Asset 1SWN

ګوټرېش: ۷۰سلنه افغانان مرستو ته اړمن دي؛ افغانان: مرستې دې دوامداره شي

HERAT, AFGHANISTAN - JANUARY 11: Afghan children eat flour as the poverty rate has increased in Herat, Afghanistan on January 11, 2022. Afghan father Mir Hamza Musazey, Afghan mother Alembibi Musazey and their children have been forced to eat only dry flour for days. Father Mir Hamza Musazey said that he has sold 2 of his daughters so far due to poverty, and that he wants to sell 4 more daughters. Children continue to go to the tent schools opened by UNICEF, where their homes are located, and try to learn to read and write with the books provided there. (Photo by Bilal Guler/Anadolu Agency via Getty Images)

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش د یاد سازمان په کلنۍ غونډه کې ویلي چې ۷۰سلنه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري.

د ګوټرېش یادو څرګندونو سره هم‌مهاله یو‌شمېر افغانان هم وايي چې د بې‌وزلي او اقتصادي ستونزو له امله د یوه وخت خواړه نشي برابرولی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل ښار اوسېدونکی سیف‌الرحمن چې هره ورځ د سړک تر غاړې د خلکو بوټان رنګوي، وايي چې په ورځني عاید نشي کولای، د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابرې کړي.

هغه وویل: «ډېری وخت په لوږه ویده کېږو او دوه ورځې کېږي چې کار مې نه دی کړی. له ورځني کار عاید نه‌لرم او حتا د یوه کیلوګاز پیسې هم نه‌لرم چې خواړه پرې پاخه کړو، نور لګښت خو پر ځای پرېږده.»

په ورته مهال یو بل کارګر نعیم هم وايي چې هره ورځ له سهار تر ماښامه له کوره د کار پر لټون راوځي، خو په وینا یې، که بخت یې ښه وي، اوونۍ کې یوازې دوه ورځې کار ورته پیدا کېږي.

نوموړي وویل: «پخوا مو مرستې ترلاسه کولې او ښه به مو پرې کېدله، بېغمه وو، خو اوس نشته او کمې دي او موږ د بشردوستانه مرستو د دوام غوښتنه کوو.»

په ورته مهال د خوړو نړیوال پروګرام هم خبرداری ورکړی که د اړتیا وړ بودیجه ورته برابره نه‌شي له افغانستانه به ووځي. د خوړو نړیوال پروګرام اړمنو افغانانو ته د مرستو رسولو لپاره راتلونکو شپږو میاشتو کې یو میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

په همدې حال کې د اقتصاد وزارت مسوولان سلام‌وطندار ته وايي چې هېواد کې د اړمنو وضعیت ته په کتو دې بشردوستانه مرستې دوام وکړي.

د یاد وزارت عبدالرحمن حبیب سلام‌وطندار ته وویل: «ټول وزارت‌خونې د خلکو وضعیت ښه‌والي او کاري فرصتونو رامنځته کولو ته لومړیتوب لري او یاد وزارتونه بېړنیو شرایطو ته د رسېدو لپاره خپل چمتووالی لري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له دې وړاندې یونېسف هم ویلي و چې روان ۲۰۲۳ کال افغانستان کې د اړمنو کسانو شمېر ۲۹،۲ ته لوړ شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام