
لوګر کې د «موټرسایکل ځغلونې» فدراسیون څانګه پرانېستل شوه
د لوګر د بدنې روزنې او سپورت امریت چارواکي وایي، د بدني روزنې او سپورت ریاست په همغږۍ د موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسیون پرانېستل شو.

د لوګر د بدنې روزنې او سپورت امریت چارواکي وایي، د بدني روزنې او سپورت ریاست په همغږۍ د موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسیون پرانېستل شو.

افغانستان کې د ورزشي سیالیو جوړېدل دغه لرغوني هېواد کې اوږده مخینه لري. د انسان سلامتیا لپاره د ورزش اهمیت ته په کتو، دې ته اړتیا وه چې یاده برخه کې پراخې څېړنې وشي، خو د ځوانانو ترمنځ د ورزش په اړه د دوی لیدلوری او دا چې څومره ځوانان ورزش کوي، څېړنه نهده شوې. د همدې لپاره سلاموطندار په دې سروې کې۷۵۱ کسان پوښتلي چې دوی ورزش کوي، که نه؟ څو د نمونوي ارزونې په مرسته دا ومومي چې څومره ځوانان ورزش کوي او همداراز د دوی ترمنځ ورزش څومره اهمیت لري.

د لوګر محلي چارواکي وایي چې د مرکز پلعلم ښار اړوند په «حصارک» کلي کې یو ۱۲کلن هلک د «لوګرسیند» ته لوېدلی او مړ شوی دی.
د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار ته وویل، امنيتي ځواکونو د اوبه وړي ماشوم د جسد په لټه کې دي او تراوسه يې په موندلو نهدي بريالي شوي.

هندي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د عوایدو ادارې د ممبی هوايي ډګر کې د افغانستان سرقونسله ذکیه وردګ د ۲۵کیلو ګرامه سرو زرو د قاچاق په تور نیولې.
«ټایمز اف انډیا» ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه پېښه نهه ورځې وړاندې هغه مهال رامنځته شوې چې ذکیه وردګ غوښتل چې دغه سره زر له دوبۍ هند ته قاچاق کړي.

د غزني د ولایتي روغتون رییس نیازمحمد نوري سلاموطندار ته وايي چې د تېر یوه کال پرمهال دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د پام وړ لوړ شوی چې ستر لامل یې د کورنیو بېوزلي او د زېږون ترمنځ د واټن نهمراعتول په ګوته کوي.

د پکتیا مرکز ګردېز ښار اړوند د کډوالو د «رباط ښارګوټي» کې د کډوالو عالي کمېشنري په مالي لګښت په ۳۷۵زره امریکايي ډالرو د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دغه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارو پیل په تړاو جوړو شویو مراسمو کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او یوشمېر نورو چارواکو هم ګډون کړی وو. د یاد روغتون د جوړېدو چارې پرون پنجشنبه، غويي ۱۳مه پیل شوې.

افغانستان کې د ملګروملتونو ځانګړې استازې روزا او تنبایوا لوګر ته د یوه سفر پرمهال ویلي، د افغانستان په لروپرتو ولایتونو کې به ۷۰زره محلي ټولګي جوړ شي.
نوموړې زیاته کړه چې دغه ټولګي کې به د یوشمېر نړیوالو همکارانو په ملاتړ له زدهکړو پاتې ماشومانو او لویانو ته پرانېستل شي.

د افغان خبريالانو د خوندیتوب کمېټې مسوولانو که څه هم په کابل کې د مې مياشتې درېيمه یا د مطبوعاتو ازادۍ په نړيواله ورځ په یوه غونډه کې د رسنيو د فعاليت او اطلاعاتو ته د لاسرسي وضعيت د نسبي ښهوالي په اړه خوشبيني څرګنده کړه، خو په وینا یې، د سرپرست حکومت چارواکو لا هم د خبریالانو د ستونزو هواري لپاره جدي او عملي ګامونه نهدي اوچت کړي.

د میدانوردګ محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په چک او مرکزي بهسودو ولسوالیو کې له ۵۴۵۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې.

افغانستان کې د نجونو او مېرمنو پر زدهکړو-لوړو زدهکړو د محدودیتونو دوام او د ښوونځیو او پوهنتونونو د نهپرانېستلکېدو نامعلوم برخلیک، مېندې د خپلو لورګانو ناڅرګندې راتلونکې په اړه اندېښمنې کړې دي. سلاموطندار په دې راپور کې له ۱۵ هغو مېندو سره مرکې کړي چې د ښوونځیو تړلکېدو له امله یې ځینو خپلې لورګانې واده کړې دي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې «اوچا» وايي، افغانستان کې د اړمنو ژوند ژغورلو لپاره د غوښتل شویو درې میلیارد او ۶۰میلیونه ډالرو څخه یې یوازې ۷.۸سلنه ترلاسه کړي.
دغه سازمان پرون چهارشنبه، مې دویمه ویلي، د بودیجې کمښت په دلیل یې افغانستان سره د بشري مرستو کچه کمه کړې.

د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رفېعالله صمیم وايي چې د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د ازادو رسنیو فعالیت پراخ شوی او د دوی پر وړاندې شته ټولې ستونزې هوارې شوي دي.

د پکتیا کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وایي چې د تېرو دوه اوونیو پرلهپسې اورښتونو له امله په دې ولایت کې ۱۱کرنیز کوچني بندونه، زرګونه متره کانالونه او سلګونه جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.
د پکتیا کرنې ریاست د ترویج عمومي مدیر عزیزالله کریمي وايي، یاد کرنیز بندونه په مرکز ګردېز، احمدخېل، میرزکه او زرمت ولسوالیو کې د سېلابراوتو له امله لهمنځه تللي چې سلګونه جریبه کرنیزي ځمکې یې خړوبوالې.

غزني کې یوشمېر ناروغان او ناروغلرونکي وايي چې د فصل «موسم» بدلون او دغه ولایت کې د خاورو او دوړو ډېروالی، لامل شوی چې د ښځو ترمنځ د ساه لنډۍ ناروغي پراخه شي.
بيبي هاجر چې خپل ناروغ یې د غزني ښار یوه خصوصي روغتون ته راوړی، سلاموطندار ته وايي چې بازار کې خرڅېدونکي درمل یې د ناروغ پر ښهکېدو اغېز نهلري.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې نن چهارشنبه، د غويي ۱۲مه د تېر ۱۴۰۲ کال په اوږدو کې افغانستان ته د راغلو بهرنیو وګړو شمېر په ډاګه کړ.
د دغه رياست د معلوماتو له مخې، د تېرکال پرمهال د هېواد د سرحدي پولو او هوايي میدانونو له لارې ٢٧زره او ٩١٤ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او تللي دي.

دوحه کې د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډېکر یوې مرکه کې ټینګار کړی چې که څه هم امریکا د سرپرست حکومت په رسمیت نهپیژندنې تګلاره څاري، خو په وینا یې، هېواد یې لا هم له سرپرست حکومت سره د تعامل هڅه کوي.