
بغلان او جوزجان کې ټرافیکي پېښې څلور کسان مړه کړي
د جوزجان او بغلان محلي مسوولان وايي چې په یادو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه شوي او پنځو نور ټپي دی.

د جوزجان او بغلان محلي مسوولان وايي چې په یادو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله څلور کسان مړه شوي او پنځو نور ټپي دی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې مسوولانو څه موده وړاندې سلاموطندار ته ویلي وو چې د ا.ا له واکمنېدو راهیسې یادې کمېټې ۲۵ دولتي روغتونونو سره مرستې کولې چې د مالي ستونزو له امله به دغه کمېټه د اګسټ تر پایه یادو روغتونونو سره خپلې مرستې دروي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست خیرالله خیرخواه وايي چې اوسنی حکومت د افغان ولس پر ملاتړ مخکې روان دی.
نوموړي نن سهشنبه کابل کې پر افغانستان د ا.ا د بیاواکمنېدو په اړه جوړې شوې غونډې پرمهال وویل چې ځینې کړۍ له هېواده بهر د نظام پر ضد تبلیغات کوي، خو په وینا یې، اوسنی حکومت د خلکو په ملاتړه سره وړاندې روانې دی.

د سمنګان روغتیايي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ټرافیکي پېښې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي مړه شوي او شپږ نور ټپیان دي.

د لوګر محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په مرکز پُلعلم کې د اورلګېدنې له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه اوښتې دي.
دغه اورلګېدنه بېګاه شپه ۸بجې د پُلعلم ښار د لرګیو په ټالونو کې رامنځته شوې ده.

یوشمېر افغان مېرمنې د ا.ا حکومت له دویمې کلیزې سره هممهاله وايي چې د سرپرست حکومت له لوري پرې د بندیزونو لګېدو دوام لامل شوی چې ورځ تر بلې په ټولنه کې څنډې ته شي.
ا.ا د تېر کال له زمري میاشتې راهیسې په څو بېلابېلو فرمانونو سره ښځې له زدهکړو او کار را ګرځولي چې یوشمېر ښځې دا پرېکړې د دوی د څنډې ته کولو په مانا بولي.

د غور په مرکز فیروزکوه ښار کې د «کډوالو ښارګوټي» اوسېدونکې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسی له امله شکایت کوي.

لوګر ته د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهابالدین دلاور سفر سره هممهاله دغه ولایت کې له کانونو د اړوند چارو د څارنې کمېټه جوړه شوه.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولان وايي چې دغه وزارت سره په ټولییزه توګه ۶۳۸۹۵۴ یتمان، کونډې او معلولیت لرونکي کسان ثبت کړي دي.

د پروان په سیاهګرد ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو په مالي مرسته د درېوو میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پُل د رغېدو چارې پیل شوې.

د هلمند د واشېر ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د یادې ولسوالي او مرکز لښکرګاه ښار ترمنځ غځېدلی سړک دې ژر تر ژره ورغول شي.
د دوی په وینا، مرکز لښکرګاه ته غځېدلې لاره کنډ او کپر ده چې د یادې ولسوالي اوسېدونکې یې له بېلابېلو ستونزو سره مخ کړي دي.

کابل کې نن یوشمېر متقاعدینو د «تقاعد خزینې لوی ریاست» مخېته د خپلو معاشونو د نه ترلاسه کولو له امله اعتراض کړی.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، هغه خبریالان چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي، د نیونې لامل له څېړنې وروسته به یې د خوشې کولو لپاره هڅې وکړي.

د میدانوردګ په دایمیرداد ولسوالي کې د ټرافیکي پېښې له امله څلور کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
پېښه نن شنبه د زمري ۲۱مه د یوه ټراکټور موټر د چپهکېدو له امله رامنځته شوې ده. د پېښې لامل د سړک خرابوالی ښودل شوی.

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولان وايي چې دا مهال د هېواد په بېلابېلو زندانونو کې ۱۶زره کسان د بېلابېلو جرمونو له امله بندیان دي.

کابل کې د ملالۍ زېږون روغتون مسوولان وايي چې دغه روغتون کې د یوې شپې او ورځې پرمهال دوه «انومالي او ناقص» ماشومان زېږول کېږي.