اُوبر د لندن تورو ټکسي موټرو د ترلاسه کولو په لټه کې دی

د مسافرو د لېږد رالېږد «اوبر ټکسي» کمپنۍ مسوولان وايي چې راتلونکی کال به د لندن تورو ټکسي موټرو لپاره خپل «پلټفارم» جوړ کړي.

د یادې کمپنۍ په وینا، د دې پلټفارم په جوړېدو سره به هڅه وکړي، څو له یوې لسیزې جنجالونو وروسته د انګلستان پلازمېنې ټکسي موټر راجلب کړي.

حماس ډلې له اېلن ماسک غوښتنه کړې چې غزې ته سفر وکړي

د فلسطین حماس ډلې د نړۍ له میلیارډر اېلن ماسک څخه غوښتنه کړې چې غزې تړانګې ته سفر وکړي او د اسراییلو له‌خوا د فلسطیني وګړو «وژنه او ویجاړي» له نږدې وګوري.

د حماس لوړپوړي چارواکي اسمه حمدان «سه‌شنبه، نومبر ۲۸مه» لبنان کې د یوې غونډې پر مهال ماسک ته د سفر بلنه ورکړې ده.

د اسټرالیا کرېکټ ملي لوبډلې له هند درېیمه شل اووره لوبه وګټله

د هند په کوربه‌توب د اسټرالیا او هند کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې پنځو شل اووره سیالیو د لوبلړۍ په درېیمه لوبه کې اسټرالیا هندۍ لوبډلې ته ماته ورکړه.

دغه لوبه چې بېګاه د هند په ګووهاټي لوبغالي کې وشوه کوربه هندۍ لوبډلې په ټاکل شویو شلو اورونو کې د درېوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۲ منډې جوړې کړې.

رېوین کمپنۍ د «R1T» په نوم خپل نوی برښنايي موټر بازار ته وړاندې کړ

رېفېن اټوموټېف کمپنۍ وايي چې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې یې خپلو پېردونکو ته د «R1T» په نوم نوې «پیک‌اپ» برښنايي موټر بازار ته وړاندې کړې دي.

دغه موټر یوازې په کالېفورنیا، نیویارک، فلورېډا او تګزاس ایالتونو کې د لاسرسي  وړ دي. رېفېن اټوموټېف کمپنۍ دغه نوي برښنايي موټر داسې مهال بازار ته وړاندې کوي چې څو ورځې مخکې ټسلا «د سایبر ټرک» په نوم خپل نوی برښنايي موټر بازار ته وړاندې کړی.

رییل‌مي شرکت پنځو کلونو کې ۲۰۰ میلیونه ځیرک موبایلونه بازار ته وړاندې کړي

د چین د  ځیرک ګرځنده موبایلونو د جوړولو شرکت «ریل‌مي» وايي چې د یاد شرکت د جوړېدو راهیسې یې تر دې مهاله څه باندې دوه میلیونه ځیرک ټیلیفونونه بازار ته وړاندې کړې دي.

ریل‌مي شرکت د چینايي برښنايي وسایلو د تولید «بي‌بي‌کې» کمپنۍ پورې تړاو لري او د اوپوو او ویوو «& Oppo Vivo» ځیرکو موبایلونو برانډونه هم لري.

اېکس به د روان کال تر پایه ۷۵ میلیونه ډالر عواید له لاسه ورکړي

د اېلن ماسک د اېکس پیغام رسولو پلټفارم «ټوېټر» به د روان میلادي کال تر پایه د سوداګریزو اعلانونو له عوایدو څخه ۷۵ میلیونه ډالر له لاسه ورکړي.

رویټرز خبري اژانس نن «شنبه، نومبر ۲۵مه» راپور ورکړی چې اېکس به دغه عواید د یو‌شمېر سترو شرکتونو له‌خوا د سوداګریزو اعلانونو د ځنډولو له امله له لاسه ورکړي.

د اوربند پیل؛ حماس ۲۴ او اسراییلو ۳۹ بندیان خوشې کړي

د اسراییل او حماس ترمنځ له نږدې اوو اوونیو جګړې وروسته د شوي څلور ورځني اوربند په لړ کې دواړو لوریو یو‌شمېر بندیان خوشې کړې دي.

حماس ډلې د اوربند په لومړۍ ورځ ۲۴ یرغمل شوي کسان خوشې کړي او اسراییلو بیا د دغه هېواد له بند‌خونو ۳۹ فلسطیني وګړي ازاد کړې دي.

د اسراییلو بریدونه؛ جبالیا کې له نیکه تر لسمي د یوې کورنۍ ۵۲ غړي وژل شوي

د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د غزې پر جبالیا کمپ د اسراییلي ځواکونو د برید له امله د یوې کورنۍ ۵۲ غړي وژل شوي دي.

ریاض‌ ال‌‌مالکي «چهارشنبه د نومبر ۲۱مه» لندن ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې د غزې شمال جبالیا کمپ کې د یوه کورنۍ ۵۲ غړي وژل شوي دي.

اسراییلو او حماس پر څلور ورځني اوربند هوکړه وکړه

د اسراییلو حکومت او حماس ډلې د یو‌شمېر یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو لپاره پر څلور ورځني اوربند هوکړه کړې ده.

د اسراییلو حکومت له هوکړې سره هم‌مهاله ویلي، دې موده کې به جګړه درېدلې وي او د حماس ډلې له‌خوا به ۵۰  نیول شوي کسان ازاد کړل شي.