
د کار نشتون؛ کابل کې کارګر: د خوړو برابرولو لپاره مو د کور وسایل پلورو
پلازمېنه کابل کې یوشمېر کارګر وايي، د بېوزلي او کار نشتون له امله اړ دي چې د خپلې اړتیا وړ خوراکي توکو برابرولو لپاره د کور وسایل وپلوري.

پلازمېنه کابل کې یوشمېر کارګر وايي، د بېوزلي او کار نشتون له امله اړ دي چې د خپلې اړتیا وړ خوراکي توکو برابرولو لپاره د کور وسایل وپلوري.

د پکتیا امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې د تېرو څلور ورځو پر مهال پر ۳۰۶۰ جریبه ځمکه کرل شوي چرس اړولي دي.

د افغانستان بانک وايي چې نن شنبه د تلې «میزان» لومړۍ نېټه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.
د افغانستان بانک پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې د «افغانۍ» ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به نن شنبه «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي.

افغانستان کې د ترکیې د پوهنې بنسټ وايي چې سرپرست حکومت دې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکوونکو تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي چې افغانستان سږکال ۲،۲۷ میلیون مټریک ټُنه غنمو ته اړتیا لري چې له هېواده بهر یې باید راوارد کړي.

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» په یوه تازه راپور کې ویلي، افغانستان د مور او ماشومان د مړینې له امله په نړۍ کې تر ټولو لوړ شمېر لري.

سلاموطندار په هېواد کې له میراث محرومو شویو ۱۷مېرمنو سره د مرکو په ترڅ کې موندلې چې دغه ښځې په ټولنه کې د شته دودونو او رواجونو له امله له میراث محرومې شوې دي.

د افغانستان بانک وايي چې راتلونکې شنبه د تلې «میزان» لومړۍ نېټه به «۱۴» میلیونه امریکايي ډالر د لیلام په توګه بازار ته وړاندې کړي.

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د یاد سازمان په کلنۍ غونډه کې ویلي چې ۷۰سلنه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

د بلخ د پوهنې ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په «نهرشاهي» ولسوالي کې د ۱۲۰زره ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د غزني په مرکز او درېوو ولسوالیو کې د یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د بیارغونې ۵۷ پروژو چارې پیل شوې. دغه پروژې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام له لوري پلې کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان «who» افغانستان کې د غوره روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په پار د روغتیا وزارت اړوند ۲۵ روغتونونو سره د طبي او نورو توکو مرسته ډېره کړې ده.

د زابل د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې سږکال د انګورو په حاصلاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

غور کې د تېرو شپږو میاشتو پر مهال پر خوارځواکۍ اخته ۱۶ ماشومان مړه او څه باندې ۳۰۰ نور پر دې ناروغي اخته شوي دي.

د سرپرست حکومت مسوولان وايي چې د ملګروملتونو په کلنۍ غونډه کې د افغانستان په اړه کېدونکې هره پرېکړه او بحث به بېپایلې وي.

د پروان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د توپدرې له لرغونې «استوپې» څخه اووه فرانسوي سیلانیانو لیدنه کړې ده.