Asset 1SWN

اسلامي امارت: د م.م کلنۍ غونډه کې د افغانستان په اړه بحثونه به بې‌پایلې وي

View of the UNGA hall during the opening session

د سرپرست حکومت مسوولان وايي چې د ملګروملتونو په کلنۍ غونډه کې د افغانستان له حضور پرته کېدونکې هره پرېکړه او بحث به بې‌پایلې وي.

ټاکل شوې چې نن سه‌شنبه د وږي ۲۸مه د ملګروملتونو ۷۸مه کلنۍ غونډه د نړۍ د شاوخوا ۱۹۰ هېوادونو  په کډون پیل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد د یادې ناستې په اړه سلام‌وطندار ته ویلي چې د افغانستان د استازي له ګډون پرته یاده ناسته کې د افغانستان په تړاو هره پرېکړه او بحث به بې‌پایلې وي.

نوموړي وویل: «دا ډېره مهمه ده چې ناستې او غونډې چې کېږي. که د افغانستان په اړه خبرې کېږي، افغانستان هلته استازی نه‌لري، پرېکړې به یې ځای ته ونه‌رسېږي او دا چې افغانستان حضور نه‌لري، بحثونه به بې‌پایلې وي.»

د ا.ا ویاند یو ځل له ملګروملتونو غوښتنه وکړه چې یاد سازمان کې د افغانستان د استازولۍ څوکۍ ا.ا ته ورکړي. له دې وړاندې هم اسلامي امارت په وار وار د ملګروملتونو کې د افغانستان د استازولۍ د ورکړې غوښتنه کړې، خو  یاد سازمان تراوسه په دې اړه مثبت ځواب نه‌دی ورکړی.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ولي فروزان وايي چې ملګروملتونو عمومي غونډه کې د افغانستان نه‌ګډون دغه هېواد له انزوا سره مخ کړي او په وینا یې، دا وضعیت به د افغانستان د ناورین حل برخه کې ستونزې رامنځته کړي.

هغه وویل: «له بده‌مرغه چې دغه وضعیت د افغانستان په زیان دی، ځکه افغانستان د ملګروملتونو غړیتوب لري، خو اوس یوه وضعیت کې دی چې نړۍ یې په رسمیت نه‌پېژني و بلاخره به ملګروملتونو کې هم ځای ونه‌لري.»

ملګروملتونه هر کال د یاد سازمان د غړیو هېوادونو  په ګډون د نړیوالو مسایلو په اړه د بحث او خبرو لپاره سره راټولېږي. سږکال د یاد سازمان ۷۸مه کلنۍ غونډه ده چې د امریکا په نیویارک کې به جوړه شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

تمه ده چې نړۍ کې د نورو مسایلو ترڅنګ به د یادې ناستې ګډونوال د افغانستان وضعیت په اړه هم بحث او خبرې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام