Asset 1SWN

بلخ کې د ۱۲۵ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره شول

۱

بلخ کې د یوه بنسټ له لوري په وادونو کې د لوړ لګښت او ناوړه دودونو له امله د ۱۲۵ جوړو د ډله‌ییز واده مراسم ترسره کړل.

د واده دغه ډله‌ییز مراسم نن پنج‌شنبه د تلې شپږمه د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د «دارالعلوم حسنیه» بنسټ په مالي لګښت جوړ شوي و.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د یادو مراسمو جوړونکي سلام‌وطندار ته وايي چې د ۱۲۵ جوړو د دغه ډله‌ییز واده پر مراسمو، پنځه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د یاد بنسټ له لوري ورکړل شوي دي.

د دارالعلوم حسنیه فرهنګي مرستیالې راضیه حسیني وویل: «نن د یاد بنسټ له‌خوا د ډله‌ییز واده لسم پړاو دی چې د افغانستان په کچه نن د ۲۵۰ پېغلو او هلکانو ډله‌ییز واده مراسم نیول شوي چې موخه مو د اسلامي فرهنګ وده او د خرافات له‌منځه وړل دي.»

هغو کسانو چې دغه ډله‌ییز واده ورته برابر شوی، وايي، د واده لوړو لګښتونو برابرولو له امله یې کلونه راپدېخوا د واده په تمه وو او  په وینا یې، اوس خوښ دي چې ګډ ژوند پیلوي.

د یاد ډله‌ییز واده یوه زوم سلام‌وطندار ته وویل: «زه یو بې‌وزله یم او نن خوشحاله یم چې واده مې وکړ. دا ډېر ښه کار دی چې دوه ځوانان یوه بل ته ورسېدل، له دې مراسمو باید ملاتړ وشي.

په ورته مهال یوې ناوې مرضیې هم وویل، غوره واده هغه دی چې لږ لګښت ولري. هغې وویل: «ډله‌ییز واده له لوړ لګښت او ناسمو دودونو مخنیوی کوي.»

ځینې دیني عالم هم د ورته ډله‌ییزو ودونو له جوړېدو د هرکلي ترڅنګ وايي چې یاد ودونه دې ډېر شي. یوه دیني عالم احمدفضلي وویل: «اسلام حکم کوي چې د واده په مراسمو کې له لوړ لګښت مخنیوی وشي او ودونو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې هېواد کې د ناسمو دودونو له امله ډېری ځوانان اړ کړي چې د خپلو واده لګښتونو برابرولو لپاره بهرنیو هېوادونو ته مزدورۍ پسې لاړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام