
د پاکستان ټاکنې؛ چاودنو ۲۸ کسان وژلي او ۵۰ ټپیان دي
د پاکستان د پارلماني ټاکنو له پیل سره، د دغه هېواد په ځینو ایالتونو کې امنیتي پېښو او وسلهوالو بریدونو زور اخیستی دی چې تراوسه پهکې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوې دي. په راپور کې ویل شوي چې دواړه چاودنې د بلوچستان په «کلاسیفالله او پښین» کې د ټاکنیزو دفترونو مخې ته رامنځته شوي دي.














