د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې روان کال د دغه ولایت له تاریخي او لرغونو سیمو څخه د لیدنې په موخه د بهرنیو سیلانیانو ورتګ زیات شوی دی.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عطامحمد ساهو سلامووطندار ته ویلي چې د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو پر مهال دغه ولایت ته ۴۵۶ بهرني سیلانیان ورغلي دي.
د نوموړي په وینا، تېر ۱۴۰۱ یوه کال کې یوازې ۱۲۱ بهرني سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي او سیلاني سیمو څخه لیدنه کړې وه.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عطامحمد ساهو زیاته کړه چې د بهرنیو سیلانیانو د راتلو له درکه دې موده کې ۵۰زره ډالره عواید هم ټول شوي دي.
نوموړی له سوداګرو، خصوصي سکټور او بنسټونو غواړي چې د دغه ولایت تاریخي ودانۍ او سیمې چې د نړېدو له ګواښ سره مخ دي، بېرته ورغوي، څو د سیلانیانو شمېر نور هم زیات شي.
د ساهو په وینا، هر هغه بهرنی سیلاني چې افغانستان ته راځي، د ثبت پر مهال ترې ۵۰ ډالره اخیستل کېږي. د معلوماتو له مخې، بلخ څه باندې ۱۲۰ تاریخي سیمې لري چې هر کال ګڼشېمر کورني او بهرني سیلانیان یې د لیدو لپاره ورځي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
حضرت علي «رض» ته منسوب زیارت، د مولانا جلالالدین بلخي د پلار خانقاه، د ابو نصر پارسا جومات، د رابعه بلخي زیارت او یوشمېر ځایونه او ودانۍ د سیلانیانو لپاره د دغه ولایت د لیدو وړ سیمې بلل کېږي.