «نن یکشنبه د غويي ۱۰» کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د افغانستان د پرله‌پسې غوښتنو وروسته د سعودي حکومت سږکال د حج ادا کولو لپاره د افغانستان سهمیه ۳۰۰۰۰ کسانو ته لوړه کړې. د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، تېر کال له افغانستانه ۱۳۵۸۲ افغانانو د حج ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.

د پاکستان د کراچۍ ښار له زندانونو ۵۶ افغان بندیان خوشې شوي

د پاکستان د سِند ایالت په کراچۍ ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ چارواکي وايي چې د دغه ایالت له بېلابېلو زندانونو څخه د ماشومانو په ګډون ۵۶ افغان بندیان خوشې شوي او بېرته افغانستان ته لېږدول شوي دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا مهال هم د کراچۍ ښار په زندانونو کې ۳۳۱ افغانان بندیان دي او د خوشې‌کېدو هڅې یې روانې دي.

د امنیت‌شورا پرېکړې ته غبرګون؛ ا.ا نړۍ ته: د افغانستان کورنیو مسایلو ته درناوی ولرئ

د ا.ا  د بهرنیو چارو وزارت د ملګروملتونو امنیت شورا پرېکړه‌لیک ته په غبرګون کې ویلي چې د ښځو اړوند بحثونه د افغانستان کورنۍ مسله ده او پر نورو هېوادونو اغېز نه‌لري. د ملګروملتونو امنیت شورا تازه په یوه پرېکړه‌لیک کې له ا.ا غوښتنه کړې چې د ښځو پر کار او د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لرې کړي.

د افغانستان بانک سبا «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلاموي

د افغانستان بانک وايي چې سبا یکشنبه د غويي لسمه نېټه به «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د افغانستان بانک نن (شنبه د ۱۴۰۲ د غويي نهمه) پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به سبا یکشنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.