
روزګان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شو
د روزګان روغتیايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې یې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین درې ورځنی کمپاین کړ. دغه کمپاین نن پیل او تر راتلونکو درېوو ورځو به دوام وکړي.

د روزګان روغتیايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې یې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین درې ورځنی کمپاین کړ. دغه کمپاین نن پیل او تر راتلونکو درېوو ورځو به دوام وکړي.

د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستیال وايي په بهر کې جهادي مشران او سياسيون دې له اختلافاتو لاس واخلي.
د کورنيو چارو وزارت لومړی مرستیال محمدنبي عمري وايي چې له هېواد بهر د جهادي مشرانو له لوري له ا.ا د مذاکرې غوښتنه حیرانونکې ده.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له پاکستان غوښتنه کړې چې له افغانستان سره دې اختلافات د ډيپلوماټیکو خبرو له لارې حل کړي.
امیرخان متقي دغه څرګندونې د مسکوفارمټ ناستې څنډه کې د پاکستان او چین استازیو سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس سلاموطندار ته ویلي چې د سالنګ تونل په ګډون د یادې لویې لارې رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي.
حقشناس زیاته کړه چې د سالنګ تونل د لومړۍ طبقې د کانکرېټ اچوونې چارې تر یوه کیلومټر بشپړې شوي او په وینا یې، هڅه کوي چې چارې یې ژر بشپړې کړي.

د افغانستان په اړه د «مسکو فارمټ» ناسته کې ګډونکوونکو هېوادونو افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټينګار کړی دی.

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست چارواکي وایي، د ملګروملتونو نړیوال سازمان په مالي ملاتړ د خلکو په رهبرۍ د پراختیا موسسې (UNOPS) په تخنیکي همکاري د شاوخوا ۱۰۰میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۱۲۰ رغنیزې پروژې عملې کېږي.

د کابل لوېدیځ دشتبرچي کې پر کاج ښوونیز مرکز له خونړي برید د یوه کال په تېرېدو لاهم د دې پېښې یوشمېر ټپیان له رواني اړخه نهدي رغېدلي.

د افغان ښځو او بشريحقونو فعاله محبوبه سراج د اوسلو سولې څېړنیز انسټیټیوټ له لوري د ۲۰۲۳ کال د نوبل سولې جایزې ته نومول شوې ده.
دغه انسټیټیوټ محبوبه سراج د ماشومانو د روغتیا، زدهکړو او فساد سره د مبارزې برخه کې اتله بللې او زیاته کړې یې ده چې نوموړې له کورني تاوتریخوالي د مېرمنو د ژغورنې برخه کې هم ګټور فعالیتونه کړې دي.

فاریاب کې یوشمېر «نابینا» مېرمنې وايي چې د وزګارتیا له امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دغه مېرمنې له دولتي او نادولتي بنسټونو چې د نابینایانو برخه کې فعالیت لري، غوښتنه کوي، څو دوی ته د کار او حرفوي زدهکړو زمینه برابره کړي.

د پکتیا څمکنۍ ولسوالي اوسېدونکي وايي چې دغه ولسوالي کې نفوس زیات دی او شته روغتیايي خدمات ورته بسنه نهکوي.

د خوست امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یوه ۶۰کلنه مېرمن چې د خپل خاوند لهخوا له تېرو لسو کلونو راهیسې په یوې تیاره کوټه کې ساتل کېده، ازاده کړې ده.

سلاموطندار په هېواد کې له ۱۹ هغو مېرمنو سره چې خاوندانو یې دویم او یا له هغه ډېر ودونه کړي، د مرکو په ترڅ کې موندلې چې دغه مېرمنې له بېلابېلو رواني فشارونو ځورېږي.
د مرکه شویو ۱۹ مېرمنو له ډلې یې ۱۳ د خپل خاوند لومړۍ مېرمنې دي او پاتې شپږ یې په بنه «یا د خاوند دویمې مېرمنې» په توګه واده شوې دي.

د کابل ښاروالي د پلازمېنې لوېدیځه غاړه د «پُل سوخته» پر پله د مطالعې فرهنګ دودولو په موخه د کتابونو نندارتون پرانېست.
د کتابونو دغه نندارتون نن پنجشنبه د تلې شپږمه پیل او د نن په ګډون به دوه ورځې دوام وکړي.

بلخ کې د یوه بنسټ له لوري په وادونو کې د لوړ لګښت او ناوړه دودونو له امله د ۱۲۵ جوړو د ډلهییز واده مراسم ترسره کړل.
د واده دغه ډلهییز مراسم نن پنجشنبه د تلې شپږمه د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د «دارالعلوم حسنیه» بنسټ په مالي لګښت جوړ شوي و.

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې روان کال د دغه ولایت له تاریخي او لرغونو سیمو څخه د لیدنې په موخه د بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د عراق له بېلابېلو زندانونو څخه ۲۵ افغان بندیان ازاد شوي دي.
د یاد وزارت د ویاند مرستیال احمدضیا تکل پر اېکس شبکه «ټوېټرپاڼه» لیکلي چې عراق کې د افغانستان سفارت په هلو ځلو دغه افغان بندیان راخوشې شوې دي.