د روغتیا نړیوال سازمان د نړۍ په سطحه خپل فعالیتونه محدودوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د روغتیا نړیوال سازمان د بودیجې کمښت په دلیل پرېکړه نیولې چې د نړۍ په سطحه خپل کارکوونکي کم او فعالیتونه محدود کړي.
راپور کې ویل شوي چې د دغې پرېکړې اصلي لامل له دغه سازمانه د امریکا متحده ایالتونو وتل دي.
امریکا هر کال د روغتیا نړیوال سازمان ۱۸ سلنه بودجه تامینوله.

میانمار کې مرګونې زلزله؛ د مړو شویو شمېر ۷۰۰ ته ورسېد

په میانمار کې چارواکي وايي چې د تېرې ورځې مرګونې زلزلې له کبله د مړو شویو شمېر نږدې ۷۰۰ ته رسېدلی دی.

د چارواکو په وینا، تراوسه په دې زلزله کې ۶۹۴ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۶۷۰ نور ټپیان دي. د زلزلې په لومړۍ ورځ پرون جمعه، مارچ ۲۸مه، رسنیو یوازې د ۱۴۴ کسانو د مړینې خبر ورکړی و.

زېلېنسکي: د امریکا مخکینۍ مرستې پور نه‌‌دی

د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زېلېنسکي وايي چې دغه هېواد سره د امریکا له لوري شوې مخکینۍ مرستې به د پور په توګه ونه‌پېژني.

زېلېنسکي دغه څرګندونې په کېیف کې له خبریالانو سره په یوې ناسته کې کړې دي.

د اسراییلو بریدونه؛ غزه کې ۸۹۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزه کې د روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اسراییلو له لوري حماس سره د اوربند له ماتولو وروسته د پیل شویو بریدونو له امله تر دې مهاله ۸۹۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اوربند چې د اسراییلو له لوري د مارچ پر ۱۸مه مات شو، د روانو بریدونو له امله ۱۹۸۴ کسان ټپیان شوي هم دي.

عربي متحده اماراتو کې لس پاکستانيان د سوال‌کولو په تور نیول شوي

په عربي متحده اماراتو کې چارواکي وايي چې د بېلابېلو عملیاتو پرمهال یې، د پنځو مېرمنو په ګډون لس پاکستانیان د سوال کولو په تور نیولي دي.

د متحده عربي اماراتو پولیسو په دې وروستیو کې د یاد هېواد اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د سړکونو، جوماتونو او عامه ځایونو ته نږدې ګرځېدونکو سوالګرو ته د پیسو له ورکولو څخه ډډه وکړي.

شمالي‌کوریا په مصنوعي ځیرکتیا سمبال ډرون جوړ کړی

د شمالي‌کوریا مشر کېم جونګ اون د مصنوعي ځیرکتیا پر ټکنالوژۍ سمبال د ځانمرګي ډرون الوتکې له ازموینې څارنه کړې او ویلي یې دي چې بې‌‌پېلوټه تجهیزات او مصنوعي ځیرکتیا څخه باید د پوځ پیاوړتیا او پرمختګ کې کار واخیستل شي.

غزه کې فلسطینیانو د حماس پر ضد لاریون کړی

د غزې په شمال کې سلګونه کسانو د یوه لاریون پرمهال د جګړې پای ته رسولو او د حماس پر ضد شعارونه ورکړل.

د غزې شمال تر ټولو ویجاړونکې سیمه ده چې د هستوګنې ډېری ودانۍ ویجاړې شوي او پر کنډواله بدلې شوې دي.

د یادې سیمې ډېری اوسېدونکي د جګړو له امله په وار وار بې‌ځایه شوي.

جاپان په تېروتنه پراعدام محکوم شوي کس ته ۱.۴۴ میلیونه ډالر غرامت ورکوي

د جاپان حکومت هغه کس ته چې نږدې ۵۰ کاله وړاندې د قتل په قضیه کې پر اعدام محکوم شوی و، ۱.۴۴ میلیونه ډالر غرامت ورکوي.

۸۸کلن ایوایو هاکامادا په ۱۹۶۸کال کې د خپل رییس، د نوموړي مېرمنې او دوو ماشومانو په وژنه تورن پېژندل شوی او له هغه وخت راهیسې یې، د اعدام حکم ته په تمه و.

پر غزې مرګوني بریدونه؛ اسراییلو یوازې نن ۱۶ فلسطینیان وژلي

له نن سهار راهیسې د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله ۱۶ فلسطینیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دغه بریدونه ساعت وروسته له هغې کېږي چې اسراییلي جېټ‌الوتکو پر نصیر روغتون برید وکړ او د حماس د یوه سیاسي مشر په ګډون په‌کې دوه کسان ووژل شول.

د سوک‌وهنې نړیوال اتل «جورج فورمن» ومړ

 د سوک‌وهنې د درانه وزن پخوانی نړیوال اتل «جورج فورمن» د ۷۶ کلونو په عمر ومړ.

د نوموړي کورنۍ پر انسټاګرام لیکلي چې فورمن بېګاه شپه مړ شوی دی. جورج فورمن د ژوند تر پایه د سوه سوداګر او کشش په توګه ژوند وکړ.

له لبنان پر اسراییلو توغندي وېشتل شوي

 د تېرو درېوو میاشتو پرمهال د درېیم ځل لپاره له لبنان څخه د اسراییلو پر  شمالي سیمو توغندي وېشتل شوي دي.

د اسراییلو پوځ وايي چې په یادو توغندیزو بریدونو کې چا ته زیان نه‌دی اوښتی.

ډونالډ ټرمپ: حوثیان به په بشپړه توګه له‌منځه لاړ شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ خبردری ورکړی چې د ایران له ملاتړ برخمن د یمن حوثي ډله به د امریکا د هوايي بریدونو په پایله کې په بشپړه توګه له‌منځه یوړل شي.

ډونالډ ټرمپ په یوه پیغام چې پر ټولنیزو رسنیو خپور شوی، ایران ته خبرداری ورکړی چې د حوثیانو له ملاتړ لاس او په وینا یې، اجازه ورکړي چې حوثیان په خپله جګړه وکړي.