Asset 1SWN

د عامې روغتیا وزارت: افغانستان کې د مور او ماشوم د مړینې پېښې کمې شوي

مرگ_ومیر-مادران-3-qcoracx7oh5cf8lgdvm6lzorsaj7m77jz4zqhsdz7s

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» په یوه تازه راپور کې ویلي، افغانستان د مور او ماشوم د مړینې له امله په نړۍ کې تر ټولو لوړ شمېر لري.

د اوچا په راپور کې راغلي چې په افغانستان کې په هرو ۱۰۰زره زېږونونو کې ۶۶۹ د مړینې پېښې لري چې د مور او ماشوم د مړینې له امله نړۍ کې تر ټولو لومړي ځای کې دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اوچا لیکلي: «څلور لسیزې جګړه، د روغتیا برخه کې د پانګونې کمښت، د ۲۰۲۱ کال اګسټ څخه د مرسته‌کوونکو هېوادونو له لوري د بودیجې کمښت، د زېږون پر مهال روغتیايي خدمتونو لاسرسی او ماشومان اغېزمن کړي دي.»

خو د عامې روغتیا وزارت مسوولان بیا دغه شمېرې بې‌بنسټه بولي او وايي چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې افغانستان کې د مور او ماشوم مړینه کمه شوې او تېر کال ټول هېواد کې یوازې ۲۴۰ مېندې مړې شوې دي.

د یاد وزارت ویاند شرافت‌زمان امرخېل سلام‌وطندار ته وویل: «لرو پرتو سیمو کې د مور او ماشوم مړینې مخنیوي لپاره روغتیايي مرکزونه جوړ شوي او هغه شمېرې چې موږ سره دي، تېر کال د مخکینو کلونو په پرتله د مړینې شمېرې کمې دي. ځینې بنسټونه شمېرې خپروي چې د مړینې شمېرې زیاتې شوې، خو بې‌بنسټه دي.»

په ورته مهال د کابل ملالۍ روغتون مسوولان وايي چې تېر کال د ۲۰زره او ۲۹۰ ولادتونو له ډلې یې یوازې دې روغتون کې اته د مړینې پېښې ثبت شوي دي.

د ملالۍ روغتون رییسه ملالۍ رحیم فیضي سلام‌وطندار ته وویل: «د کال له پیله تراوسه ۱۱زره او ۳۳۰ ولادتونه شوي چې تراوسه څلور د مور او ماشوم د مړینې پېښې لرو. هغو مېندو چې خپل ژوند له لاسه ورکړی له لرو سیمو دې روغتون ته راوړل شوې وې او وضعیت یې خراب وو، له همدې امله مو ونشوای کړای چې و یې ژغورو.»

بل‌خوا روغتیاپالان د زېږون پر مهال روغتون ته د مېندو رسېدل، د زېږون ترمنځ د واټن نه‌مراعتول، د وینې لوړ فشار او د مور بدني کمزورتیا له هغو لاملونو بولي چې له امله یې د مور او ماشوم د مړینې لامل کېږي.

د ملالۍ روغتون ډاکټرې فهیمه سکندري وویل: «ټولې اومېندواره مېرمنې ګواښ کې دي او کورنۍ باید ورته پام وکړي او خپل ناروغ ته پام وکړي او روغتون ته یې ورسوي. د دې ترڅنګ مېندې باید د زېږون ترمنځ واټن مراعت کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې افغانستان کې د ملګروملتونو سیاسي استازولي «یوناما» هم ویلي و چې افغانستان د نړۍ په لسو هېوادونو کې د مور او ماشوم د مړینې ډېری پېښې لري او ۴،۵ میلیونه مېندې او نوي زېږېدلي ماشومان د زېږون یا د زېږون په لومړۍ اوونۍ کې د مخنیوي وړ لاملونو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام